د طالبانو د لوړو چارو وزیر ملا ندیم څه موده د مخه ویلې وو; "هر که نان میدهد، فرمان هم میدهد." که د فرمان مساله وڅېړو، د سیګار په قول امریکا د طالبانو د راتګ نه وروسته ۲.۶ میلیارده ډالره افغانستان ته ورکړي دي.

اروپا، چین او نورو هېوادونو په ګډه د افغانستان سره درې سوه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

افغانستان ته د چین واردات او صادرات:

په دې توګه د چین ونډه په دې درې سوه میلیونو ډالرو کې ډېره کمه ده؛ ځکه په دغه درې سوه میلیونو ډالرو کې د اروپایي هېوادونو ونډه زیاته ده؛ خو په مقابل کې چین د افغانستان څخه زیاته ګټه د تجارت او د معدنونو په غیر قانوني قراردادونو کې کړې ده.

که محاسبه شي نو د چینایانو ګټه څو چنده د هغه مرستې څخه زیاته ده، چې د افغانستان سره یې کړې ده. یوازې په ۲۰۲۳ز کال کې چین افغانستان ته تقریبا ۱۱۸ میلیونه ډالره صادرات او د افغانستان څخه یې ۱۶.۱ میلیونه ډالره واردات درلودل. په ۲۰۲۳ز کال کې د چین او افغانستان د تجارت کسر، ۱۰۲ میلیونه ډالره دی.

په تېرو څو لسیزو کې د چینایانو همدا پالیسي وه، چې په افغانستان کې سرمایه ګذاري ونه کړی او په مقابل کې ډېر څه تر لاسه کړي.

که د افغانستان څخه د تېرو کلونو د وارداتو او صادراتو ګراف وکتل شي؛ نو چین په ۲۰۱۸ز کال کې ۶۶۸ میلیونه ډالره، په ۲۰۱۹ز کال کې ۶۰۰ میلیونه ډالره او په ۲۰۲۲ز کال کې ۵۵۳ میلیونه ډالره صادرات درلودل.

د دغه صادراتو ګټه څو چنده د هغه مرستو څخه زیاته وه، چې د افغانستان سره یې درلودله. همداشان د جمهوریت په وخت کې چینایانو د سرکونو پروژې د اروپا د اتحاديې د مرستو څخه اخستې وې، چې د کابل-جلال اباد د لارې جوړول یې یوه بیلګه وه، چې بې کیفیته سرک یې جوړ او د لویو لارو د تګ او راتګ له وجهې ډېر ژر بېرته خراب شو.

د چین مرستې:

په افغانستان کې د شوروي اتحاد سره د جګړې په دوران کې چینایانو کلاشینکوفونه او سکربیست توغندي مجاهدینو ته د پاکستان له لارې ورکول. چین د مجاهدینو په روزنه کې برخه درلوده؛ خو په مقابل کې یې د امریکا څخه نوې سلاوې تر لاسه کولې.

د جمهوریت په وخت کې هم چین د لوګر د مسو د عینک قرارداد چې تقریبا درې میلیارده ډالره و، امضا کړ؛ خو د دغه معدن په استخراج کې یې سرمایه ګذاري ونه کړه. له چینایانو سره بار - بار د افغانستان حکومت د یاد کان د چارو پر چټکوالي بحثونه او رسمي غونډې کړي؛ خو چین یوازې بهانې کولې او خبره دې ته ورسېده چې د افغانستان حکومت په دې فکر و، چې چینایانو سره د عینک د مسو قرارداد لغوه کړي.

د لوګر د مس عینک کان

اوس چین غواړي چې د لیتیم او تیلو په برخه کې قراردادونه تر لاسه کړي؛ خو په عملي توګه چین په افغانستان پانګونه نه ده کړې او نه یې کوي. په دې بحث نه کوو، چې د غیر مشروع او غیر قانونمند حکومت په موجودیت کې له طالبانو سره ټول قراردادونه حقوقي حیثیت نه لري.

په عامیانه اصطلاح ویلې شو، چې چین یوازې غواړي چې خپل څادر او خولۍ هر چېرته کېږدي او ځایونه ونیسي؛ خو د پانګونې په هکله په لنډ او منځ مهال کې جدي فکر نه لري.

د امریکا وتل او د چین دریځ:

په ۲۰۱۴ز کال کال د The Ditchley Foundationاو Open Society Foundation له خوا یو کنفرانس په لندن کې و، چې ما هم برخه پکې درلوده، د افغانستان لپاره د چین له خاص استازي سن یکشي"Sun Yuxi" څخه مې په غیر رسمي ناسته کې پوښتنه وکړه، چې ستاسي پالیسي د اافغانستان په هکله څه ده؟ او که امریکا ووځي نو ستاسي دریځ به څه وي؟ ځکه امریکا هغه وخت اعلان کړې و، چې د اوباما د جمهوري ریاست د ختم پورې به له أفغانستان څخه ټولې قواوي وکاږي.

هغه وویل؛ چین د افغانستان د معدنونو په ویستلو کې عجله نه لري او کله چې شرایط برابر شول نو هغه وخت به په معدنونو کې پانګونه کوي. د چین ستراتېژي د پانګونې په هکله ډېره اوږده ده او عجله نه لري. همدا شان د امریکا د قواو له وتلو سره موافق نه دی او باید په افغانستان کې ثبات موجود وي.

د چین د ډېرو هېوادونو موجودیت په افغانستان کې نه غوښته؛ خو په عین حال کې دې ته هم حاضر نه و، چې د امریکا له وتلو سره دې له افغانستان سره زیاته مرسته وکړي او یا د امریکا پوځي او اقتصادي خلا ډکه کړي.

که څه هم د طالبانو او چین تر منځ روابط ګرم ښکاري؛ خو که پورته معلوماتو ته ځیر شو، په لنډ او منځ مهال کې چین په افغانستان کې داسې پانګونه نه کوي، چې د افغانستان اقتصاد ته رشد ورکړي. بلکې په مقابل کې غواړي چې د أفغانستان څخه ګټه تر لاسه کړي.

د چین او طالبانو تر منځ سیاسي روابط د نارملېدو خواته روان دي؛ خو چین لا نه دي ویلي، چې دوی د طالبانو حکومت په رسیمت پېژني یا نه. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په ۳۱مه نېټه وویل؛ که افغانستان د نړۍ غوښتنو ته مثبت ځواب ووایه لکه؛ یو همه شموله سیاسي جوړښت، په کورنیو او بهرنیو چارو کې منځګړې تګلاره، د ټولو ترورستي ډلو پر وړاندې مبارزه او د نړۍ او په خاصه توګه د ګاونډيو هېوادونو سره دوستانه روابط ایجاد کړل، دا پخپله د نړۍ په کچه د افغانستان د یو ځای کېدو معنا ورکوي؛ ځکه د ټولو خواو غوښتنو ته به یې مثبت ځواب ویلې وي .

طالب چارواکي له چینايي ډېپلوماټانو سره

په لنډمهال کې د چینایانو موخه په افغانستان کې یوازې او یوازې دا ده، چې طالبان د شرقي ترکستان اسلامي تحریک وځپي او مخه یې ونیسي چې د چین د ایغور په سیمه کې لاسوهنه ونه کړي. چینایان غواړي چې نړۍ باید افغانستان پرېنږدي او هدف یې دا دی، چې نور باید مصارف ورکړي او دوی یوازې خپل څادر هر چېرته کیږدي.

د امریکا مرستې او فرمان منل:

که د طالبانو د لوړو چارو وزیر خبره سمه وي؛ "هر که نان میدهد، فرمان میدهد" اوس طالبان به د چا فرمان ومني؟ ایا د امریکا فرمان مني چې تر اوسه یې افغانستان ته ۲.۶ میلیارده ډالره د دوی د راتګ څخه وروسته ورکړي دي او که چین چې تر اوسه یې لا له افغانستان سره دومره مرسته نه ده کړې، چې د افغانستان په درد دوا شي او په عوض یې د غریب افغانستان څخه ګټه پورته کړې ده.

حل لار:

دا باید په یاد ولرو، چې چینایان ډېر هوښیار دي او خپلې ګټې د نورو د ګټو لپاره نه قربانوي. طالبان یوازې د عکسونو په خپرېدو او کتنو باید خوشاله ونه اوسي. د دنیا سیاست د دې څخه هم ډېر مغلق دی؛ مګر طالبان یې په تور او سپین تصویر کې ویني. په افغانستان کې د ګاونډيانو او هم د نړۍ د دخیلو هېوادونو د ګټو تر منځ توازن ساتل اسانه کار نه دی.

هر څوک د خپلو ګټو لپاره کار کوي. ښه به دا وي، چې طالبان د چینایانو او نورو هېوادونو د رضا کولو په عوض، خپل ملت ته رجوع وکړي او د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام راوستلو لپاره زمنیه مساعده کړي.

کله چې ولسي مشروعیت رامنځته شو، نړۍوال مشروعیت په خپله رامنځته کیږي او افغانستان د سیمې او نړۍ د رقابتونو ډګر نه ګرځي.

د افغانستان د روانې کشالې یوازینی حل بین الافغاني مذاکرات او بېرته ملت ته رجوع کول دي، که چېرې د نړۍوالو او ګاونډیانو د توقعاتو او علاقو وړ حرکت کیږي او ولس له منځه ویستل کیږي؛ دا چاره د افغانستان کشاله لا اوږدولی شي.

یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي او د افغانستان انټرنشنل - پښتو سیاست نه منعکسوي.

نور خبرونه

رادیو