‏لغمان کې د والیبال لوبې پر مهال د شخړې له امله ۴ تنه ووژل شول

‏په لغمان کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۸مه) د دې ولایت علیشنګ ولسوالۍ په نورام کلي کې د والیبال لوبې پر مهال شخړه رامنځته شوې، چې له امله یې د لوبې ۴ ننداره چیان د ډزو له امله وژل شوي دي.