اکسپرېس ټربیون: د افغانستان څلورو ګاونډيو د ترهګرۍ پر وړاندې د طالبانو کړنې ناکافي وبللې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۷

دغې ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې ویلي چین، روسیې، پاکستان او ایران چې تېره اونۍ په کابل کې یې د سیمه‌ییزې همکارۍ په غونډه کې هم برخه لرله طالبانو ته اعتراضیه لیک استولی دی.

اکسپرېس ټربیون ورځپاڼه وایي، په دې اعتراض لیک کې د څلورو هېوادونو ځانګړو استازو د ترهګرو ډلو د کنټرول او افغانستان کې د امنیتي اندېښنو په تړاو د طالبانو ترسره شوي اقدامات کافي نه دي بللي او په دې برخه کې یې د لا نورو کوټلو ګامونو د اخیستو غوښتنه کړې.
‏د سرچینې له قوله لیکل شوي، دغه اعتراض لیک په خاموشانه ډول یادو استازو لاسلیک او د کابل غونډې په څنډو کې یې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته سپارلی دی.

ورځپاڼې لیکلي، دغه تصمیم څلورو واړو هېوادونو له وړاندې نیولی او د جنورۍ پر ۲۹ مې پلی شوی دی.
‏طالبانو چې دغه ناسته د خپلو دغو متحدو هېوادونو د استازو په ګډون خپله لویه لاسته راوړنه بلله او د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یې نوی اقدام یادوه، د دې لیک افشا کېدو تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ