• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران ولسمشر وايي هیواد به یې جګړه پیل نه کړي خو زورور ته به ځواب ور کړي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۷ GMT+۰

یوه ورځ وروسته له هغه چې امریکا په عراق او سوریه کې د ایران پر مرکزونو د بریدونو د پلانولو اعلان وکړ، د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د جمعې په ورځ ویلي، چې هیواد به یې جګړه پیل نه کړي، خو هر هغه چا ته به «سخت ځواب ورکړي» چې له دوی سره له زوره کار اخلي.

په روانه اونۍ کې په دې اړه پوښتنې زیاتې شوې چې واشنګټن به په اردن کې د یوې ایراني پلوه ډلې له خوا د دوی پر اډه برید کې د درې امریکایي سرتیري د ووژل کیدو غچ په څه ډول له ایران څخه واخلي.

سي بي ایس نیوز ټلویزیون، د امریکايي چارواکو له قوله د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې امریکا په عراق او سوریه کې د ایراني پرسونل او تاسیساتو په ګډون پر څو موخو د څو ورځنیو بریدونو پلان نهايي کړی دی.‌

د ایران ولسمشر رییسي په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي: «موږ به هېڅ جګړه پیل نه کړو، خو که څوک وغواړي چې زموږ سره له زوره کار واخلي، سخت ځواب به ورکړو.»

رسیسي زیاته کړې: «پخوا چې کله دوی (امریکایانو) غوښتل له موږ سره خبرې وکړي، ویل به یې چې پوځي انتخاب هم یوه شونتیا ده، اوس وايي چې له ایران سره د جګړې نیت نه لري.»

څلورو امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د امریکا ارزونو ښودلې چې هغه بې پیلوټې الوتکې چې د درې امریکايي پوځیان یې وژلي او تر ۴۰ ډېر نور یې ټپیان کړي، د ایران له خوا جوړه شوې ده.

پر اسراییل د حماس د تېر اکتوبر د ۷ له برید او د تل ابیب په ځوابي یرغل پسې منځني ختیځ کې ایران ملاتړو ډلو هم د اسراییل او امریکا پر اهدافو وخت ناوخت بریدونه کړي دي.

په مقابل کې امریکا او اسراییل هم په عراق او سوریه کې د ایران ملاتړو وسلوالو پر مرکزونو بریدونه کړي او یوه برید کې د ایران د سپاه پاسداران څلور قوماندانان هم ووژل شول.

ایران نن هم منلې چې په سوریه کې یې یو پوځي سلاکار د اسراییل برید کې وژل شوی دی.

دا پېښه یوه ورځ له هغه وروسته ده چې باوري سرچینو روټیرز ته پرون ویلي و، ایران د سپاه پاسدارن ځینې مهم قوماندانان له سوریې اېستلي دي.

د راپورونو له مخې، په تېرو ۴۰ ورځو کې د ایران د سپاه پاسدران شپږ سلاکاران په سوریه کې وژل شوي دي.


ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ په بلوچستان کې د ۲۴ وسلوالو د وژلو خبر ور کړ

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۶ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، په دریو ورځو کې یې بلوچستان کې ۲۴ وسلوال وژلي او مقابل کې د دوی ۴ سرتېري او ۲ ولسي وګړي هم وژل شوي دي. پوځ نن زیاتوي، ۲۴ وژل شویو کې د مچ او کولپور د حملو ځانمرګي او بریدګر هم شامل دي، ور پسې مرګ ژوبله هم له هغه وروسته چاڼیزو عملیاتو کې وسلوالو ته اوښتې ده.

بلوڅ ازادۍ جبهې تېره دوشنبه دغه برید وکړ چې د سې شنبې تر سهار روان و او ۵۰ پاکستاني سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوله.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې تېره چارشنبه وویل، په هغه برید کې یې ۱۱ وسلوال وژلي دي.

پوځ هغه مهال په دغو عملیاتو کې د څلورو پوځیانو او دوو ولسي وګړو د وژل کېدو خبره کړې وه.

د پاکستان د ټاکنو په درشل کې امنیتی ځواکونه په سرحدي سیمو کې د وسلوالو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره تیارسي دي.

د ټاکنو کمېسون د مهالوېش له مخې شپږ ورځې وروسته د پاکستان ټاکنې کېږي.

اوکراین د اداري فساد د څیړنو په لړ کې د یو جګپوړي چارواکي دنده ځنډولې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د اوکراین دفاع وزیر رستم عمروف د یو جګپوړی چارواکي دنده په داسې حال ځنډولې چې حکومت د وسلو د اخیستو په برخه کې د شکمن فساد په اړه څیړنې کوي.‌ ښاغلي عمروف تیر کال له فساده د دفاع وزارت د پاکولو د ژمنې په اساس، د دغه وزارت مسوولیت ترلاسه کړ.

هغه مهال د اوکراین لودیځو شریکانو دغه هیواد ته د روسیې د ۲۰۲۲ کال له تیري سره د مقابلې لپاره د لا ډیرو پوځي مرستو لېږلو کې اندېښنې درلودې.

د اورکراین دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «توماس نخکور، چې د دفاع وزارت د تخنیکي پالیسۍ او د وسلو د پراختیا د څانګې مشر و، وروسته له هغه یې دنده وځنډول شوه چې په یوه نامعلومه جنایي قضیه کې د رسمي شکمن په توګه وپیژندل شو.»

د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې، تیره اونۍ ویلي و، چې دوی د اوسنيو او پخوانیو چارواکو او سوداګرو لخوا د ۴۰ میلیونه ډالرو د اختلاس یوه قضیه ترلاسه کړې.

د دې ادارې په خبره، په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې له یرغل څو میاشتې وروسته ځینو شرکتونو ته د توپ مرمیو د اخیستو لپاره پیسې ورکړل شوې، خو دغه مرمۍ اخیستل شوې نه دي.‌

دغې ادارې په دې قضیه کې د شکمنو کسانو نومونه نه و اخیستي، خو اوکراینې رسنیو بیا ویلي و، چې توماس نخکور په دغه قضیه کې د ښکیلو کسانو له ډلې یو دی.

د اوکراین د دفاع پخواني وزیر هم د فساد د تورونو له امله له دندې ګوښه شوی و، سره له دې چې هغه د اوکراین د لودیځو متحدینو سره نږدې اړیکې درلودې.

اوکراین کې د فساد دا نوې قضیه په داسې مهال ده، چې د امریکا جمهوریپالو دغه هېواد ته د نورو وسلو د ور کولو لپاره د جو بایډن غوښتنه نه ده منلې.

په یوه بې ساري اقدام کې امریکا پر توندلارو اسراییلیانو بندیز ولګاوه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۴ GMT+۰

په یوه بې ساري اقدام کې، متحده ایالاتو په لویدیځه غاړه کې پر هغو توندلارو اسراییلیانو بندیز ولګاوه چې له فلسطینیانو سره په تاوتریخوالي تورن دي. جو بایډن په اجرایوي فرمان کې لیکلي چې په لویدیځه غاړه کې د ځینو میشتو کسانو کړنې "د متحده ایالاتو ملي امنیت ته ګواښ دی."

د امريکا ولسمشر په خپل فرمان کې څرګنده کړې، چې په لويديځه غاړه کې د ځينې اسراییلي مېنو د اوسېدونکو کړنې د اسراییل او فلسطين د دوو دولتونو د جوړولو د حل په ګډون د امريکا د بهرنۍ تګلارې موخې له خطر سره مخامخ کوي او په دې توګه "د متحده ایالاتو ملي امنیت ته یو ګواښ" استازیتوب کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ د اسرایلي ښارګوټو د همدې اوسېدونکو په هکله چې په لویدیځه غاړه کې یې پر فلسطنیانو بریدونه کول، وویل، دغه کسان باید ځواب ویونکي شي او تاوتریخوالی باید ودرول شي.

د عقرب په میاشت کې، بایډن په واشنګټن پوسټ کې په یوه مقاله کې د اسراییل او فلسطیني سیمو دواړو غاړو په ځانګړې توګه د لویدیځې غاړې او غزې تړانګې افراطیانو ته خبرداری ورکړ.

په هغه وخت کې، د متحده ایالاتو ولسمشر ګواښ وکړ چې " هغوافراطیانو ته به چې په لویدیځه غاړه کې پر ملکي وګړو بریدونه کوي د ویزو په ورکولو بندیز ولګوي".

هغه لیکلي چې په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر ضد باید سخت تاوتریخوالی ودرول شي او له هغو کسانو سره باید حساب وشي چې دا تاوتریخوالی کوي.
​

تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پنجاب کې د سیخ و برېښ ناروغۍ له امله ۷ نور ماشومان مړه شوي دي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۱ GMT+۰

د پنجاب د روغتیا وزارت په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغې صوبه کې د سیخ و برېښ ناروغۍ ۷۹۲ نوې پېښې راپور شوې، چې یوازې په لاهور کې ۱۹۱ ماشومانو کې د سیخ و برېښ ناروغۍ پخلی شوی.

دغه وزارت وایي، چې په پنجاب کې روان کال د سيخ و برېښ ۱۸ زره ۸۰۴ پېښې راپور شوې دي چې پکې ۳۰۳ کسان مړه شوي دي او لاهم دغه ناروغي د خپرېدو په حال کې ده.

د جنورۍ په میاشت کې په پنجاب کې په سیخ و برېښ د اخته ماشومانو شمېر ۱۸ زره ۴۰ ته ورسېد، په داسې حال کې چې په دغې صوبه کې ۲۹۶ ماشومان ترې تر دې مهاله مړه شوي دي.

د پنجاب د واکسيناسيون د برخې مشر ډاکټر مختار وايي، په دې ورځو کې په پنجاب صوبه کې د سیخ و برېښ ناروغي په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د تېرو ۲۴ ساعتونو د مړو شویو ۳ پېښې په بهاولپور، ۲ په فیصل اباد، یوه په لاهور او یوه په ملتان کې ثبتې شوې دي.

ایلن ماسک په یوه حقوقي دعوه کې ۵۶ میلیارده ډالر له لاسه ورکړل

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۲۳:۰۷ GMT+۰

د ټیسلا د موټر جوړولو شرکت خاوند ایلن ماسک په دې اونۍ کې د امریکا په تاریخ کې یو له تر ټولو لوی حقوقي زیان سره مخامخ شو. هغه د ټیسلا د یو سهمدار ریچارډ تورینټا پر وړاندې په یوه حقوقي قضیه کې د ۵۶ میلیارد ډالرو زیان وکړ.

د ایلن ماسک خالصه پانګه شاخوه ۲۰۰ میلیارده ډالر ده.

ریچارډ تورینټا په ۲۰۱۸ کال کې، کله چې نوموړي د ټیسلا کمپنۍ ۹ فیصده شریک و، له ایلان مساک څخه شکایت وکړ.

نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې د ټیسلا کمپنۍ له خوا ایلان ماسک ته ۵۶ میلیارده ډالر د ورکړې په اړه له هغه قاضي ته شکایت کړی و.

د دغه شکایت قضیه په ۲۰۲۲ کال کې محکمې ته ولاړه او د سه شنبې په ورځ یو قاضيله ریچارډ تورناټا ملاتړ وکړ او د ټیسلا د کمپنۍ له خوا ایلن ماسک ته ۵۶ میلیارده ډالرو ورکړه یې ناعادلانه وبلله.

د ۵۶ میلیارد ډالرو د ورکړې دغه تړون تر دې وړاندې د امریکا په دلاور ایالت د یوې بلې محکمې له خوا هم رد شوی وو.

ایلن ماسک د ټيسلا کمپنۍ خاوند دی، خو د دغې کمپنۍ اسهام په ازاد بازار کې پلورل کیږي او د دغې کمپنۍ یوازې ۱۳ سلنه اسهام د ښاغلي ماسک ملکیت دی.

ویل کیږي چې ښاغلي ماسک د دغو ۵۶ میلیارد ډالرو تر لاسه کولو وروسته په د نړۍ تر ټولو بډایه کس پیژندل شوی و.‌