د افغانستان د خبریالانو مرکز: د سمنګان لپاره د طالبانو والي يو سیمه یيز خبريال نیولی

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۲

د سمنګان ولایت څخه سرچینې وايي، چې د طالبانو والي د پژواک ولايتي خبريال سیف الله کريمي د پوښتنو لپاره غوښتی او وروسته یې بندي کړی دی.

د معلوماتو له مخې؛ کريمي د مالياتو د زياتېدو اړوند د خبر د توازن لپاره د طالبانو نظر غوښتی، چې هغوی له دې کاره منع کړی و.

د افغانستان د خبريالانو مرکز نن یکشنه په یوې خبرپاڼه کې په سمنګان کې د پژواک اژانس د ولايتي خبريال پر نيولو اندېښنه ښودلې او د هغه ژر تر ژر خوشې کېدو غوښتنه يې کړې ده.

د خبريالانو مرکز په اعلاميه کې ليکلي، چې د شنبې په ورځ د طالبانو د والي دفتر د پژواک سېمه یيز خبريال سیف الله کريمي د پښتنو لپاره غوښتی او تر اوسه د دوی په بند کې دی.

دغه مرکز د خپلو سرچينو له قوله لیکلي، چې خبريال کريمي د خبر د توازن لپاره د طالبانو نظر اخيسته، چې له دې ستونزې سره مخ شو.

د خبريالانو مرکز ليکلي: «هغه د هوټلونو د خاوندانو د ماليې د زياتوالي په اړه د لاريون په تړاو د دغه ولايت د مستوفي څخه د مرکې غوښتنه کړې وه هغه مرکه رد کړې او والي ته يې ويلي او والي خبريال غوښتی.»

د خبريالانو مرکز د خپلو سرچينو له مخې ليکلي، چې د سیف الله کريمي سره د والي په دفتر کې د تاوتريخوالي ډک چلند شوی او هغه په څپېړو هم وهل شوی دی.

سیف الله کریمي له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې د پژواک خبري اژانس د سیمه ییز خبریال په توګه دنده ترسره کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په سمنګان کې د طالبانو له ولايتي ادارې غوښتي، چې قانون ته درناوی وکړي او خبريالانو ته اجازه ورکړی، چې د رسنيو له قانون سره سم کار وکړي.

واک ته د طالبانو په رسېدو دغې ډلې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه زيات کړي او په زیات شمېر د رسنيو کارکوونکي او مدني فعالان يې په بند کې شکنجه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ