• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سوډان کې د پاکستان د وژل شوي پوځي مړی نن خاورو ته وسپارل شو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايی، په سوېلي سوډان کې د دغه هېواد د وژل شوي سرتېري جنازه نن د سیند صوبې په بدین کې خاورو ته وسپارل شوه. د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې اونۍ مخکې پر پاکستاني ځواکونو برید وشو چې پکې محمد طارق ووژل او څلور نور ټپیان شول.

پر دوی هغه مهال د سوډان او سوېلي سوډان پوله کې برید وشو چې دوه ناروغان یې روغتون ته لېږدول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، چې د دغه هېواد ۱۸۱ سرتېرو د نړیوالې سولې لپاره خپل ځان قربان کړی دی.

دغه اداره زیاتوي چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې خپلې همکارۍ ته ژمن دي او د سولې او ټیکاو په برخه کې به خپلې هڅې کوي.

د پاکستاني رسنیو د مالوماتو له مخې دغه هېواد د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د ډېر شمېر له پلوه پنځمه درجه لري.

د پاکستان ۴۲۰۰ پوځیان او پولیس په ایبي، سوډان، د مرکزي افریقا جمهوریت، قبرس، کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، مالي، سوېلي سوډان او لوېدیځه صحرا کې د سولې لپاره فعالیت کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

روسي ستور مزلي په فضا کې د ډېر پاتې کیدو ریکارډ مات کړ

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۱ GMT+۰

د روسیې فضايي اداره روسکوسموس وايی، روسي ستوز مزلي الګ کونوننکو په فضا کې تر ټولو اوږد وخت تیر کړی دی. روسکوسموس زیاتوي، په فضا کې د هغه ټول پاتې کیدلو موده د مسکو وخت نن په ۱۱:۳۰:۰۸ بجو ۸۷۸ ورځو ته ورسیده او دې سره یې پخوانی ریکارډ مات کړ.

ویل شوي چې په فضا کې د ښاغلي کونوننکو د پاتې کیدو موده به د روان کال د جون په پنځمه نیټه ۱۰۰۰ ورځو ته ورسیږي.

ګنادی پادالکا یو بل روسی ستور مزلی دی چې تر الګ کونوننکو مخکې يې 878 ورځې ، 11 ساعته ، 29 دقیقې او 48 ثانیې په فضا کې تیرې کړې.

په ورته وخت کې، الګ کونوننکو له نړیوال فضا سټیشن څخه په یوه مرکه کې د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي: "زه فضا ته د خوښې وړ کار لپاره تللی یم، ه د ریکارډونو جوړولو لپاره."

شهباز شریف: ټاکنو کې په ګډون سره خلک د خپل هېواد د راتلونکي په هکله فیصله کوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۵ GMT+۰

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ نواز ډلې یو مشر وايي، راتلونکو ټولټاکنو کې په ګډون سره به خلک د خپلې هېواد د راتلونکي پرېکړه وکړي. شهباز شریف نن لاهور کې خبری غونډې ته دا هم وویل، چې د ده په مشرۍ د ۱۳ ګوندونو په ایتلافي حکومت کې د فساد کچه له ۱۴۰ تر ۱۳۳ ته ټیټه شوه.

ښاغلي شریف دا هم وویل، چې د ده لومړي وزارت کې پاکستان له سختو سیلابونو سره مخ شو، خو ده یې ښه مدیریت وکړ.

د پاکستان ټاکنې راتلونکې پنجشنبه یا د فبرورۍ پر اتمه کېږي.

د دې ټاکنو مخکښ ګوندونه د نواز شریف او شهباز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز او د بلاول بوټو په مشرۍ پیلپز ګوند بلل کېږي.

د یمن حوثیان: د امریکا او برېتانیې بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۰

په یمن کې د حوثيانو ویاند اعلان وکړ چې امریکا او برېتانیې په تېرو څو ساعتونو کې د صنعا، حدیده، تعز، بیضا، حجه او صعده په ګډون د یمن په څو ښارونو ۴۷ هوايي بریدونه کړي دي. یحیی سریع ټینګار کړی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شی.

امریکا او برېتانیې یو ځل بیا په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د یکشنبې په ورځ (د سلواغلې ۱۵مه) بریدونه وکړل.

د یوې ګډې خبرپاڼې له مخې په دغه برید کې د اسټرالیا، بحرین، ډنمارک، کاناډا، هالنډ او نیوزلنډ هېوادونو هم ملاتړ درلود.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه بریدونه په ۱۳ ځایونو کې د حوثيانو پر ۳۶ هدفونو ترسره شوی دی.

دا په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د امریکا او برېتانیا دریم ځل ګډ بریدونه دي.

دا بریدونه د یمن د حوثيانو لخوا په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې پر کښتیو د بریدونو په غبرګون کې شوي دي.

امریکا او ملګري یې هیله لري چې په خپلو بریدونو سره د حوثیانو مخه ونیسي، خو دغې ډلې په وار وار ټینګار کړی چې په سور سمندرګي کې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د چمن پرلتوال: که مو تر راتلونکو څلورو ورځو غوښتنې و نه منل شي په ټاکنو کې ګډون نه کوو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۳ GMT+۰

د چمن پرلتوال چې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې یې پرلت وهلی وايي، که یې غوښتنې و نه منل شي د ټولو دولتي ادارو مخې ته به پرلت ووهي او په ټاکنو کې به ګډون نه کوي.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې د اوږده مهال پرلت ګډونوال د هرې ورځې په تېرېدو زغم له لاسه ورکوي.

د چمن پرلتوالو د یک شنبې په ورځ د (سلواغي ۱۵مه) پرېکړه وکړه چې که غوښتنې یې و نه منل شي په پاکستان د روانې فبرورۍ میاشتې په اتمه په ټاکنو کې ګډون نه کوي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د دغه پرلت سرلاری غوث الله اڅکزي د پرلت وهلو په ۱۱۴ ورځ پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې، د پاکستان حکومت په ګډون چمن د یو شمیر مشرانو، سیاسيون او دیني عالمانو له لوري تېر ایستل کیږي.

نوموړی وايي که تر راتلونکو درېیو ورځو د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه بدله نه کړي په ټاکنو کې به ګډون و نه وکړي: «که د فبروري تر اوومې نیټې زموږ غوښتنې و نه منل شي او دروازه د پخوا په څېر په عادې ډول خلاصه نه شي موږ په ټاکنو کې برخه نه اخلو. په هغه ورځ بیا د پوځ د کلا مخې ته، د ګمرک مخې ته او د نورو دولتي ادارو مخې ته کنټینرونه ږدو او پرلت وهو.»

دغه پرلتوال وايي له تېرو نږدې څلور میاشتې راهیسې یې ټول کاروبار بند دی او دلته ځايي خلکو او سوداګرو ته سخت مالي زیان اوښتی دی.

پرلتوال وايي، د ژوند تر ورستیو شېبو د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ جبري کېدو د پرېکړې په وړاندې په کلکه دریږي.

د یاد پرلت غړی قاري امداد الله وايي: «موږ د پاکستان په جغرافیه يي بېلابېل او د پاکستان د پوځ په فرمایش قانون نه منو. موږ خپل د ژوند کولو حقوق غواړو. موږ دې څوک نه مجبوروي چې دا امن لرونکی پرلت مات کړو او په چمن ښار کې په ګډوډیو لاس پورې کړو.»

د چمن پرلتوال وايي په تېرو لسو ورځو کې د پرلت په استازیتوب یو شمېر کسانو په اسلام اباد کې له حکومت سره د سپین بولدک ـ چمن دروازې د خلاصېدو په تړاو خبرې کړې خو پایله یې منفي وه.

پښتون ژغورنې غورځنګ:د منظور پښتین د ناقانونه نیونې پر ضد مو د سپينې ماڼۍ مخې ته لاریون وکړ

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۹ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د منظور پښتین د ناقانونه نیولو او په زندان کې یې د ځورولو په وړاندې د امریکا سپينې ماڼۍ مخې ته لاریون کړی. دغه غورځنګ وايي، راتلونکي اوونۍ به د امریکا په نورو ایالتونو او یو شمیر اروپايي هیوادونو کې د منظور پښتین تر راخوشې کیدو لاریونونه روان وساتي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په امریکا کې د سپينې ماڼۍ مخې ته د شنبې په ورځ د (سلواغې۱۴مه) لاریون ترسره کړ.

دغه لاریون کوونکي وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور احمد پښتین سره د پنجاب په زندانونو کې غیرې انساني چلند او زور زیاتی کیږي او دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره نوموړی له زندانه ازاد کړي.

په امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کمېټې غړی حزب الله کاکړ وايي: «موږ مخکې هم د امریکا په نورو ایالتونو کې لاریونونه کړي دي او د منظور احمد پښتین تر راخوشي کېدو به بیا ځلې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو او اروپايي هیوادونو کې لاریونونه وکړو.»

څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو رسنیو ته ویلي و چې، ښاغلي منظور پښتین له زندانه یو لیک را استولی او په لیک کې یې لیکلي چې له نوموړي سره په زندان کې غیري انساني چلند کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین څو میاشتې وړاندې د بلوچستان پولیسو له لوري ونیول شو، او د اسلام اباد پولیسو ته تر سپارلو وروسته پر نوموړي د بېلابېلو تورونو لګولو له امله هغه په زندان کې اچول شوی.