• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د مینې مجلې مسوول مدیر، لیکوال او شاعر عزت الله ځواب «ونیو»

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۶ GMT+۰

د مینې مجلې د بنسټګر او مسوول مدیر عزت‌الله ځواب زوی وايي، پلار یې پرون له کابله ننګرهار ته پر لار څو ساعته ورک و، خو وروسته یې له یوې بلې شمېرې په ټلیفوني خبرو کې ورته وویل، «طالبانو نیولی دی.» عزت الله ځواب د خپلو طنزیه او منتقدانه شعرونو له امله په پښتني ټولنه کې مشهور دی.

د عزت الله ځواب زوی عطاالله ځواب خپل فیسبوک کې لیکلي چې پلار یې د مینې مجلې د نوې ګڼې د چاپ د ډیزان لپاره جلال اباد ته روان و چې د څو ساعتونو لپاره نادرکه شو.

نوموړی زیاتوي چې وروسته له یوې شمېرې زنګ ورته راغی او پلار یې ورته وویل: «عطاءلله بچيه زه يوه ستونزه کې يم، مجاهدينو راوستی يم.»

عزت‌الله ځواب د ننګرهار ولايت اوسیدونکی دی، خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته کابل ته کډه شوی دی او د مینې مجلې پر چاپ سربېره مازیګر کتابپلورنځی هم لري.

مینه مجله چې تر ډېره ادبي او هنري مطالب پکې خپرېږي په ځوانانو کې ډېر محبوبیت لري.

دا مجله پر ۱۳۸۱ کال پیل شوې او د جمهوریت پر مهال د اقتصادي ستونزو له امله د څه وخت لپاره تړل شوې او بیا پیل شوه.

عزت الله ځواب پر مینه مجله سربېره شاعري هم کوي چې تر ډېره پکې د ټولنې منفي اړخونو ته ګوتې نیسي.

نوموړي د تېر جمهوريت پر مهال په لیکنو او د شعر په ژبه پر حکومت هم سختې نیوکې کولې او بندي شوی هم و.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د بې پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې وړمه ورځ په افغانستان کې د خبریالانو نیول او د هغوی ربړول غندلي او له طالبانو یې غوښتي، چې خپلسرې نیونې دې نورې بندې کړي.

دغې ټولنې ویلي، چې په کابل کې د طالبانو له‌خوا د جاپاني رسنۍ کیودو نیول شوي خبریال احسان اکبري برخلیک لا نه دی څرګند.

تر دې وړاندې طالبانو په کابل کې د ګردش اطلاعات د خبري اژانس مشر جواد رسولي او د دغې رسنۍ چلوونکی عبدالحق حمیدي هم نیولي وو او د دوو ورځو بند تېرولو وروسته یې خوشې کړي وو.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

ډنمارک له افغانستان سره ۲.۲ مېلیونه ډالر مرسته کړې

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ټولنې د همغږۍ اداره (اوچا) د پنجشنبې په ورځ د سلواغې ۵مه په اېکس پاڼه لیکلي، چې ډنمارک له افغانستان سره د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ بشري مرستو په برخه کې ۱۵ مېلیونه کرونه چې ۲.۲ مېلیون ډالره کېږي مرسته کړې.

اوچا لیکلي، چې ډنمارک له ۲۰۱۵ کال راهیسې د بشري مرستو په برخه کې ۲۳۶ کرونه چې ۳۶.۴ مېلیونه ډالر کېږي، مرسته کړې ده؛ خو په دې اړه یې نور مالومات نه دي خپاره کړي.


تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې او له هغې ډلې د خوړو نړۍوال پروګرام اندېښنه ښودلې وه، چې سږنی ژمی د افغانانو له پاره ډېر سخت دی او په هرو درېیو وګړو کې دوه یې په دې نه پوهېږي، چې د بل وخت خواړه له کومه کړي.


دا رنګه د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یونیسېف هم د خوارځواکو ماشومانو او مېندو په اړه لا له وړاندې اندېښنې په ډاګه کړې وې.

د طالبانو د کډوالو وزارت: له ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه په جبري ډول راستانه شول

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (سلواغې ۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۳۰۷ تنه افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي.

دغه وزارت د کندهار سپین بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې، د پاکستان له بنده د راخوشې شوي یوه بندي په ګډون ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۹ تنه ته رسېږي، په جبري ډول هېواد ته ستنې شوې دي.

همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، په همدې ورځ ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷ تنه وو په جبري ډول د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې هېواد ته ستنې شوې.

د سپین بولدک او تورخم له لارو په جبري ډول راستانه شوي افغان کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ ته د مرستو تر لاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.


دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو نړۍوالې ادارې د تازه راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳ مې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه ستانه کړل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.


دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو نړۍوالې ادارې د تازه راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې او د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۳ مې ۵۰۰۲۰۰ افغانان له پاکستانه ستانه کړل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

پاکستاني رسنۍ: امنیتي ځواکونو په کراچۍ کې د 'ټي ټي پي' ۱۷ کسیزه ډله نیولې ده

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۴ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په کراچۍ ښار کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې د یوه قوماندان په ګډون یوه ۱۷ کسیزه ډله نیولې ده. سرچینې وايي دغه عملیات د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.

دغو رسنیو نن پنجشنبه د (سلواغې پنځمه) د پاکستان امنيتي سرچينو له قوله ویلي چې دغه ۱۷ کسیزه «ترهګره» ډله له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۴ پورې د ټي ټي پي شبکې فعاله برخه وه چې د پاکستان امنیتي ادارو ته د «لویو جرمونو ترسره کولو» له امله په نښه وه.

سرچینې زیاتوي، چې د ټي ټي پي اړوند دغې ډلې په کراچۍ ښار کې د «ترهګریزو فعالیتونو» پلان درلود، چې د کشفي ارګانونو له خوا په کراچۍ ښار کې ونیول شول.

د سرچینو د ادعا له مخې چې د تحریک طالبان پاکستان مشري دا مهال په «افغانستان کې ده او له هغه ځایه یې د خیبر پښتونخوا په سوات او ملاکنډ کې پر امنیتي ځواکونو او نادولتي موسسو په بریدونو سربېره په هدفي وژنو او پر قانون پلي کوونکو ادارو په بریدونو کې هم لاس درلود.»

پاکستاني رسنیو د امنیتي ادارو له خولې ویلي چې دغې شبکې د پاکستان په «مدرسو کې ځانمرګي بريد کوونکي هم روزل، چې په بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کې به ترې کار اخيستل کېده.» او د دې تر څنګ به یې د «پيسو په بدل کې شتمن خلک تښتول او له دې لارې یې پيسې راټولولې.»

تر اوسه پورې د ټي ټي پي وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي چې پاکستاني چارواکي یې د پړې ګوته په کابل کې طالبانو ته نیسي او ادعا کوي چې ټي ټي پي ته یې په افغانستان کې پټنځایونه ورکړي خو طالبانو د پاکستاني حکومتي چارواکو دا ډول دعوې تل بې بنسټه بللې دي.

طالبان: له هوایي ډګره مو هغه ۶ ناقانونه کسان راګرځولي، چې بهر ته یې پښې سپکولې

۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۲:۵۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د دوو ممنوع الخروجه کسانو په ګډون یې څلور تنه نور هغه کسان نیولي چې غوښتل یې په جعلي پاسپورټونو د کابل له هوايي ډګره ووځي.

له دغه وزارته په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، هغه دوه کسان چې د طالبانو له‌خوا پرې د تګ بندیز لګول شوی و، د کابل له هوايي ډګره راستانه کړای شوي دي؛ خو د دغو کسانو د هویت په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.


همدا رنګه په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، هغو څلورو کسانو چې په جعلي پاسپورټونو غوښتل عربي متحده اماراتو ته ولاړ شي هم نیول شوي دي.
له کله نه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، ګڼ خلک غواړي له دغه هېواده ووځي؛ خو ډېر خلک د پاسپورټ د نشتوالي له امله نه شي کولای نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

طالبانو لا هم د پاسپورټ اخیستلو په چاره کې خلکو ته ستونزې زیاتې کړې او په تور بازار کې د یو پاسپورټ بیه تر دوه نیم زرو امریکایي ډالرو هم پورته ده.

ټام وېسټ افغانستان انټرنشنل ته: افغانستان کې له نورو قدرتونو سره د سیالۍ په لټه کې نه یو

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي؛ امریکا په افغانستان کې له ډېرو سترو قدرتونو سره ګډې ګټې لري. د هغه په ​​وينا: «افغانستان داسې هېواد نه دى، چې جيوپوليټيکي سيالي دې پکې رامنځته شي.»

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان رسنیو له استازو سره په یوه انلاین غونډه کې ټام وېسټ د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو او ثبات په برخه کې همغږي لري.

وېسټ وویل: «په افغانستان کې موږ له ډېرو قدرتونو سره ګډې ګټې لرو. موږ غواړو چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره د ترهګرۍ ګواښ نه شي او هلته بیا ترهګریز بریدونه پلان نه شي.»

هغه وویل؛ هېڅ هېواد نه غواړي چې ایران او پاکستان ته د مهاجرینو سېل ورشي.

همدا راز وېسټ مني، چې د ډېپلوماتیکو هڅو همغږي او د افغانستان په اړه د نفوذ لرونکو هېوادونو له خوا د ګډ چلند غوره کول خورا پېچلي دي؛ خو هغه ټینګار وکړ، چې د دغو هېوادونو استازي باید راټول او په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره پر راتلونکو ګامونو خبرې وکړي، تر څو دلته وضعیت ښه شي.

ټاکل شوې ملګري ملتونه د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړیو استازیو دویمه غونډه جوړه کړي. د دې غونډې وخت او ځای لا نه دي څرګند.

د امنیت شورا په غونډو کې روسیې او چین له طالبانو سره د امریکا او لویدېځو هېوادونو پر چلند نیوکې کړې دي.

دغه هېوادونه له طالبانو سره د لا زیات تعامل او د افغانستان بانک د شتمنیو خلاصون غوښتنه کوي.