د طالبانو برېښنا شرکت چارواکي: د ګاونډیو هیوادونو د برېښنا ټول پورونه پرې شول

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۷

د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت وایي، چې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران د برېښنا ټول پورونه یې پرې کړي دي.

دغه ډله وايي چې د برېښنا دغه پورونه له پخوا پاتې وو.

د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) نېټه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دغو هېوادونو پورونه چې شاوخوا ۶۲۷ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدل په بشپړه توګه ورکړل شول.
د نوموړي په خبره، یاده اندازه پورونه له تېر حکومت څخه پاتې و چې پر بانکونو د بندیزونو له لیرې کېدو وروسته دغه ریاست وکولی شول خپل ټول پورونه پرې کړي.
ښاغلی میوندي زیاتوي، د افغانستان اتیا سلنه برېښنا چې وارداتي ده، اوسمهال د برېښنا د کمښت ستونزې د حل په موخه پر کورنیو سرچینو کار روان دی.
هغه وایي، «د یوه پنځه کلن ستراتیژیک پلان له مخې به د کورنیو منابعو پرمټ ۷۱۰ میګاواټه برېښنا ولرو.»
اخوا د افغانستان ځینو رسنیو د امریکا په کلمبا پوهنتون کې د «یورو اسیا نېټ» خپلواکې رسنۍ بیا د طالبانو د ادارې له لوري یوازې د تاجکستان د برېښنا د پورونو د ورکړې خبر ورکړی.
د برېښنا شرکت مسوولانو د روان کال د غبرګولي په میاشت کې ویلي و، چې یاد ریاست په میاشت کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له ګاونډیو هیوادونو برېښنا واردوي.
افغانستان اوسمهال د برېښنا ډېری اړتیاوې د سیمې له هیوادونو په ځانګړې توګه له ازبکستان او تاجکستان څخه په وارداتي برېښنا پوره کوي.
له دې سره، په پراخه توګه د افغانستان له اوبو د نورو هیوادونو استفاده، په سمه توګه د برېښنا د بندونو نه رغول، د زورواکو او یو شمېر دولتي ادارو له لوري د برېښنا د پورونو نه ورکړې او په پراخه کچه له واردونکو هیوادونو څخه د برېښنا د پورونو نه پرې کول هغه ستونزې دي چې افغانستان یې د برېښنا له کموالي سره مخ کړی دی.
اوسمهال د کابل ښار د اوسېدونکو په ګډون ډیری هیوادوال د برېښنا له پرچاوئ سر ټکوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ