د طالبانو روغتیا وزارت: په ټولو زونونو کې د سرطان د درملنې ۵۰ بستریز روغتونونه جوړوو

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي رییس وايي: « پلان لرو چې په نږدې راتلونکي کې د هېواد په ټولو زونونو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې ۵۰ بستریز روغتونونه جوړ کړو.» ډاکټر احمد سیر پاڅون دا خبره د سرطان ناروغۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت نن په کابل کې کړې ده.





