د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوی درستیز سره د سیمې د امنیت په اړه غږېدلی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره وکتل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره وکتل.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لورو د ایران او پاکستان ترمنځ د اړیکو، په سرحدي سیمه کې د سولې، ثبات او سوکالۍ په اړه خبرې کړي دي.
د راپور له مخې؛ د پاکستان لوی درستیز ځمکنۍ ساتنې ته پر درناوي ټینګار وکړ او دا یې د دولتونو تر منځ د اړیکو لپاره مهم بللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان لوی درستیز ترهګري د سیمې د هېوادونو لپاره ګډ ګواښ بللی دی او پر ګډې مبارزې یې ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې له خپل پاکستاني سیال سره هم د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د تهران او اسلام اباد اړیکې تر هغه وروسته ترینګلې شوې، چې ایران شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې توغندیز بریدونه وکړل چې له امله یې یو شمیر بلوڅانو ته مرګژوبله واوښته او د پاکستان وسلوالو ځواکونو هم د ایران د سیستان بلوچستان پر سراوان ځوابیه توغندیز برید وکړ او ویې ویل چې بلوڅ بېلتونپال یې په نښه کړي دي.

نن چې په کابل کې د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار غونډه ترسره شوه، د هند شارژدافیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره خپلو سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکوي.
په کابل کې د هند شارژدافير په دغه غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۹مه) نېټه د طالب چارواکو په کوربتوب په کابل کې ترسره شوه، همدا راز یې له افغانانو سره خپلې اړيکې تاريخي وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاريو پر داسې یوې تګلارې ټينګار وکړ، چې د افغانانو په ګټه وي.
نوموړي د غونډې ګډونوالو ته د خبرو پرمهال همدا راز د چابهار بندر له لارې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو په پرختیا هم ټينګار وکړ.
په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان شارژدافير عبیدالرحمن نظاماني بیا د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار په غونډه کې په سيمهييز اقتصادي اتصال کې د افغانستان رول مهم بللی دی.
ښاغلي نظاماني زیاته کړې، چې طالبانو د افغانستان په اقتصاد او امنیت کې د پام وړ پرمختګ کړی او د سترو اقتصادي پروژو پلې کولو ته یې ښه زمینه برابره کړې ده.
دغه خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د پاکستان د امنیتي وضعیت د خرابیدو او له دغه هیواده د زرګونو افغان کډوالو د اېستلو له امله ترینګلې شوې دي.
د ویلو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته بیا د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې پیکه شوې دي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند د ایران په ملاتړ ملېشې د امریکايي ځواکونو پر ضد د برید مسوولې بللې او ویلي یې دي، چې د جوبایډن اداره به په ډېر مناسب ډول ځواب ورکړي. جان کربي زیاته کړه؛ موږ له ایران سره د پراخې جګړې او په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په لټه کې نه یو.
تر دې وړاندې یوه امریکايي چارواکي پولیټیکو مجلې ته ویلي وو، چې امریکا په اردن کې پر خپلو پوځیانو د برید په اړه د "د ځواب ورکولو پر لارو چارو" غور کوي.
په همدې حال کې یو شمېر امریکايي سیاستوالو د دغه هېواد له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي چې د ایران پر ضد اقدام وکړي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ وویل، چې د سلواغې په اوومه د اردن په شمال ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو د ایراني ملاتړو ډلو د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې درې امریکايي پوځیان وژل شوي او تر ۲۵ زیات ټپیان شوي دي.
د امریکا د ولسي جرګې غړی جیک لاترنر پر امریکایي پوځیانو د ایران په ملاتړ د نیابتي ډلو د حملې په غبرګون کې وویل له هغو ترهګرو چې د ایران له ملاتړه برخمن دی او هغه کسان چې په امریکایي پوځیانو د دغه حملې عامل دی باید ورسره حساب وشي.
د اردن او سوریې په سرحدي سیمه کې د درېیو امریکايي پوځیانو له وژل کېدو وروسته رسنیو د دمشق په جنوب کې د «سیده زینب» په سیمه کې د انقلابي ګارډ پر مرکز د برید خبر ورکړ.
د سوریې دولتي رسنیو اعلان کړی، چې په دغه برید کې یو شمېر "ایراني سلاکاران" وژل شوي دي؛ خو په سوریه کې د ایران سفیر دغه خبر رد کړی دی.
د سوریې رسمي خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د بهمن د پوځي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې «اسراییل د دمشق په جنوب کې یو شمېر سیمې په ۱۳:۰۰ بجو په نښه کړې.
دغه خبري اژانس زیاته کړه؛ په دمشق کې د هوایي حملې په نتیجه کې یو زیات شمېر ملکیان مړه او ژوبل شول او مالي تاوانونه هم اړولي دي.
په ورته وخت کې د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس لیکلي، چې د ایران یو مشورتي مرکز په نښه شوی دی.
دغه خبري اژانس د برید پړه پر اسراییل واچوله.
په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسین اکبري په اېکس ټولنیزه شبکه کې د برید پړه پر اسراییل واچوله؛ خو ادعا یې وکړه چې د ایران کوم مشورتي مرکز په نښه شوی نه دی.
هغه زیاته کړه، چې هېڅ یو ایراني تبعه یا سلاکار نه دی وژل شوی.

شیخ ادریس ملا، چې بېرته ستون شو، نو په شکرونو یې وویل: «الحمدلله! افغانستان نه ده، بس یوه لویه مدرسه ده! ما چارواکو ته وویل، چې مدرسې ډېرې کړئ، ډېرکم عصري تعلیم ته هم اجازه ورکړئ»
انګریز د امیرعبدالرحمن خان پرمهال، چې ډيورند تړون یې پرې ورتاپه، ډېر ټينګار په قبایلي سیمو په تېره بیا وزیرستان باندې کاوه، دا سیمه یې په کار وه. هغه مهال څوک پرې پوهېدلای نه شو، چې ولې او څه ته یې په کار ده؟
قبایلو نه غوښتل له پلرنۍ خاورې(افغانستان) څخه بېل شي، بغاوت یې پیل کړ، خو له بده مرغه د انګریزي ځپونکیو ګوزارونو ترڅنګ د مستبد امیر ګواښ ډېر ناهیلي کړل، چې ورته ویل یې: هرچا چې د ډیورند کرښې په وړاندې بغاوت وکړ، زه به یې وځپم. قبایل د ډار خلک نه وو، خو ناهیلي بده بلا ده.
سل و دېرش کاله د FCR تر ظالمانه او د منځنیو پېړیو قانون لاندې دغه سیمه په ریښتیا «ياغیستان» شوه. انګریزانو په دې سیمه د (یاغیستان، No Go Area ، علاقه غیر) او نور نومونه کېښول، له ښوونځي و پوهنځي یې لرې وساتل، محروم، وږي او له دونیا بېخبره. وروسته یې استخباراتي مدرسې په کې جوړې کړې او د سړې جګړې په کلونو کې یې له باروتو، وسلو او وحشت څخه مالامال کړه.پوره یوسلو څو کاله روسته خلک پوه شول، چې دا سیمه ولې داسې ساتل شوې وه؟
د سړې جګړې (اټومي فضلات) باید دلته ځای پرځای شوي وای. ټول پنجابیان، عرب، تاجیک، چیچینیان،تورکتوکمي (دمنځنۍاسیا یاغیان)، چینايي ایغور او پاکیستاني افراطي انسانوژونکي یې همدلته راټول کړل، چې خپل سیمهییز سیالان پرې وداړي یا لږ ترلږه پرې ویې ویروئ.
پاکیستاني پوځ په تېرو شلو کلونو کې پاکیستاني ولس ته د ډېرو اقتصادي- حیثیتي زیانونو په اړولو له دغه پلان څخه ستراتيژيکه ګټه پورته کړه. دوی نه یوازې ټوله قبایلي سیمه لاندې کړه، بلکې افغانستان یې هم راوپرځاوه او بیا یې دغه ډلې په کې ځای پرځای کړې، چې اوس سیمه او نړۍ ترې اندېښمنه ده.
په تېرو شلو کلونو کې قبایلي سیمې او بلوچستان تر داسې تاریخي تاوتریخوالي لاندې راغلل، چې تاریخ یې ساری لیدلی نه دی. په زرګونو پښتانه و بلوڅان ووژل شول. په لسګونو زره ورک و بېځایه کړای شول. کلي و بازارونه یې ویجاړ شول او درې نسله یې له عصري پوهنو لرې، متشدد او وسله پر غاړه رالوی شول.

په قبایلي سیمو کې د پښتونژغورنې غورځنګ وځپل شو، مشران یې جیلونو ته وغورځېدل او د بلوڅ مېرمنو پرلت یې همدا نن په وچ زور پای ته ورساوه.
ماهرنګ بلوڅ د بلوڅ مېرمنو یو لوی لښکر راخوځولوی و، چې د خپلو ورکو وروڼو، بچیانو، خاوندانو او عزیزانو پوښتنه وکړي.پوځیانو دغه ښځینه مدني لښکر بد بد وځاپه. ډېرې بلوڅې مېرمنې ووهل شوې، ماهرنګ ونیول شوه او تر ډېر ربړ و ځور روسته یې بېرته تش لاس بلوچستان ته رخصت کړې. بېرته په بلوچستان کې د ماهرنګ بلوچ عظیم او بېساري هرکلي وښوده، چې بلوڅ ولس درېدلی دی او ښايي نور یې هېڅ ځواک پرځای کېناستلو ته اړ نه کړای شي.

ان که د سیمې دوه هېوادونه یې د ترهګرو د ځپلو په نامه د ښځو او ماشومانو د وژلو او بمبارولو زرګري ډرامه هم جوړه کړي.
د بلوڅ ولس یوه برتري دا ده، چې د استخبارتي مدرسو زهر یې بدن ته نه دي ورننوتلي. هغوی د شیخ ادریس شاګردان نه لري. هغه شیخ ادریس، چې په پاکیستان کې ټاکنې فرض عین ګڼي، رایه اچول عبادت شماري او هغوی چې فضلرحمان ملا ته رایه ورکوي، د ده په ژبه په حوض کوثر کې به له پیغمبرانو سره یوځای ناست وي.
خو همدا شیخ ادریس خوشاله دی، چې افغانستان په یوه لویه مدرسه بدل شوی، په افغانستان کې رایه ورکول کفر او انتخابات شرک دي.
د نوې لویې لوبې درېواړه څپې مخامخ پر افغانستان، قبایلي پښتنو او بلوڅانو راڅرخي:
۱- د یوکراین د جګړې په درشل کې افغانستان سقوط کړای شو.
۲- له چین سره په سیالۍ کې د سيپيک پرلار پراته پښتانه او بلوڅان پر سره اور کېنول شوي، هره ورځ بمونه دي او وژنې. له ګوادر رانیولې تر واخان پورې د بلوڅ او پښتانه خاوره په دوزخ اوښتې، په پنجاب و سند کې کراره کراري ده او ښځې یې په جوماتونو کې بربنډې ناڅي. خو پښتون څڼور په پښتون خاصهدار وژني او بېرته بیا پښتون څڼور ته بمونه ورتړي، چې پښتنو پولیسو کولمې باد کړي.
پاکیستاني پوځمشر په ښکاره نارې وهي، چې تر یوه اصیل پاکیستاني (پنجابي) څخه به ټول افغانان و بلوڅان ځار کړي.
۳- د منځني ختیځ او حماس د جګړېتاو هم د دواړو هېوادونو په یوه پټه لوبه کې د بلوڅو له وژلو وخوت.
د ۲۰۰۱ – ۲۰۲۱ کلونو وزیرستان اوس ډېر پراخ شوی دی، ټول افغانستان، ټوله پښتونخوا او ټول بلوچستان په یاغیستان بدل کړای شوي دي. هیڅوک نه پوهیږي، چې څوک د چا لپاره جنګیږي؟ یا جنګول کیږي؟ هيڅوک نه پوهیږي، چې څوک ولې وژل کیږي؟هیڅوک خبر نه دي، چې کومې پوځي ترهګرې ډلې د چا په حکم چا ته بمونه ږدي او هیڅوک نه پوهیږي، چې په دې لویه جغرافیه کې دومره پرېمانه وسلې، مهمات، د جګړې لګښتونه، بمونه و موټر بمونه له کومه راځي؟ څوک یې ورکوي؟ او ولې یې ورکوي؟
په دې جغرافیه کې خلک ډوډۍ نه لري، د ولږې و وزګارۍ چیغې اسمان ته پورته دي، نه ښوونځي شته، نه فابریکه و کرنه، خو وسلې پرېمانه دي، ګولۍ شته او د بمونو او باروتو کمی نهشته. امریکايي، روسي او چینايي وسلې دي، چې خلاصېدن نه لري.
پښتانه و بلوڅ یې مخامخ دوښمنان اعلان کړي، نورو قومونو ته یې ترهګرې ډلې له باروتو ور ډکې کړې دي. د شیعه و سني جګړه توده ده. هزاره افغانان په داعش وژني او بیا یې له نورو افغان قومونو سره دوښمنۍ ته هڅوي. تاجیک افراطیون یې د کرمان تر چاودنو ورسول، کیسه همداسې روانه ده.
که افغانان یو د بل په ایمان تللو او تکفیر بوخت نه وای او له بلوڅانو سره یې ستراتيژیک تړون و ملاتړ کړی وای، بلوڅو په خپل سرمچار پاڅون دا ټوله سیمه د انګریزي سرطان له دغې دانې څخه پاکولای شوه.
هی ارمان، چې داسې به ونه شي.
ځکه موږ ته پرېکړې او فتواوې له شیخ ادریس څخه راځي او شیخ ادریس د دین چاړه په لاس کې نیولې، ځان ته مڼې پرې سپینوي او موږ ته یې په خېټه رامنډي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریات په پوره امانتدارۍ خپروي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

په کراچۍ کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند ځايي مشران وايي، چې پولیسو د دغه ګوند ۲۵ غړي نیولي او د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ورته خنډونه جوړوي؛ خو پولیسو ویلي، چې دغو کسانو پر پولیسو د تیږو ګوزارونه کړي دي.
په کراچۍ کې د تحریک انصاف ګوند ځايي مشرې زهرا ندیم په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د پاکستان پولیس یې د کمپاین مخه نیسي او د نورو ګوندونو نوماندانو ته د کمپاین اجازه ورکوي.
نوموړې زیاته کړې ده، چې یو شمېر نوماندان په دولتي بودیجه خپل کمپاین کوي او له ټولو دولتي امکاناتو څخه استفاده کوي؛ خو پولیس د دوی د چارو مخنیوی کوي او ۲۵ غړی یې بندیان کړي دي.
د مېرمن ندیم په خبره، چې دوی نن دوشنبه له پولیسو څخه په کراچۍ کې د یوه سوله ییز لاریون لپاره مخکې له مخکې د پولیسو اجازه هم اخیستې وه؛ خو پولیسو د دوی ۲۵ ملګري د لاریون پر مهال نیولي دي.
د ځايي خبریال محمد عارف بلوچ په وینا، چې په لاریون کې د پولیسو او لاریونوالو تر منځ اخ و ډب رامنځته شوی او له هغې وروسته پولیسو دغه کسان نیولي دي.
په ورته وخت کې د کراچۍ پولیسو اعلان کړی، چې د تحریک انصاف ګوند په لاریون کې یې هغه کسان نیولي، چې پر پولیسو یې کاڼي ورول.
پولیسو ویلي، چې د لاریونوالو په ګوزارونو کې لس پولیس زخمیان شوي دي.
له دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سرپرست مشر ویلي وو، چې په ټاکنو د دوی له ګوند سره د مور او مېرې سلوک کیږي.
د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان دا مهال په زندان کې دی او په ټاکنو کې له ګډون څخه منع شوی دی.

د روسیې د ټاکنو مرکزي کمېسیون د دوشنبې په ورځ د دې هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند په توګه د ولادیمیر پوتین د نوم لیکنې اعلان وکړ.
ټاکل شوې ده، چې د دې هېواد ولسمشریزې ټاکنې په راتلونکې مارچ میاشت کې ترسره شي.
د یاد کمېسیون چارواکو ویلي، چې د ولادیمیر پوتین د ټاکنیزو کمپیانونو دفتر د نوموړي د بیا ټاکل کېدو لپاره توانیدلی، چې ۳۱۵ زره لاسلیکونه را ټول کړي.
د روسیې د ټاکنو د قوانینو پربنسټ؛ هر هغه کس چې غواړي د دې هېواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړي، باید د خپلې نوماندۍ لپاره لږ تر لږه ۳۰۰ زره لاسلیکونه راټول کړي.
ولادیمیر پوتین د ولسمشریزو ټاکنو څلورم نوماند دی، چې په راتلونکو ټاکنو کې یې د برخې اخېستو لپاره د روسیې د ټاکنو د مرکزي کمېسیون رسمي سند تر لاسه کړی دی.
ښاغلی پوتین له ۱۹۹۹ کال څخه تر اوسه پورې د روسیې د ولسمشر او لومړي وزیر په توګه پاتې شوی؛ خو په دوامداره توګه ولسمشري یې له ۲۰۱۲ کال څخه تر اوسه روانه ده.
د یادولو ده، چې پوتین د ۲۰۱۸ کال د ټاکنو له ګټلو دوه کاله وروسته د دغه هېواد اساسي قانون بدل کړ، چې له مخې یې کولی شي تر ۲۰۳۶ کاله پورې د ولسمشر په توګه پاتې شي.
