• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ په دغه هیواد کې له انتخاباتو وروسته د سیاسي ګډوډۍ په اړه خبرداری ور کړ

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال عاصم منير نن د پاکستان د ټولټاکنو د "بريالي ترسره کېدو" له امله د پاکستان خلکو ته مبارکي وويله. په دغه بیانیه کې ښاغلي منیر ویلي دي، د یوه پرمختلونکي هیواد لپاره چې ډیر نفوس لري ګډوډي رامنځ ته کول "مناسب نه دي."

جنرال منير په خپل پيغام کې ويلي، چې په ټاکنو کې د خلکو "آزاد" ګډون ډيموکراسۍ ته د دوی د ژمنتيا ثبوت دی.

هغه زياته کړه، چې له ستونزو سره سره د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د خوندي چاپېريال رامنځته کول د ستاينې وړ دي.

د پاکستان عمومي ټاکنې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۹مه) ترسره شوې او ۱۲۸ میلیونه وګړو د خپلې خوښې نوماندانو ته رایې ورکړې.

د پوځ مشر په داسې حال د ګډوډۍ په هکله خبرداری ور کوي چې ډېرې څوکۍ د عمران خان پلوه کاندیدانو ګټلې دي، خو د نواز شریف ګوند هم ځان د دې ټاکنو بریالی بولي.

که څه هم د پاکستان د پوځ مشر د ټاکنو "بريالۍ" ترسره کېدل ستايلي دي، خو دغه ټاکنې د مخابراتو او انټرنېټ خدماتو له بندېدو څخه نيولې تر مرګونو بریدونو، درغليو او ناامنيو پورې له پراخو شکايتونو سره مل وې.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسون له دوو ورځو زیاتې مودې وروسته د انتخاباتو د نهايي نتیجو په اعلانولو کې پاتې راغلی.


​

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

جيونيوز: د نواز شريف او بلاول بوټو ګوندونو د ايتلافي حکومت پر جوړولو موافقه وکړه

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۷ GMT+۰

جیونیوز راپور ور کړی، چې د مسلم لیګ نواز او د پاکستان پیپلز ګوند مشرانو شهباز شریف او اصف علي زرداري په مرکز او پنجاب کې د ایتلافي حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده. د راپور له مخې، د دواړو ګوندونو مشرانو پرېکړه کړې، چې په راتلونکو غونډو کې د واک د وېش فورمول نهايي کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د دواړو ګوندونو مشرانو د پنجاب د سرپرست اعلی وزیر محسن تقوي په کور کې شاوخوا ۴۵ دقیقې خبرې وکړې او د پاکستان لپاره یې په ګډه د کار کولو هوکړه وکړه.

جیونیوز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې شهباز شریف د پاکستان د پیپلز ګوند له مشرانو غوښتي، چې په پاکستان کې د سیاسي او اقتصادي ثبات لپاره له مسلم لیګ نواز ګوند سره خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، چې د دواړو ګوندونو مشرانو د ايتلافي حکومت پر جوړېدو هوکړه او پرېکړه يې وکړه، چې په راتلونکو ناستو کې به پر دې خبرې کوي، چې واک څه ډول وېشل کېږي او څوک به په کومو ساحو او برخو کې کار کوي.

دوی د پاکستان له نورو ګوندونو هم وغوښتل، چې د خپل هېواد د ژغورلو لپاره د ایتلافي حکومت پر جوړولو موافقه وکړي.

په داسې حال کې، چې تر اوسه وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې او د ۹۰ سلنه پایلو له مخې خپلواک نوماندان مخکښ دي، د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف پرون د خپلو پلویانو په منځ کې راڅرګند شو او خپله بریا یې اعلان کړه.

دا په داسي حال کې ده، چې د تحریک انصاف ګوند مشر او زنداني شوی پخواني لومړي وزير عمران خان هم ادعا کړې، چې د ده د ګوند ملاتړي نوماندانان د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې دوه پر درېیمه څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان د ملي ټاکنو وروستۍ پایلې لا نه دي اعلان شوې.

د عمران خان ګوند وايي، د حکومت جوړولو هڅه کوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۱ GMT+۰

د تحریک انصاف ګوند سرپرست ګوهر علي خان وايي، د پنجشنبې ورځې ټاکنو کې یې ډېرې پارلماني څوکۍ ګټلې او د حکومت جوړولو هڅه به وکړي. د نوموړي تر څرګندونو مخکې عمران خان هم له جېل پرون یوه بیان کې ویلي، چې ټاکنې یې ګټلې او که «درغلي نه وی شوې، نو تر ۱۵۰ څوکۍ یې ګټلې.»

د ټاکنو کمېسون د پایلو له مخې، د عمران خان ګوند او ازادو کاندیدانو یې ۹۱، د نواز شریف ډلې ۷۲ او پیپلز ګوند ۵۲ څوکۍ ګټلې دي.

ګوهر علي خان د شنبې په ورځ د پاکستان پر ټولو ادارو غږ وکړ چې د دغه ګوند منشر ته درناوی وکړي.

هغه ګواښ وکړ چې که د شنبې ورځې تر ماښام د ټاکنو پایلې اعلان نه شي، دوی به د یکشنبې په ورځ مظاهرې وکړي.

هممهاله د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ډلې هم ټاکنو کې د بریالیتوب ادعا کړې ده.

د جیو نیوز د راپور له مخې، دا ډله له پیپلز ګوند سره د ګډ حکومت جوړولو هڅه کوي.

خو د ټاکنو پایلې ښيي چې د بندي عمران خان د ګوند خپلواکو نوماندانو ډېرې څوکۍ ګټلې دي.

علي وزیر: پولیسو او ملېشه ځواکونو پر محسن داوړ ډزې کړې دي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۳ GMT+۰

د پاکستان پارلمان ته له سوېلي وزیرستان نوماند او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر وايي، پولیسو او ملېشه ځواکونو پر محسن داوړ ډزې کړې دي. له شمالي وزیرستان قامي اسمبلۍ ته نوماند محسن داوړ نن د پوځي مرکز مخ ته د احتجاج پر مهال له څلورو ملګرو سره ټپي شو.

علي وزیر خپل اېکس کې لیکلي: «د میران شاه شمالي وزیرستان پولیسو او ملېشه له خوا پر محسن داوړ او ملګرو یې مخامخ ډزې خورا بزدلانه او شرمناکه پېښه ده. محسن داوړ ټپي شوی. ریاستي فاشېزم اوج ته رسېدلی دی.»

لا هم ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي، کله چې محسن داوړ او ځینې نورو سیاستوالو د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو له امله د رایې شمېرنې مرکز مخ ته مظاهره کوله، د مرکز ساتونکو دروازې وتړلې او ډزې وشوې.

د نوموړي تر ټپي کېدو څو ګړۍ وروسته د پاکستان د ټاکنو کمېسون وویل، چې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر او له شمالي وزیرستان پارلمان تو نوماند محسن داوړ د قامي اسمبلۍ څوکۍ وبایلله.

محسن داوړ پرون ویل چې ټاکنو کې تر نورو نوماندانو مخکې دی، خو د رایې شمېرنې مرکز کې نتایجو د بدلولوهڅه کېږي.

محسن داوړ تېر پارلمان کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و.

محسن داوړ د پاکستان د پارلمان څوکۍ وبایلله

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۲۳ GMT+۰

د پاکستان د ټاکنو کمېسون د مالوماتو له مخې، ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر او له شمالي وزیرستان پارلمان تو نوماند محسن داوړ د قامي اسمبلۍ څوکۍ وبایلله. محسن داوړ چې نن ټپي شوی، پرون یې ویل، په دې ټاکنو کې تر نورو نوماندانو مخکښ دی، خو د نتایجو د بدلولو هڅه کېږي.

نوموړي نن هم خپل اېکس کې لیکلي و چې د اېن اې ۴۰ حوزې اړوند د ځینې رایې مرکزونو کارمنان نه پوهېږي او خدای پوهېږي چې دوی به څه نتیجه را باسي.

هغه دا هم لیکلي و چې په پي کې ۱۰۴ حوزه کې درغلۍ بریالۍ شوې او یو اقبال وزیر چې له ټولو یې کمې رایې ګټلې وې په ۲۴ زره رایو سره ګټونکی شو.

محسن دوړ ورته تور پرون هم لګولی و او نن یې د خپلې حوزې د پایلو د ځنډېدو پرضد احتجاج کاوه، چې د پوځي مرکز مخ ته ډزې پرې وشوې.

ویل کېږي په دې برید کې د نوموړي څلور ملګري هم ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

محسن داوړ تېر پارلمان کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و.

د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې د قومي اسمبلۍ پخوانى غړى محسن داوړ په ډزو ټپي شوى

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۰۳ GMT+۰

پولیسو د محسن داوړ د ټپي کېدو پخلی کړی او ویل شوي، چې د محسن داوړ پلویانو په میرانشاه کې احتجاج کاوه. احتجاج کوونکي وایي، چې په شمالي وزیرستان کې د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو پر ضد یې اعتراض کاوه چې پولیسو پرې ډزې وکړې او اوښکې بهوونکی ګاز یې پرې وشینده.

سرچينې وایي، چې د محسن داوړ د ميرانشاه روغتون ته رسول شوى دى.

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د ښاغلي داوړ روغتیایي وضعیت ښه دی؛ خو ځینې سرچینې بیا د هغه روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ګڼي.

له بلې خوا په دغو ډزو کې د محسن داوړ اته پلویان هم ژوبل شوي دي.

د عیني شاهدانو په خبره، د پېښې ټول ټپیان د میرانشاه روغتون ته لېږدول شوي دي.