• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو چاپېریال ساتنې اداره: د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په پار نړۍواله غونډه رابولو

۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ سلواغه ۱۴۰۲ - ۶ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې او لوړو زده‌کړو وزارت وایي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله د پېښو شویو ستونزو سره د مبارزې په پار یې راتلونکې اونۍ درې ورځنۍ غونډه وربللې ده.

د طالبانو تر واک لاندې دغو دوو ادارو تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، دغه غونډه چې ننګرهار په پوهنتون کې جوړېدونکې ده په حضوري او انلاین بڼه به پر مخ ولاړه شي.

په پام کې ده، چې په دغې غونډه کې به شاوخوا د کورنیو او بهرنیو چاپېریال ساتونکو له‌خوا ۱۴۰ مقالې ولوستل شي او په افغانستان کې د اقلیمي بدلون پر اغېزو او له هغو څخه به د وتلو پر لارو چارو راټولې وي.


تر دې وړاندې هم په کور د ننه او هم بهر کې د وچکالۍ له امله د افغانستان اقلیمي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی و او داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۱ مېلیونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی نه لري.
د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې په وینا، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شویو ستونزو سره د مبارزې لپاره ۲۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
وروستۍ څېړنې ښيي، چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله په نړۍ کې شپږم ډېر ځپل شوی هېواد دی او د افغانستان ډېرې سیمې د وچکالۍ، سېلابونو، ځمک ښویېدنې سره مخامخې دي او هر کال بې شمېره مالي او ځاني تاوانونه خلکو ته اړوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د ماليې وزارت مرستیال: د پانګوالو د ستونزو حل کول زمونږ لومړیتوب دی

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د مالې وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال ملا عبدالقاهر حاجي ادریس د کابل ښار له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د پانګولو د ستونزو حل کول د دوی لومړیتوب دی.

افغان پانګوالو په وار - وار د طالبانو له لوړو مالیو او له روان اقتصادي وضعیت څخه سرټکولی او ډېرو پانګوالو خپلې پانګې دوبۍ او ترکیې ته انتقال کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د دغه طالب چارواکي له قوله ویلي، چې پانګوال دې د هېواد د ابادۍ او هېوادوالو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه پانګونه کړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې د دوی د ستونزو حلول د طالبانو او په ځانګړې توګه د دوی د مالیې وزارت لومړیتوب دی.

نوموړي ویلي، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د پانګه والو ټولې اصولي غوښتنې ومنل شي.

طالبانو نه یوازې خپل د حکومت د دورې بلکې د جمهوریت د مودې باقیات هم له ډېرو پانګوالو په زوره اخیستي او د افغانانو لپاره یې د کاروبار شرایط سخت کړي دي.

د طالبانو د کرنې وزارت معین له ترکیې غوښتي چې کروندګرو سره مرستې وکړي

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین مولوی صدراعظم عثماني د اسلامي همکاریو سازمان کې د ترکیې د بشري مرستو د څانګې له مشر خلیل ابراهیم څخه غوښتي چې د افغانستان کروندګر او مالداران سره مرستې وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د عثماني له قوله ویلي، چې د افغانستان ګروندګر لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري او د دې لپاره چې پر پښو ودریږي لاسنیوی یې وشي.

عثماني ادعا کړې، چې د طالبانو له خوا د نشه یي توکو کرل بند شوي او دا چې خلکو د حلالو محصولاتو کرلو ته مخه کړې ده.

هغه زیاته کړې:“نو اړتیا ده چې دې د دې هېواد له بزګرو سره مرستې وشي چې له بېوزلۍ او ستونزو خلاص شي."

خلیل ابراهیم له افغان بزګرو او مالدارانو سره د بشري مرستو د دوام او زیاتوالي خبر ورکړی.

متقي: د دوحې په ناسته کې د اجنډا له معلولو وروسته به د ګډون او نه ګډون په اړه پرېکړه وکړو

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي سره په ليدنه کې ويلي، چې د دوحې په ناسته کې د غونډې د اجنډا او معلوماتو له تر لاسه کولو وروسته به په ناسته کې د ګډون او نه ګډون پرېکړه وکړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزات نن دوشنبه د اميرخان متقي او د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو د ليدنې خبر ورکړی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په ليدنه کې اوغلو د دوحې په ناسته کې د طالبانو د لوړې کچې د ګډون غوښتنه کړې.

په خبرپاڼه کې د اوغلو له قوله ليکل شوي: «د دوحې په ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت ته بلنه ورکول شوې، اوس د دوحيې د ناستې ګډونوال د امارت د ګډون په اړه اجماع کوي. هیله ده، چې د دوحې په ناسته کې د امارت پلاوی په لوړه کچه ګډون وکړي.»

د اوغلو سره په دې لېدنه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دوحې د ناستې د اجنډا او معلوماتو د تر لاسه کولو وروسته به د ګډون او نه ګډون پرېکړه وکړي.

متقي زياته کړې: «د دوحې ناسته يو ښه فرصت دی، د غونډې د جوړښت، اجنډا او ترکيب په تړاو له مفصلو معلوماتو وروسته به امارت د ګډون په اړه پرېکړه کړی.»

متقي په دې لېدنه کې ويلي، چې طالبان د ملګرو ملتونو له سازمان سره تعامل ته لېواله دي.

اميرخان متقي د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي د خپلواکې ارزونې د مثبتو ټکو هر کلی کړی او ويلي دي، چې د افغانستان په اوسني وضعت کې د يوناما په شتون کې د بل ځانګړي استازي ګمارلو ته اړتيا نه شته.

د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي د دوحې ناسته له افغانستان سره د دوامداره پروسې له لارې د نړۍوالې ټولنې سره د تعامل او په سياسي برخه کې د پرمختګ په معنا بللې ده.

اوغلو هيله څرګنده کړې، چې نړۍوال بانک به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه مثبته پرېکړه وکړي.

سرچينې: د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال په کندهار کې هديره او دولتي ځمکه غصب کړې ده

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۱ GMT+۰

له کندهار څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي معلومات ښيې، چې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل اخوند د زاړه ښار ناريج کلا ته څېرمه يوه لويه هديره او دولتي ځمکه غصب کړې او غواړي شخصي مېنه پرې جوړه کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د دفاع وزارت مرستيال ملا فاضل اخوند هلته د يوه مړي د ښخېدو لپاره هم اجازه نه ده ورکړې.

له سېمې څخه افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رسېدلې ويډيو او تصویرونو کې معلوميږي، چې څو طالب وسله وال د هغو کسانو مخه نيسې، چې غواړي هلته مړی دفن کړي.

دغه وسله وال په همدې سېمه کې د طالبانو د دفاع وزارت د مرستيال ملافاضل اخوند ملګري دي، چې هلته د مدرسې او د ملا فاضل اړوند د نورو رغنيزو چارو امنيت ور تر غاړې دی.

په ويډيو کې د مړي د کورنۍ او د ملافاضل د وسله والو ساتونکو ترمنځ جنجال دی او د مړي ښخولو لپاره ترې امر غواړي.

د سيمې يو اوسېدونکی دغه وسله والو ته وايي: « دا ۴۰۰ کال کيږي چې زموږ هديره ده، تا ته موږ د کومه ځایه د مړي پټولو لپاره امر راوړو، مسلمان د مسلمان هديره نه بندوي، تاسو د الله د نافرمانۍ لپاره د مخلوق فرمان منئ.»

دغه هديره د کاکړانو د قوم اړوند ده، په داسې حال کې چې ملافاضل اخوند هم په قوم کاکړ دی.

د زاړه ښار منډیګک کلا ته څېرمه د دې هديرې سره نژدې ملا فاضل اخوند پر يوه دولتې ځمکه په غيرې قانوني ډول مدرسه او تر ۵۰ زيات دوکانونه هم جوړ کړي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ په مدرسه کې د زون په کچه تر ۸ سوه زيات طالبان دیني زده کړه کوي.

يوه مياشت مخکې د طالبانو د کندهار ښاروالۍ د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په امر د ملافاضل د دوکانونو جوړولو چاري ودرولې.

د طالبانو دغه جنګي او ځواکمن قوماندان ته نږدې سرچينې وايي، چې د دوکانونو د جوړېدو د مخنيوي او د غصب ځمکې اړوند موضوعاتو باندي هغه له خپلو مشرانو خفه شوی او دامهال په هلمند کې دی.

نوموړی نه خپلې دندې او نه هم کندهار ته تللی.

د طالبانو په واکمنېدو پسې ملا فاضل چې منډیګک ته څېرمه لویه برخه غصب کړه، هغه مهال د اطلاعاتو او کلتور رياست ويليو، چې د تاريخي کلا ځینې برخې غصب شوې او یوه برخه یې په مدرسه ګډه شوې ده.

د طالبانو د غصب شويو ځمکو د خلاصون کمېسیون تر اوسه د دې تاريخې ځمکې او هديرې د خلاصون او د دغو دوکانونو د نړېدو اړوند کوم اقدام نه دی کړی.

جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره پنځه میلیونه یورو مرسته وکړه

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۴ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له افغانستان سره د جرمني پنځه میلیونه یورو اضافي مرسته اعلان کړه. دغه دفتر زیاته کړه، چې دغه پیسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې دي.

اوچا د دوشنبې په ورځ (سلواغې ۱۶مه) په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپله رسمي پاڼه کې له افغانستان سره د جرمني د دې اضافي مرستو مننه وکړه.

جرمني تېر کال په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو لپاره پنځه میلیونه یورو مرسته کړې وه.

د اوچا د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د بشري مرستو د صندوق له جوړېدو راهیسې دغه هېواد له دې صندوق سره څه باندې ۲۱۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
​