تاسو سره به حتمي دا پوښتنه وي، چې ولې د خواجه خوردک کوڅه د خرابات په نوم یاده شوه؟ او ولې ورته خرابات وايي؟
د عرفان له لحاظه هغه څوک چې غواړي په اصولو برابر او د خدای په لاره کې سم شي؛ نو له دې امله چې د خپل نفس سرکشي کابو کړي او خپلې دنيايي غوښتنې کابو کړي؛ نو په دې لاره روانېږي او په دې لاره داسې ځي چې نور خلک پرې پوه نه شي چې دا صوفي دی او دا شيخ دی.
خرابات کوڅې ته خلک په څو سببونو ورتلل، يو سبب دا و، چې دلته يو ډېر لوی صوفي د خواجه خوردک په نوم اوسېده، په همدې کوڅه کې یې خلوتخانه وه او نور صوفيان به هم ورته راتلل او دلته به يې د خدای عبادت کاوه، بل دا چې کله امير شېرعلي خان له هند څخه هنرمندان راوغوښتل هغوی په همدې کوڅه کې دېره شول.
خرابات په لغت کې خراب شوي، يا ډېره بې بندوباري چې يو څوک بې ځايه لګښت کوي، د وران شوي ځای معنا هم ورکوي او ملګرو د تاوان يا لګښت کولو په معنا هم راځي؛ مګر تصوفي او عرفاني اصطلاحي تعریف یې بیا د عارف یا صوفي د مینې هغه اوج دی، چې د خپل محبوب په مینه کې یې هر څه بایللي وي.
د خرابات په کوڅه کې د موسیقۍ د زده کړې تر څنګ د موسیقۍ د الاتو د جوړولو کار ځای هم و او ګڼو استادانو پکې د رباب، سېتار او تبلې تر څنګ د موسیقۍ الات تولیدول او ترمیمول.
پخوا د خرابات د کوڅې په هر کور کې د موسيقۍ يو کورس و؛ مګر اوس دوکانونه پکې اباد شوي دي، اکثره هنرمندان یې له دغې سیمې کډه شوي دي او یوه لویه برخه موسیقارانو یې وطن پرېښی.
له ما سره دا پوښتنه پېدا شوه چې د دې کوڅې اصلي اوسیدونکي څوک وو؟
دا پوښتنه راته هغه وخت سلطان هماهنګ د خپل نسب د لړۍ په ویلو ډېره ښه ځواب کړه: "سلطان احمد ولد حاجي غلام محمد، ولد طلا محمد، ولد لعل محمد، ولد کاکه، ولد سلطان محمد، مشر نيکه سلطان محمد، هغه له اوسني پاکستان له خاورې څخه د موسيقۍ له يوې ډلې سره چې د استاد سر اهنګ پلار د استاد رحيم بخش نيکه او ځينې نور کسان وو دلته راغلی و، چې بيا د وخت حکومت دلته کورونه ورکړل.
انقلاب يو سېلاب وي چې راشي جومات او خرابات نه ګوري، هرڅه وړي او دغه انقلاب چې دلته راغی خرابات هم ورسره خراب شو، په ټوله معنا خراب شو چې ابادي يې لا نه ده شروع شوې.
په اوسني دور کې د خرابات د کوڅې یوازې نوم پاتې دی، هلته د موسیقۍ او هنر نوم اخیستل هم ګناه او تکرار یې جرم دی، اکثره هنرمندان یې له وطنه کډوال شوي او پاتې د ګوتو په شمېر هنرمندانو یې له موسیقۍ او هنر سره خدای په اماني کړې ده.
د هغه په خبره ځايي طالب مسوولين يې نه حق ورکوي او نه یې د ستونزو غږ اوري.
هغه زیاته کړه: «موسسې تخم نه دی راکړی، ولسوال، رييس او ملک د هیچا نه يو په ياد، د بزګر په نوم مرستې په خپلو کې تقسيموي.»
علي احمد او شېر محمد بيا د ژړۍ په ولسوالۍ کې باغ او ځمکې لري.
دوی هم د تخمونو، د ښه حاصلاتو لپاره د خاص کود، زراعتي درملو او اوبو د کمبود د ستونزو سره مخ دي او د پاملرنې غوښتنه کوي.
دوی زياتوي: « اوبه نه شته، برمې کافي اوبه نه راکوي، سږ کال غنمو مرض کړی او د بازار دوا چې ډېره قیمت هم ده کار نه کوي، حکومت باید زموږ حق را ورسوي.»
د کندهار د ډنډ او ژړۍ ولسوالۍ طالب ولسوالانو کروندګرو ته د حق نه ورکولو په اړه د خبرو کولو ډډه وکړه.
بل لوري بيا د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د کروندګرو او باغ لروونکو دغه ستونزې د هېواد په سطحه بولي او وايي، چي د حل لپاره يې د وزرات سره ګډ کار کوي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست مطبوعاتي دفتر وويل: « موږ کوښښ کړی، چې د مرستو په برخه کې حق و حقدار ته ورسيږي، په شاولي کوټ ولسوالۍ کې مو درې د اوبو کوچني بندونه جوړ کړي او پلان لرو، چې ډېر ژر د اوبو دوه نور بندونه هم جوړ کړو، چې د وچوبي مخه ونيسو.»