• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کډوالو وزارت: له ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري ډول راستانه شول

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۳۰۷ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت د کندهار سپین بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې، د پاکستان له بنده د راخوشې شوي یوه بندي په ګډون ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۹ تنه ته رسېږي، په جبري ډول هېواد ته ستنې شوې دي.

همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷ تنه وو په جبري ډول د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هېواد ته ستنې شوې.

د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري ډول راستانه شوي افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ ته د مرستو تر لاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.


دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو نړۍوالې ادارې د تازه راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳ مې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه ستانه کړل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.


دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو نړۍوالې ادارې د تازه راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳ مې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه ستانه کړل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: امنیتي ځواکونو په کراچۍ کې د 'ټي ټي پي' ۱۷ کسیزه ډله نیولې ده

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۴ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په کراچۍ ښار کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې د یوه قوماندان په ګډون یوه ۱۷ کسیزه ډله نیولې ده. سرچینې وايي دغه عملیات د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.

دغو رسنیو نن پنجشنبه د (سلواغې پنځمه) د پاکستان امنيتي سرچينو له قوله ویلي چې دغه ۱۷ کسیزه «ترهګره» ډله له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د ټي ټي پي شبکې فعاله برخه وه چې د پاکستان امنیتي ادارو ته د «لویو جرمونو ترسره کولو» له امله په نښه وه.

سرچینې زیاتوي، چې د ټي ټي پي اړوند دغې ډلې په کراچۍ ښار کې د «ترهګریزو فعالیتونو» پلان درلود، چې د کشفي ارګانونو له خوا په کراچۍ ښار کې ونیول شول.

د سرچینو د ادعا له مخې چې د تحریک طالبان پاکستان مشري دا مهال په «افغانستان کې ده او له هغه ځایه یې د خیبر پښتونخوا په سوات او ملاکنډ کې پر امنیتي ځواکونو او نادولتي موسسو په بریدونو سربېره په هدفي وژنو او پر قانون پلي کوونکو ادارو په بریدونو کې هم لاس درلود.»

پاکستاني رسنیو د امنیتي ادارو له خولې ویلي چې دغې شبکې د پاکستان په «مدرسو کې ځانمرګي بريد کوونکي هم روزل، چې په بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کې به ترې کار اخيستل کېده.» او د دې تر څنګ به یې د «پيسو په بدل کې شتمن خلک تښتول او له دې لارې یې پيسې راټولولې.»

تر اوسه پورې د ټي ټي پي وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي چې پاکستاني چارواکي یې د پړې ګوته په کابل کې طالبانو ته نیسي او ادعا کوي چې ټي ټي پي ته یې په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي خو طالبانو د پاکستاني حکومتي چارواکو دا ډول دعوې تل بې بنسټه بللې دي.

طالبان: له هوایي ډګره مو هغه ۶ ناقانونه کسان راګرځولي، چې بهر ته یې پښې سپکولې

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۲:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د دوو ممنوع الخروجه کسانو په ګډون یې څلور تنه نور هغه کسان نیولي چې غوښتل یې په جعلي پاسپورټونو د کابل له هوايي ډګره ووځي.

له دغه وزارته په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، هغه دوه کسان چې د طالبانو له‌خوا پرې د تګ بندیز لګول شوی و، د کابل له هوايي ډګره راستانه کړای شوي دي؛ خو د دغو کسانو د هویت په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.


همدا رنګه په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، هغو څلورو کسانو چې په جعلي پاسپورټونو غوښتل عربي متحده اماراتو ته ولاړ شي هم نیول شوي دي.
له کله نه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، ګڼ خلک غواړي له دغه هېواده ووځي؛ خو ډېر خلک د پاسپورټ د نشتوالي له امله نه شي کولای نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

طالبانو لا هم د پاسپورټ اخیستلو په چاره کې خلکو ته ستونزې زیاتې کړې او په تور بازار کې د یو پاسپورټ بیه تر دوه نیم زرو امریکایي ډالرو هم پورته ده.

ټام وېسټ افغانستان انټرنشنل ته: افغانستان کې له نورو قدرتونو سره د سیالۍ په لټه کې نه یو

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي؛ امریکا په افغانستان کې له ډېرو سترو قدرتونو سره ګډې ګټې لري. د هغه په ​​وينا: «افغانستان داسې هېواد نه دى، چې جيوپوليټيکي سيالي دې پکې رامنځته شي.»

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان رسنیو له استازو سره په یوه انلاین غونډه کې ټام وېسټ د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او ثبات په برخه کې همغږي لري.

وېسټ وویل: «په افغانستان کې موږ له ډېرو قدرتونو سره ګډې ګټې لرو. موږ غواړو چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره د ترهګرۍ ګواښ نه شي او هلته بیا ترهګریز بریدونه پلان نه شي.»

هغه وویل؛ هېڅ هېواد نه غواړي چې ایران او پاکستان ته د مهاجرینو سېل ورشي.

همدا راز وېسټ مني، چې د ډېپلوماتیکو هڅو همغږي او د افغانستان په اړه د نفوذ لرونکو هېوادونو له خوا د ګډ چلند غوره کول خورا پېچلي دي؛ خو هغه ټینګار وکړ، چې د دغو هېوادونو استازي باید راټول او په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره پر راتلونکو ګامونو خبرې وکړي، تر څو دلته وضعیت ښه شي.

ټاکل شوې ملګري ملتونه د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړیو استازیو دویمه غونډه جوړه کړي. د دې غونډې وخت او ځای لا نه دي څرګند.

د امنیت شورا په غونډو کې روسیې او چین له طالبانو سره د امریکا او لویدېځو هېوادونو پر چلند نیوکې کړې دي.

دغه هېوادونه له طالبانو سره د لا زیات تعامل او د افغانستان بانک د شتمنیو خلاصون غوښتنه کوي.

د پاکستان ولسمشر: ۲۶ میلیونه پاکستاني ماشومان له زدکړو بې برخې دي

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر د زدکړو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډې کې وویل؛ په دغه هېواد کې تر ۲۶ میلیونو ماشومان له ښوونځي بې برخې دي. نوموړي په اسلام اباد کې وویل، چې د دې ماشومانو د زدکړو لپاره باید بېړني ګامونه پورته کړل شي.

عارف علوي د دې ۲۶ میلیونه ماشومانو د زدکړو لپاره یو میکانیزم هم وړاندې کړ.

تېر کال په پاکستان کې له ښوونځي د بې برخې ماشومانو شمېر ۲۳ میلیونه ښودل شوی و؛ خو سږ کال دا شمېر درې میلیونه نور هم ډېر شوی دی.

د پاکستان ولسمشر میاشت وړاندې هم د دې ماشومانو په هکله په یوه غونډه کې پر حکومت غږ وکړ، چې له ښوونځي د بې برخې ماشومانو لپاره دې په جوماتونو کې د زدکړو اسانتیا برابره کړي

د طالبانو د محدویتونو په لړ کې امریکا د افغان نجونو او مېرمنو د مقاومت ستاینه وکړه

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت، چې دا مهال یې چارې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه پر مخ وړل کیږي، د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د افغان مېرمنو مقاومت ستایلی دی.

د امریکا سفارت د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۴مه) پر خپل اېکس پاڼه، د زده کړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپور کړي پیغام کې د افغان مېرمنو مقاومت، تل پاتې ځواکمنتیا ستایلي او ټینګار یې کړی، چې «د امریکا پراختیايي ادارې (USID) تېر میلادي کال با کیفیته زده کړو ته د نجونو د لاس رسي په هدف د راتلونکو ۵ کلونو لپاره ۷۹ میلیونه ډالر چمتو کړل.»

تر دې وړاندې د افغانستان - امریکايي پوهنتون هم اعلان کړی وو، چې له نهم ټولګیو څخه فارغو نجونو ته په انلاین بڼه د با کیفیته زده کړو زمینه برابروي، چې یادې پروسې ته نوملیکنه لا هم روانه ده.

امریکا په داسې مهال د افغان مېرمنو مقاومت او ځواکمنتیا ستايي، چې طالبانو وروستۍ یوه میاشت کې د هېواد له بېلا بېلو سیمو یو شمېر نجونې د بې حجابۍ په تور نیولي او زندانونو ته یې غورځولي دي.

ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې له افغان نجونو سره د طالبانو وروستی چلند ټکان ورکوونکی بللی او غوښتنه یې کړې، چې روان بد وضعیت باید پای ومومي.