طالبان وايي ۱۳ دولتي شرکتونه یې بېرته فعال کړي دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۲

د طالبانو د ریس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، چې دې ډلې په تېرو دوو کلونو کې له کار لوېدلي ۱۳شرکتونه فعال کړي دي.

د ملا برادر په مشرۍ دغه دفتر ویلي، چې له دغو شرکتونو یې یوازې تېرو نهو میاشتو کې نږدې ۹ میلیاره افغانۍ عاید تر لاسه کړی دی.

دغه دفتر نن په خپل اېکس کې زیاتوي؛ د هلمند بوست پنبه او نباتي غوړي، ارزاق، د افغانستان نفت او ګاز، د بلخ پنبه او نباتي غوړي، د کندوز سپین زر، ملي بس، افغان کارټ، مرکزي سېلو، بلخ سېلو، پلخمري نساجي، کندهار پشمي نساجي، د لاسي صنایعو پراختیا او افغان طیور هغه شرکتونه دي چې دوی فعال کړي دی.

طالبان وايي، چې دا شرکتونه؛ پنبه، غوړي، ټوکر، صابون، کاغذي دسمال، نظامي یونیفورم او بېلا بېل نور کورني توکي تولیدوي او خدمات وړاندې کوي.

د طالبانو په خبره؛ د دې شرکتونو د تولید او خدماتو له مخې د دوی بودیجې ته د نږدې ۹ میلیارده افغانۍ عواید پر زیاتېدو سربېره شاوخوا ۳۸ زره افغانانو ته مستقیم او لس زره نورو ته غیر مستقیم کار پېدا شوی دی.

طالبانو څلور ورځې مخکې په بغلان کې د شکرې یا قند فابریکې د فعالولو خبر هم ور کړ؛ خو په دې راپور کې یې یادونه نه ده شوې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ