• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړیوال جام کې پاکستان له افغانستان د ۱۸۱ منډو په توپير لوبه وګټله

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۱ GMT+۰

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د کرېکټ نړۍوال جام کې خپله لومړۍ لوبه کې له پاکستان د ۱۸۱ منډو په توپير ماته وخوړه د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړيوال جام سيالۍ په سويلي افريقا کې پرون پيل شوې او د راتلونکې میلادي میاشتې تر لسمې به روانې وي.

د پاکستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې پیل کړه.

د پاکستان لوبډلې په ۵۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو افغان ځوانانو ته ۲۸۴ منډې هدف وټاکه.

افغانستان دغه هدف پوره نه کړ او په ۲۶.۲ اور کې يې خپل ټول لوبغاړي د ۱۰۳ منډو په جوړېدو وسوځېدل.

افغانستان خپله دغه لومړۍ لوبه د ۱۸۱ منډو په توپير پر پاکستان وبايلل.

پاکستاني پيليز لوبغاړي شاهزيب خان په ۱۲۶ توپونو ۱۰۶ تر ټولو ډېري منډې جوړې کړې.

په افغان لوبډله کې خليل احمد تر نور ښه توپ اچونه وکړه او د پاکستان ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

د ۱۹ کلنو نړۍوال جام په سياليو کې به افغانستان خپله دوهمه لوبه د راتلونکې سې شنبې په ورځ د نيوزيلنډ سره تر سره کړي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

نوي زیلنډ له پاکستان څلورمه شل اوره لوبه هم وګټله

۲۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۰
نوي زیلنډ له پاکستان څلورمه شل اوره لوبه هم وګټله
100%

د نوي زیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې نن پاکستان ته په شل اوره لوبلړۍ کې څلورمه پرلپسې ماته ور کړه. د پاکستان لوبډلې د پنځو لوبغاړو سوځېدو سره په شلو اورنو کې ۱۵۸ منډې جوړې کړې. په ځواب کې نوي زیلنډ د دری ویکټو په زیان په ۱۸.۱ اور کې دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

په نننۍ لوبه کې محمد رضوان د ۹۰ منډو جوړولو سره د پاکستان تر نورو لوبغاړو ښه وځلېد.

پاکستانۍ لوبډلې په توپ اچولو کې هم د نوي زیلنډ لومړني درې لوبغاړي تر شلو منډو جوړولو وسوځول، خو وروسته د کوربه لوبډلې لوبغاړو پښه ټینګه کړه او پاکستان ته یې ماته ور کړه.

نوی زیلنډ او پاکستان په اوسنۍ لوبلړۍ کې پنځه لوبې لري او د لومړنیو دریو سیالیو په ګټلو سره نوي زیلنډ دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

افغان باسکېټبال ویلچر لوبډلې له څلورو پرلپسې بریو وروسته اول ځل له ایرانه ماتې وخوړه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۹ GMT+۰
افغان باسکېټبال ویلچر لوبډلې له څلورو پرلپسې بریو وروسته اول ځل له ایرانه ماتې وخوړه
100%

د افغانستان ویلچر باسکېټبال ملي لوبډلې نن د ویلچر باسکېټبال اسیا جام سیالو کې له ایران د ۸۱ پر ۴۱ امتیازونو په توپیر سره ماتې وخوړه. دا په روانو سیالیو کې له څلورو پرلپسې بریاو وروسته اول ځل دی چې افغان لوبډله ماتېږي.

افغان ویلچر باسکېټبال لوبډلې تر دې مخکې متحده عربي اماراتو، فلیپین، سعودي عربستان او نوي زیلنډ ته ماتې ور کړې وه.

د تایلینډ پلازمېنه بنکا کې د یوولسو اسیایي او ارام سمندر هېوادونو د ویلچیر باسکېټبال دا سیالۍ د جنورۍ پر ۱۲پیل شوې او تر شلمې به یې روانې وي.

په دغو سياليو کې د افغانستان د باسکېټبال ویلچر ملي لوبډلې له ١٥ لوبغاړو سره ګډون کړی دی.

هند له افغانستان څخه د شل اوره سیالیو لوبلړۍ وګټله

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۲ GMT+۰
هند له افغانستان څخه د شل اوره سیالیو لوبلړۍ وګټله
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له هند سره د درېیو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ دوه لوبې بایللې وې او د لوبلړۍ درېیمه سیالۍ یې نن چهارشنبه د (مرغومي ۲۷مه) هند ته وبایلله.

لوبه د هند په توپ وهې پیل شوه او د هند د کرېکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۲ منډې وکړې.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره وکولی شول چې ۲۱۲ منډې جوړې کړي او لوبه د سوپر اور پړاو ته داخله شي.

هند د سوپر اور څخه په استفادې وتوانېده چې دا لوبه هم په خپلې ګټې تمامه کړي.

د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام وړاندې دا لوبلړۍ د دواړو هېوادونو لپاره خورا ګټوره بلل کیږي؛ ځکه دا ډول لوبلړیو ته په کتو د نړۍوال جام لپاره لوبډله ټاکل کیږي.

له هندوستان سره د افغان ملي لوبډلې د درې شل اوریزو لوبو لوبلړۍ داسې مهال تر سره شوه، چې د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام لوبې د ویسټ انډیز او امریکا په کوربه توب د جون میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره کیږي.

نوي زیلنډ په کرېکټ شل اوره سیالیو کې پاکستان ته پرلپسې درېیمه ماته ور کړه

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۵ GMT+۰
نوي زیلنډ په کرېکټ شل اوره سیالیو کې پاکستان ته پرلپسې درېیمه ماته ور کړه
100%

د نوي زیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د چارشنبې په ورځ د پاکستان لوبډلې ته په دریمه پرلپسې لوبه کې هم د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ور کړه. نوي زیلنډ د ۷ لوبغاړو سوځېدو سره ۲۲۴ منډې جوړې کړې، خو پاکستان په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو بایللو سره یوازې ۱۷۹ منډې وکړې.

د پاکستان او نوي زیلنډ نننۍ سیالي د نوي زیلنډ د دوندن په اوول پوهنتون کې وشوه.

پاکستان د پچې ګټلو سره ډګر ساتل غوره کړل، خو بیا یې هم د مقابل لوري هدف پوره نه کړ.

نوي زیلنډ دویمه سیالي د ۲۱ منډو او لومړۍ د ۴۶ منډو په توپیر له پاکستان ګټلې وه.

نوی زیلنډ او پاکستان په اوسنۍ لوبلړۍ کې پنځه لوبې لري او د لومړنیو دریو سیالیو په ګټلو سره نوي زیلنډ دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

افغان کرېکټ لوبډله له هند سره درېیمه شل اوریزه نړیواله لوبه په بنلګور ښار کې ترسره کوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۸ GMT+۰
افغان کرېکټ لوبډله له هند سره درېیمه شل اوریزه نړیواله لوبه په بنلګور ښار کې ترسره کوي
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له هند سره د درېو شل اوریزو لوبلړۍ دوه لوبې بایللې او د لوبلړۍ درېیمه سیالۍ یې نن چهارشنبه د (مرغومي ۲۷مه) د کابل په وخت ماښام شپږ بجې د هند بنګلور ښار په چینای سوامي کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

د شل اوریزو لوبو نړیوال جام وړاندې دا لوبلړۍ د دواړو هیوادونو لپاره خورا ګټوره بلل کیږي، ځکه دا ډول لوبلړیو ته په کتو د نړیوال جام لپاره لوبډله ټاکل کیږي.

د افغانستان او هند تر منځ د لوبلړۍ تېرو دوو لوبو ته په کتو سره افغان لوبډلې د پام وړ لوبې ترسره نه کړې.

له دغو درې شل اوریزو نړیوالو لوبو څخه په تېرو دوو لوبو کې د افغان لوبډلې پیلیزو توپ وهونکو رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د کمو منډو په جوړیدو او ژر سوځېدو سره ښه لاسته راوړنه نه لرله.

دغه لوبلړۍ د راشد خان په نشتوالي کې د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ تر سره کیږي.

د کرېکټ څارونکي وايي، لا هم افغان لوبډلې د پیلیزو توپ وهونکو جوړه او د لوبډلې د منځنۍ لیکې توپ وهونکو په ټاکنه او لوبغالي ته د راښکته کېدو ستونزه نه ده هواره شوې.

له هندوستان سره د افغان ملي لوبډلې د درې شل اوریزو لوبو لوبلړۍ داسې مهال تر سره کیږي چې، د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو نړیوال جام لوبې د ویسټ انډیز او امریکا په کوربه توب د جون میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره کیږي.