فریډم ناو: افغانستان یوازینی هیواد دی چې ښځې یې له زدکړو محرومې دي

د بشري حقونو اړوند ادارې فریډم ناو وايي، افغانستان د نړۍ یوازینی هیواد دی چې ښځې یې لا هم له منځنیو او لوړو زدکړو محرومې دي. دغه اداره وايي، طالبان د نجونو او ښځو پر زدکړو له بندیز سره نړیوال بشري قوانین تر پښو لاندې کوي.