د عزت الله ځواب زوی عطاالله ځواب خپل فیسبوک کې لیکلي چې پلار یې د مینې مجلې د نوې ګڼې د چاپ د ډیزان لپاره جلال اباد ته روان و چې د څو ساعتونو لپاره نادرکه شو.
نوموړی زیاتوي چې وروسته له یوې شمېرې زنګ ورته راغی او پلار یې ورته وویل: «عطاءلله بچيه زه يوه ستونزه کې يم، مجاهدينو راوستی يم.»
عزتالله ځواب د ننګرهار ولايت اوسیدونکی دی، خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته کابل ته کډه شوی دی او د مینې مجلې پر چاپ سربېره مازیګر کتابپلورنځی هم لري.
مینه مجله چې تر ډېره ادبي او هنري مطالب پکې خپرېږي په ځوانانو کې ډېر محبوبیت لري.
دا مجله پر ۱۳۸۱ کال پیل شوې او د جمهوریت پر مهال د اقتصادي ستونزو له امله د څه وخت لپاره تړل شوې او بیا پیل شوه.
عزت الله ځواب پر مینه مجله سربېره شاعري هم کوي چې تر ډېره پکې د ټولنې منفي اړخونو ته ګوتې نیسي.
نوموړي د تېر جمهوريت پر مهال په لیکنو او د شعر په ژبه پر حکومت هم سختې نیوکې کولې او بندي شوی هم و.
تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د بې پولې خبریالانو نړیوالې ټولنې وړمه ورځ په افغانستان کې د خبریالانو نیول او د هغوی ربړول غندلي او له طالبانو یې غوښتي، چې خپلسرې نیونې دې نورې بندې کړي.
دغې ټولنې ویلي، چې په کابل کې د طالبانو لهخوا د جاپاني رسنۍ کیودو نیول شوي خبریال احسان اکبري برخلیک لا نه دی څرګند.
تر دې وړاندې طالبانو په کابل کې د ګردش اطلاعات د خبري اژانس مشر جواد رسولي او د دغې رسنۍ چلوونکی عبدالحق حمیدي هم نیولي وو او د دوو ورځو بند تېرولو وروسته یې خوشې کړي وو.