• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان کرېکټ بورډ د سریلانکا په وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو نوملړ اعلان کړ

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۰۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې تېره ورځ د سریلانکا په وړاندې د درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره پنځلس کسیز نوملړ اعلان کړ او څلور احتیاطي لوبغاړو ته هم پکې ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د یک شنبې په ماښام د (سلواغې ۱۵مه) د سریلانکا په وړاندې د درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره پنځلس کسیز نوملړ اعلان کړ، په دغه نوملړ کې څلور احتیاطي لوبغاړي هم اخیستل شوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې، له سریلانکا سره د پنځوس اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د روانې فبرورۍ میاشتې په نهمه نېټه د کېنډي په پالیکلي کرېکټ لوبغالي کې تر سره شي.

په دغه پنځلس کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عظمت الله عمرزی، اکرام عليخېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، نوراحمد، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي، نوید ځدراڼ، فرید ملک، ریاض حسن او قیس احمد شامل دي. او د دوی تر څنګشرف الدین اشرف، شاهد کمال، عبدالرحمن او بلال سمیع هم د یاد نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان د یاد نوملړ په اړه وايي: «زموږ موخه ملي لوبډلو ته د ډېرو سیالیو تنظیمول دي، سږ کال د ټېسټ لوبو ترڅنګ د نړیوالو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو له اړخه هم بوخت کال لرو، د کرېکټ اسیایي شورا په ناسته کې مو هم د شورا له غړو هېوادونو سره په نورو موضوع ګانو سربېره د لا ډېرو دوه اړخیزو سیالیو پر برابرولو خبرې اترې وکړې.»

یادې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې به د روانې فبروري میاشتې په نهمه،۱۱مه او ۱۳مه نېټه ترسره شي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹ او ۲۱مه نېټه هم درې شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

هند پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د ټېنس د داووس کپ سیالیو اتلولي خپله کړه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د هندوستان د ټېنس ټیم په ۶۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره پاکستان ته پر سفر تللي او د ټېنس په داووس کپ سیالیو کې یې د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد پر وړاندې اته پرله پسې بریاوې ترلاسه کړي دي.

د هندوستان د ټېنس ټیم د دغو بریاو په تر لاسه کولو سره په لومړي ګروپ کې د ټېنس نړۍوالو لوبو ته لاره پېدا کړه.

په دغه لوبو کې د هندوستان د ټیم لوبغاړو یاکو بامبري او ساکت مینني د پاکستان د ټیم لوبغاړي مزمل مرتضی او عاقل خان مات کړل او وروستۍ لوبه یې د خپل ټیم په ګټه پای ته ورسوله.

د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې؛ د هند او پاکستان تر منځ د سپورټ سیالۍ د امنیتي شرایطو په پام کې نیولو سره، او د ټېنس نړۍوال فدراسیون د لارښوونو له مخې په اسلام اباد کې ورزشي کمپلیکس ته یوازې ۵۰۰ نندارچیانو پرېښودل شوي وو.

افغان لوبډلې له سریلانکا سره د ټېسټ لوبې په دریمه ورځ ۱۹۹ مندې جوړي کړې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۱ GMT+۰

د افغانستان او سريلانکا ترمنځ د کرېکټ د ټېسټ لوبې په ۳ ورځ سريلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۹ منډې جوړې کړې، چې تر افغان لوبډلې ۲۴۱ زياتې دي. په مقابل کې افغان لوبډلې د ابراهیم ځدراڼ په سلیزه او د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۹۹ منډې وکړې، خو بیا هم ۴۲ منډې ټاکلي هدف ته پاته دي.

افغان لوبډله به د سريلانکا په وړاندي سبا په څلورمه ورځ لومړی د سريلانکا هدف پوره کوي او بیا به سيالي لوبډلې ته نوی هدف ټاکي.

ابراهيم ځدران د نن په لوبه کې سليزی پوره کړه او سبا به لا هم خپلې لوبې ته دوام ورکړي.

د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې نويد ځدران، چې دا يې د افغانستان لپاره لومړنۍ ټېسټ لوبه وه د سريلانکا ۴ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرېکټ ټېسټ لوبه د سریلانکا په کوربه‌ توب د دغه هېواد په کولمبو ښار کې شروع دي.

سریلانکا د افغانستان د ۱۹۸ منډو په ځواب کې ۴۳۹ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۰

افغان ملي لوبډله د سریلانکا له لوبډلې اوس د ۲۴۱ منډو پوروړې ده، لومړی به افغان لوبډله یادې منډې پوره کوي او وروسته به سریلانکا لوبډلې ته هدف ټاکي.

د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ لوبدلو ترمنځ یواځنۍ ټیسټ سیالۍ درې ورځې وړاندې پیل شوه، د سیالۍ لومړۍ ورځ د افغان لوبډلې لپاره ښه نه وه او ټوله لوبډله د ۱۹۸ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د یک شنبې په ورځ د (سلواغي ۱۵مه) د سریلانکا لوبډلې د افغانستان د ۱۹۸ منډو په ځواب د سیالۍ د دریمې ورځې په پیل کې د ۴۳۹ منډو په جوړېدو ټول لوبغاړي وسوځیدل.

د افغانستان له لوري چټک توپ اچونکي نوید ځدراڼ څلور، قیس احمد او نجات مسعود دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دمګړۍ افغان لوبډله ۲۴۱ منډې له سریلانکا لوبډلې څخه پوروړې ده. افغان لوبډله به د نن ورځې تر پایه لومړی د سریلانکا لوبډلې د ۲۴۱ منډو قرض پوره کوي او له هغې وروسته اضافه منډې به د سریلانکا لپاره هدف ټاکل کیږي.

له دغې ټیسټ سیالۍ وروسته به د سریلانکا په کوربه توب افغان لوبډله له سریلانکا سره درې نړیوالې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کوي.

سريلانکا د ټېسټ لوبې په دویمه ورځ د افغان لوبډلې تر هدف ۲۱۲ زياتې منډې جوړې کړې

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۸ GMT+۰

د افغانستان او سريلانکا ترمنځ د کرېکټ د ټېسټ لوبې دویمه ورځ پای ته ورسېده او سريلانکا ټولې ۴۱۰ منډې جوړې کړې. افغان لوبډلې په لومړۍ ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۸ مندې جوړې کړې وې، مقابل کې يې سرېلانکا ۸۰ منډې وکړې.

د افغانستان او سريلانکا ترمنځ نن شنبه د ټېسټ لوبې په دوهمه ورځ سريلانکا د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۴۱۰ منډې جوړې کړې او د افغان لوبډلې تر ټاکلي هدف یې ۲۱۲ زياتې منډې وکړې.

د نن په لوبه کې افغان لوبغاړو نويد ځدران او قیس احمد د سريلانکا دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان په لومړۍ ورځ ۱۹۸ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول.

په ځواب کې سریلانکا په لومړۍ ورځ په ۱۴ اورونو کې پرته له دې چې کوم لوبغاړی یې اوټ شي ۸۰ منډې او په دویمه ورځ یې بیا ټولي ۴۱۰ مندې جوړي کړې.

سبا یکشنبه به افغان لوبډله لومړۍ دغه هدف پوره کوي او بيا به سيالي لوبډلې ته نوی هدف ټاکي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرېکټ ټېسټ لوبه د سریلانکا په کوربه‌ توب د دغه هېواد په کولمبو ښار کې شروع دي.

۲۰۲۳ اسیا جام؛ سویلي کوریا نیمه پای لوبې ته ورسیده

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۵۹ GMT+۰

د اسټرالیا او سویلي کوریا د فوټبال ملي لوبډلو د جمعې په ماښام د قطر په الجنوب لوبغالي کې د ۲۰۲۳ اسیایي جام د لوبو په لړ کې سره مخامخ شول او سویلي کوریا دغه لوبه وګټله.‌

په دې لوبه کې سویلي کوریا له ټیم څخه سون هیونګ مین شه وځلیده. دغه هیواد لوبه ۱-۲ وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه. د سویلي کوریا لوبډله به په راتلونکې لوبه کې له اردن سره مخامخ شي.

په دې لوبه کې د اسټرالیا د ملي لوبډلي لوبغاړي ګاریت ګوډون لومړی ګول ووهه او د لوبې لومړۍ نیمايي‌ وګټله. خو د سویلي کوریا لوبډلي بیا د لوبې په دوهمه نیمايي کې د یوې پینالټي په وهلو سره لوبه ۱-۱ مساوي کړه.

لوبه اضافي وخت ته لاړه د سویلي کوریا د ملي لوبډلې لوبغاړي، سون هیونګ مین په ۱۰۴مه دقیقه د یو ګول په وهلو سره، لوبه وګټله او لوبډلې یې نیمه پای لوبې ته یې لاره پیدا کړه.