رینا امیري: د طالبانو د تحمیلي حجاب مخالف کسان له سترو ګواښونو سره مخ دي

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې د طالبانو د تحمیلي حجاب د فرمان مخالف کسان په دې اړه د خبرو کولو له امله له لویو ګواښونو سره مخامخېږي.