• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان لوی درستیز: په پاکستان کې هیچا ته د سیاست په نوم د تشدد اجازه نه ور کوو

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۶ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له لوړ رتبه قوماندانو سره په ناسته کې ويلي، چې په پاکستان کې به هیچا ته د سیاست په نوم د تشدد اجازه ور نه کړي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي؛ په دغه غونډه کې د هند له خوا د پاکستاني وګړو د په نښه کولو او پر وړاندې پر اقداماتو هم بحث وشو.

د پوځ د نننۍ اعلامیې له مخې، هند له نړۍ،الو قوانینو په ښکاره ډول سرغړونه کوي او د هند اصلي “څېره” باید نړۍوالې ټولنې ته په ډاګه شي.

د پوځ مشر ویلي، چې د پاکستان ملي حاکمیت او ځمکنی تمامیت باید وساتل شي.

نوموړي ويلي، چې هند د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګوډ – ګوډ کې له دولتي ځواک څخه په استفادې خلک په نښه کوي او وژنې کوي.

د پاکستان د پوځ د تازه څرګندونو په اړه تر اوسه د هند حکومت غبرګون نه دی ښودلی.

خو تېره اونۍ یې د اسلام اباد دا تورونه رد کړل چې په پاکستان کې یې د خپلو جاسوسانو په مټ دوه پاکستانیان وژلي دي.

عاصم منیر په دغه غونډه کې دا هم ویلي، چې په راتلونکو ټاکنو کې به هیچا ته د تشدد او د ټاکنو د سبوتاژ کولو حق ورنه کړي او دوی به یې په پوره ځواک مخه ونیسي.

په پاکستان کې د سیاستوال بیا اندېښنه ښيي، چې د پاکستان پوځ په ټاکنو کې مستقیمه لاسوهنه کوي.

د پاکستان د ټاکنو په بهیر کې د پاکستاني پوځ د مداخلې په اړه نه یوازې دا چې په ټيټه کچه اندېښنې موجودې دي؛ بلکې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان ګوند په تازه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت او پوځ یې د ټاکنیزو کمپاینونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

تازه په کراچۍ، لاهور او کوټه کې پولیسو د تحریک انصاف ګوند غړي نیولي دي.

د پاکستان ټاکنې اته ورځې وروسته کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا په باجوړ کې پارلمان ته نوماند ریحان زېب ووژل شو

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۹ GMT+۰

د پښتونخوا په باجوړ کې د قامي اسمبلۍ ټاکنو امیدروار ریحان زېب نن د وسلوالو په برید کې ووژل او درې ملګري یې ټپیان شول. رېحان زېب په غریبه کورنۍ کې زېږېدلي او د تحریک انصاف ګوند د ځوانانو څانګې سره په یو ځایېدو په مشهور او فعال ځوان مشهور شو.

ریحان زېب نن د باجوړ ټانک ته د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو لپاره روان و چې وسلوالو برید پرې وکړ.

تر اوسه کومې ډلې پر نوموړي د برید مسوولیت نه دی منلی.

ځايي رسنۍ د پولیسو په حواله وايي، په برید کې ریحان او درې ملګري یې ټپیان شوي و، خو ریحان وروسته روغتون کې مړ شو.

په پېښور کې د افغانستان انټرنشنل- پښتو خبریال رفعت الله اورکزی وايي، ریحان زېب د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د ځوانانو غړی و، ځو ټاکنو ته خپلواک ولاړ و او دې ګوند هم ټکټ نه و ور کړی.

د هغه په خبره، ریحان زېب کومه سیاسي یا شتمنه کورنۍ پورې تړلی نه ده، خو تېرو ۱۵ کلونو کې ټولنیز فعالیت سره په خپله وړتیا وښوده او ځان یې تر نوماندۍ ورساوه.

د پاکستان ټولټاکنې اته ورځې وروسته دي چې پکې د دغه هېواد پارلمان یا قامي اسمبلۍ او صوبايي پارلمان ته غړي ټاکل کېږي.

د پاکستان امنیتي ادارې په مچ کې د ۱۱ وسلوالو د وژلو خبره کوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۰ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي، د دې صوبې په مچ کې یې په چاڼیزو عملیاتو کې یوولس وسلوال ووژل. دا اداره وايي، له وسلوالو یې ۷ یرغمل وګړي هم خوندي ژغورلي او هم یې وسلې او مهمات نیولي دي.

دې امنیتي ادارې نن خپل اېکس کې د امنیتي ځواکونو د وروستۍ مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي، خو پرون د پاکستان پوځ ویلي و چې څلور امنیتي سرتېري او دوه ولسي وګړي وژل شوي دی.

پوځ په دغه برید کې د دریو ځانمرګو په ګډون د نهو وسلوالو د وژلو خبر هم ور کړی و.

د بلوڅ ازادۍ جبهې دا برید د دوشنبې په شپه په مچ او کولپور کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په درنو چاودنو سره پیل او د سې شنبې تر سهار روان و.

که څه هم د پاکستان پوځ د دې برید د ژر ختمېدو او د وسلوالو د په شا تمبولو خبره کوي، خو له سیمې رپوټونه وايي چې لا هم هلته ژوند عادي نه دی.

د ځايي خلکو په خبره، ښار پرون هم بند و او نن هم هلته د ټرانسپورټ په ګډون نور کاروبار تړلی دی.

ځايي خک دا هم وايي چې د پوځ او وسلوالو په جګړه کې ښار او استوګنځي هم زیانمن شوي دی.

بلوڅ ازادۍ جبهې د برید پیلولو سره پر ښار د خپلې ولکې او پنځوسو امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم وکړه.

مچ د بلوچستان د بولان درې یوه ناامنه سیمه ګڼل کېږي، چې پکې له نږدې شلو کلونو راهیسې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي.

د طالبانو کډوالو وزارت:له پاکسان او ایرانه له زرو ډیر افغان کډوال هېواد ته راستانه کړل شوي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۵۱ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي له پاکستان او ایران څخه تر زرو زیات افغان کډوال افغانستان ته راستانه کړل شوي. د دغو کډوالو په ډله کې چې۳۲ بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې د اسلام کلا، تورخم او سپین بولدک له لارو هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (سلواغي۱۱مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې، له ایرانه ۱۱۵۹ تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه هیواد ته راستانه کړل شوي.

له ایرانه په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۳۲ بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو چې، د کډوالو وزارت د کارکوونکو له لوري (وارچایلډ) یا د جګړې ماشومانو ادارې ته سپارل شوي.

دغه وزارت ویلي، په دغو کډوالو کې کورنۍ هم شته چې د هرات د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.

د کډوالو چارو وزارت وايي، د یادو کډوالو له ډلې ۴۴۸ تنه یې اړمن پيژندل شوي چې د خوراکي توکو تر څنګ ورسره نغدي مرستې هم شوې دي.

همدارنګه د کډوالو چارو وزارت وايي چې د سې شنبې په ورځ ۲۷۶ تنه افغان کډوال د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین بولدک له لارو په جبري ډول هیواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې، له پاکستانه په جبري ډول تازه راستانه کړل شوي افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي شورا ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پيژندلي دي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت له لوري د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر میاشت کې له دغه هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شوې چې، هره ورځ سلګونه افغان کډوال له دغه هېواده په جبري ډول افغانستان ته شړل کیږي.

د اروپا مرکزي بانک: که چېرې ټرمپ بیا ولسمشر شي اروپا باید د هغه «سختو پرېکړو» ته چمتو شي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۸ GMT+۰

د اروپا د مرکزي بانک مشره کریسټین لاګارډ وایي؛ که چیرې ډونالډ ټرمپ بیا سپینې ماڼۍ ته راستنیږي، اروپا باید خپل اقتصاد ته د احتمالي ګواښونو لپاره په خپلو صادراتو باندې د متحده ایالاتو د نوې تعرفې په شمول چمتوالی ونیسي.

اغلې لاګارډ د دوشنبې په ورځ له سي ان ان خبري شبکې سره په ځانګړې مرکه کې وویل: «که تاسو هغه کلونه چې ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو ولسمشر و وګورئ، هلته حتماً ځینې ګواښونه او مسالې شته چې اروپایان باید ورته چمتوالی ولري.»

هغې زیاته کړه: «راځئ چې د احتمالي تعرفو او ستختو پرېکړو لپاره چې د تمې خلاف دي ځان چمتو کړو. راځئ چې په کور دننه پیاوړي واوسو.»

لاګارډ د اروپايي اتحادیې وروستۍ چارواکې ده، چې درک کوي د ټرمپ دویم ځل ولسمشر کېدل د اروپایي اتحادیې د ۱۶ ټریلیون ډالرو اقتصاد لپاره څه معنا لري، کوم چې د متحده ایالاتو سره په سودا ګرۍ خورا تکیه لري.

د ټرانس اتلانتیک اړیکې د ټرمپ د لومړۍ دورې په لړ کې د واشنګټن او بروکسل تر منځ د سوداګریزې مقابلې له امله خړې پړې شوې، چې په پایله کې یې متحده ایالاتو د اروپایي اتحادیې په فولادو او المونیم باندې تعرفې وضع کړې. اروپایي اتحادیې په ځواب کې د ویسکي، موټر سایکلونو او ډینم په شمول متحده ایالاتو ته د ۳ بلیونو ډالرو په ارزښت د محصولاتو تعرفه ورکړه.

متحده ایالات د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پانګونې تر ټولو لویه سرچینه ده. د متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې تر منځ د توکو او خدماتو سوداګري په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۱.۳ ټریلیونه ډالرو ته ورسېده، چې دا د رسمي شمېرو له مخې په نړۍ کې تر ټولو ستره دوه اړخیزه سوداګري او پانګونه ده.

مېرمن لاګارډ وایي؛ د ټرمپ د دویمې دورې د چمتوالي لپاره غوره لار دا ده، چې اروپا باید خپل واحد بازار پیاوړی کړي، کوم چې په ۲۷ هېوادونو کې د توکو، خدماتو خلکو او پانګي وړیا حرکت تضمینوي.

هغې زیاته کړه، چې د اروپایي اتحادیې مالي بازارونو ادغام کول د کوچنیو شرکتونو مالیه د نوښت اسانتیا او هڅولو لپاره پورته کوي. هغې د بلاک غړو هېوادونو کې د مساوي مسلکي وړتیاو د پېژندلو غوښتنه هم وکړه.

مېرمن لاګارد د روانې میاشتې په پیل کې د فرانسوي ټلویزیوني چینل فرانس ۲ سره په مرکه کې وویل: «د ټرمپ د لومرې دورې پالیسیو ته په کتو د هغه دویم ځل ټاکل کیدل د اروپا لپاره په ښکاره ډول یو ګواښ دی.

لاګارد له دې ټلویزیونې شبکې سره په مرکه کې زیاته کړه: « که تاسو یوازې ګمرکي تعرفو، د ناټو د خدمت کولو ژمنو او د اقلیم بدلون سره مبارزې ته وګورئ، په تېر وخت کې یوازې همدې درې برخو کې د امریکا ګټې د اروپا له ګټو سره سمون نه درلود.»

د سوډان او جنوبي سوډان ترمنځ په جنجالي سیمه کې د شخړو له امله ۵۴ کسان وژل شوي دي

۱۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د سوډان او جنوبي سوډان تر منځ جنجالي سیمه ابي کې د سیالو قبیلو تر منځ په وسله واله نښته کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي دي. ملګري ملتونه وايي؛ په وژل شویو کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت دوه کارکوونکي هم شامل دي.

په وژل شویو کسانو کې یو پاکستانی او یو ګانایي هم شامل دي او د سوله ساتو ځواکونو څلور منسوبین هم ټپیان شوی دی.

د راپورونو له مخې؛ په ابي کې د مرستندویه فعالیتونو په ترڅ کې د سوله ساتو ماموریت پرسونل تر برید لاندې راغلی.

د جنوبي سوډان ابي په ۲۰۱۱ کال کې د جنوبي سوډان له خپلواکۍ راهیسې یوه جنجالي سرحدي سیمه ده.

په دغه سیمه کې یو شمېر سوله ساتي ځواکونه موجود دی، چې پاکستان هم د دغو سوله ساتو ځواکونو برخه ده.​