طالبان وايي قطر په "افغان ټرانس" پټلۍ پروژه کې پانګونې ته چمتو دی

د طالبانو پټلۍ ادارې وايي، په تاشکند کې د ازبکستان، پاکستان او قطر د استازو په حضور کې د "افغان ټرانس" اورګاډي د پروژې په اړه څلور اړخیزه غونډه وشوه. دغه اداره زیاتوي، په دې غونډه کې د قطر استازو په "افغان ټرانس" اورګاډي پروژه کې د پانګونې لپاره چمتوالی وښود.