
سرېلانکا له افغانستان څخه د نړۍوالو يوه ورځنيو سياليو دويمه لوبه هم د ۱۵۵ منډو په توپير وګټله او د درېیو لوبو لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه. افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ۴۲ منډو په توپير پر سرېلانکا بايللې وه.
د افغانستان او سرېلانکا تر منځ نن یکشنبه د لوبې پچه سرېلانکا وګټله او افغانستان ته يې د توپ اچونې بلنه ورکړه.
سرېلانکا په ۵۰ اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته ۳۰۹ منډې هدف وټاکه.
سرېلانکايي لوبغاړي اسالانکا تر ټولو ډېرې (۹۷) منډې جوړې کړې.
په افغان لوبډله کې بيا عظمت الله عمرزي درې سرېلانکايي توپ وهونکي وسوځول.
د لوبې په دویمه برخه کې افغان لوبډلې په يو بال کم ۳۴ اوره کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې جوړې کړې او ټاکلي هدف ته یې ځان ونه شو رسولی.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د نړۍوالو يوه ورځنيو درېيو سيالیو وروستۍ لوبه به د فېبرورۍ په ۱۴مه ترسره شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دې ډلې مشر حمدالله فطرت د طالبانو د ویاند د مرستیال په توګه ټاکلی دی. هبت الله اخوندزاده چې طالبان د خپل مشر په توګه یادوي، په عام محضر کې نه دی څرګند شوی؛ خو د هغه فرمانونه د هغه د ویاندویانو له خوا اعلانیږي.
د رسنیو ملاتړو نړۍوالو بنسټونو خبر ورکړی، چې د اسد په ۱۴۰۰ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې دننه د بیان ازادي او رسنۍ تر سخت فشار لاندې راغلې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې په دولتي ادارو کې د اطلاعاتو لاس راسی محدود شوی او طالبان اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته پام نه کوي.
د نړۍوالو سازمانونو رپوټونه ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۱۱۰ پېښې ثبت شوي، چې له ډلې یې «درې خبریالان په بلخ او یو خبریال په کابل کې» وژل شوي دي.
د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ سازمان د شمېرو له مخې؛ په تېر کال کې ۴۰ خبریالان د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي، چې یو شمېر یې موقتي بند خونو ته لېږدول شوي او یو شمېر یې له څو میاشتې په زندان کې تېرولو وروسته خوشې شوي دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال د روسيې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لېدنه کې ويلي، چې دواړه هېوادونه پياوړي سياسي او اقتصادي اړيکې لري او د پراخېدو لپاره یې لا هڅې کوي. په لېدنه کې په افغانستان کې د روسي سوداګرو پر پانګونې هم ټينګار شوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي دفتر نن یکشنبه پر اېکس پانه په يوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې ملا عبدالغني برادر د روسیې د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي روسلان عادلګیرییف سره په کابل کې په ليدنه کې ويلي، چې چاته به اجازه ورنه کړي څو د دې دواړو هېوادونو جوړو اړیکو ته زيان ورسوي.
ملا برادر زياته کړې: «افغانستان او روسیه ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او دواړه لوري باید په ګډه د یادو اړیکو پراخېدو لپاره هڅې وکړي او چا ته اجازه ور نه کړي، چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي.»
په ليدنه کې د روسيې فدراسيون سفير دیمیرتري ژیرنوف هم برخه درلوده.
په اعلامیه کې ويل شوي، چې په لیدنه کې پر دوو اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، د اقلیمي بدلون په برخه کې پر ګډې همکارۍ او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراخوالي هم خبري شوي.
د اعلاميې د معلوماتو له مخې؛ ملا برادر د اقليمي بدلون په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان د استازي پر حضور ټينګار کړی او افغانستان یې د اقليمي بدلون په برخه کې زيانمن هېواد بللی.
ښاغلي روسلان عدلګیرییف په لیدنه کې ژمنه کړې، چې روسي پانګوال به په افغانستان کې پانګونې اچونې ته وهڅوي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نور الدین عزیزي هم تېره ورځ په کابل کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د کډ اقتصادي کمېسیون د بیا پیل او د خپلمنځي اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.
په افغانستان کې د ایران ځانګړی استازی وایي، چې د سیمه ییزې تماس ډلې موخه له طالبانو سره همکاري ده، چې "د ټیکاو په ټینګښت، د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د بیارغولو په برخه پیل ته زمینه برابروي." سیمه ییزه تماس ډله د ایران په وړاندیز جوړه شوې او د سیمې د هېوادونو استازي یې غړي دي.
نوموړی همداراز وایي: «د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوي د ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره په ګډه د افغانستان د خلکو د شرایطو د ښه کېدو لپاره یوه عملي لاره پېدا کړي.»
حسن کاظمي قمي په کابل کې د دغه هېواد په سفارت کې د ایران د اسلامي انقلاب د ۴۵مې کالیزې په مراسمو کې زیاته کړه، چې د ایران اسلامی جمهوریت د خپلې تګلارې له مخې د افغانستان له خلکو او د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ښه ګاونډیتوب او هر اړخیزو اړیکو ساتل خپل لومړیتوب ګڼي.
په دې ناسته کې د د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي وویل، چې دا ډله او تهران د اقتصاد، کلتور او فرهنګ په ګډون په مختلفو برخو کې ښه تعامل او همکاري لري.
د نوموړي په خبره؛ د ګډو دیني، کلتوري او ژبنیو مشترکانو له امله د دوی دوه اړخیز اړیکي ورځ تر بلې پراخېږي.
د طالبانو په کوربتوب د سلواغې په نهمه د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت په نوم د سیمه ییزې تماس ډلې یوه غونډه جوړه شوې وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبره بیا په دغه ناسته کې د سیمې هېوادونو د سوداګریزو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو پر پراخولو ټینګار شوی.
ایران د افغانستان په هکله په تېره مسکو غونډه کې د سیمه ییزې تماس ډلې د جوړولو غوښتنه وکړه او له هغه وروسته یې په دې تړاو د پاکستان، هند او روسیې په ګډون د افغانستان د نږدې او لرې ګاونډیانو له چارواکو سره په دې تړاو خبرې وکړې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، دوه هغه وروستي افغان بندیان چې ګونتنامو کې له اوږدې مودې بند وروسته د امریکایانو له خوا په عمان کې نظربند وو، د دې ډلې د هڅو په بایله کې ازاد شول. عبدالمتین قانع خوشي شوي زندانیان د عبدالکریم او عبدالظاهر صابر په نومونو یاد کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند نن په خپله اېکس پاڼه کې د دې دوو طالب زندانیانو په اړه معلومات خپاره کړي دي.
حاجي عبدالکریم

دا دی خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د ووزیانو د کلي اوسیدونکی دی.
نوموړی ۲۰۰۲م کال د اګست د میاشتنې ۱۴مه د پاکستان حکومت ونیوه، له څو میاشتني بند وروسته یې امریکانو ته وسپاره.
عبدالکریم د ۲۰۰۳ زېږدیز کال په لومړیو کې امریکایانو ګوانتنامو ته ولېږداوه چې د ۱۴ کالو زندان تر ربړو وروسته له ګوانتنامو څخه عمان ته انتقال شو.
عبدالکریم اووه کاله په عمان کې اوسېده او په یاده موده کې یې بهر ته د تګ اجازه نه لرله.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو په هڅو له نوموړي دغه بندیزونه لرې او کالونه وروسته خپل وطن او ټاټوبي ته راستون شو.
ملا عبدالظاهر صابر

ملا عبدالظاهر صابر د لوکر ولایت د مرکز د حصارک کلي اصلي اوسیدونکی دی او په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د امریکايي ځواکونو لخوا ونیول شو.
څلور کاله د بګرام زندان کې له بند تېرولو وروسته ګوانتنامو زندان ته انتقال شو.
ملا عبدالظاهر د ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ګوانتنامو زندان څخه ازاد او وروسته عمان ته انتقال شو.
نوموړی ۷ کاله په عمان کې اوسېده او په یاده موده کې یې بهر ته د تګ اجازه نه لرله.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ددې طالب راخوشې شوو زندانیانو په اړه نه دي ویلي چې دوی کومې معاملې له مخې ازاد شوي دی.

طالبانو له دې وړاندې بشر نورزی چې د طالبانو له با نفوده څیرو څخه دی، په ګوانتانامو کې دوه لسیزو بند تېرولو وروسته، له یوه امریکايي انجینر مارک فریکس سره په ۱۴۰۱ کال کې تبادله کړ او له بنده خوشې شوو.
چې د خلاصون پرمهال په کابل کې ورته د طالبانو استخباراتو ځانګړي مراسم نیولي وو.
د ایران د مذهبي مشر پوځي سلاکار وايي، امریکا پر افغانستان او عراق یرغل سره د ایران په لوېدیځ او ختیځ کې د دغه هېواد دوه دوښمنان له منځه یووړل. تورن جنرال سید یحیا رحیم صفوي وایي، د امریکا دا دوه یرغلونه د ایران په ګټه شول، خو امریکا په دواړو هېوادونو کې ډېر ظلم او زیاتی هم وکړ.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي نن د ایران د اسلامي انقلاب د بري ۴۵ کلیزه کې دا خبرې وکړې.
امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ له پېښو وروسته د القاعده د ځپلو په نوم پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو حکومت یې وپرځاوه چې له ایران سره ترینګلي اړیکي درلودل.
واشنګټن د ۲۰۰۳ کال په مارچ کې د کیمیايي وسلو په پلمه پر عراق یرغل وکړ او د صدام حسین حکومت یې نسکور کړ چې له ایران سره یې اته کاله جګړه کړې وه.
د صدام حسین له نسکورېدو وروسته په عراق کې نږدې څلور سوه کاله وروسته اول ځل شیعه یان واکمن شول، چې له ایران سره نږدې اړیکي لري.
په افغانستان کې هم د جمهوریت راتلو سره شیعه یانو ته واک کې ډېره برخه برابره شوه او هم د کابل حکومت له ایران سره نږدې اړیکي درلودل.
خو ایران د امریکا مقابل کې د طالبانو ملاتړ وکړ او افغان چارواکو بیا بیا ویل، چې له طالب وسلوالو سره یې ایران جوړ وسلې نیولې دي.
د افغان جمهوریت تر پرځېدو وروسته طالبان او ایران نږدې اړیکي لري او د سوداګرۍ په مختلفو برخو کې یې تړونونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي هم نن کابل کې د انقلاب د ۴۵ کلیزې غونډه کې ویلي چې «ایران او افغانستان د سیمې او نړۍ د مسلو په هکله پر یوه لار روان دي.»