د طالبانو رسنۍ: ایران دې یا حزب الله ته امر وکړي او یا دې خپله له اسراییلو سره وجنګیږي

د طالبانو رسنۍ المرصاد له افغانستان څخه غزې ته د ځانمرګو بریدګرو د تللو په اړه په کابل کې د ایران د ځانګړي استازي د څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ولې ایران حزب الله ته د جګړې امر نه کوي او یا خپله له اسراییلو سره نه جنګیږي.