• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له تېر حکومته کابو ۱۸۰ میلیارده افغانۍ پورونه د خلکو تامینات او ضمانتونه پاتې دي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د حکومت ویاند وايي؛ د خلکو ۱۸۰ میلیارده افغانۍ پورونه، تامینات او مالي ضمانتونه پر تېر حکومت پاتې دي، چې طالبان یې ورکوي.

ذبیح الله مجاهد د دې ډلې د مالیې وزارت د ۱۴۰۲ کال د فعالیتونو د راپور په خپرولو سره ویلي، چې د دې پیسو لس سلنه به په راتلونکي مالي کال کې ورکړل شي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، هره میاشت د ۸۶ زره او ۹۸۱ ښځو په ګډون یو میلیون دولتي کارکوونکو ته میاشتنۍ تنخوا ورکول کېږي.
دغه طالب چارواکي همداراز ادعا وکړه، چې مالیې وزارت د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او ملاتړ په موخه د تېرو کلونو مالیاتي جرمونه هم معاف کړي دي.
د طالبانو ویاند لیکلي، چې د مالیې وزارت په ۱۴۰۲ مالي کال کې د ۱،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۷۸ عمراني پروژې پلې کړې دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې د مالیې وزارت د هېواد په ګمرکونو کې کاري وخت زیات کړی او د صنعتي سکټور درې میاشتني مالیات یې له څلور سلنې دوه سلنې ته راټیټه کړې ده.
د ذبیح الله مجاهد د خبرپاڼې له مخې، د کرنې، صنعتي او سوداګریزو برخو کې د قراردادونو اوه سلنه مالیه هم معاف شوې ده.
طالبان په داسې حال کې د پخواني حکومت د پورونو د ورکړې او د معالیاتو د معافیت خبر ورکوي، چې د دې ډلې ډیری مالي سرچینې لا هم روښانه نه دي.
په تېرو دوو کلونو کې دا ډله تل له بهرنیو مرستو څخه په ګټې اخیستنې تورنه شوې ده او د افغانستان د کانونو په زیاتې کیندنې یې هم لاس پورې کړی دی او د ساختماني پروژو لویه برخه د پیسو خوندي کولو لپاره پریښودل شوې ده.
طالبان د خپلو مالي سرچینو ډېره برخه د خپلو پوځي او استخباراتي ځواکونو په برخه لګوي او همداراز دغه ډله د خپل عاید یوه برخه د خپلې خوښې د دیني مدرسو په پراختیا هم لګوي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي