د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه څه باندې ۱۵۰ تنه افغان کډوال راستانه کړل شوي

د طالبانو کډوالو چارو وزارت ویلي دغه افغان کډوال د ننګرهار د تورخم او کندهار د سپین بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي. دغه وزارت وايي، په دغو کډوالو کې چې په جبري ډول راستانه کړل شوي، څلور له زندانه خوشي شوي ماشومان هم شامل دي.