• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان او سریلانکا تر منځ د دویمې یو ورځنۍ لوبې پچه سریلانکا وګټله او توپ وهنه کوي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۱۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د افغانستان او سریلانکا تر منځ د یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ لومړۍ لوبه سریلانکا له افغانستانه د ۴۲ منډو په توپیر ګټلې وه، خو محمد نبې او عظمت الله عمرزي پکې سلیزي ووهلي. د نننۍ لوبې پچه کوربه سریلانکا لوبډلې وګټله او د توپ وهونې پرېکړه یې وکړه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې او د سریلانکا کرېکټ لوبډلو تر منځ د درېیو یو ورځینو نړېوالو سیالیو دویمه لوبه نن یک شنبه د (سلواغي ۲۲مه) د رنګیري دامبولا نړېوال لوبغالي کې تر سره کیږي.

افغانستان د نننۍ لوبې لپاره په لوبډله کې فرید احمد له لوبډلې کینولی او پر ځای یې ورو توپ اچونکی قیس احمد په یوولس کسیز نوملړ کې له ځان سره اخیستی.

تېره لوبه دوه ورځې وړاندې سریلانکا له افغانستان څخه د ۴۲ منډو په توپیر وګټله .

په تېره لوبه کې د افغانستان توپ اچونکي ونه توانېدل چې د سریلانکا پیلیز توپ وهونکی پتم نیسانکا په یوازې سر د ۲۱۰ منډو جوړېدو څخه را وګرځوي.

خو د افغانستان له لوري محمد نبي او عظمت الله عمرزي هم د توپ وهني پر مهال ښه ملګرتیا ترسره کړه او دواړو سلیزې جوړې کړې.

د کرېکټ څارونکي د افغانستان او سریلانکا تر منځ په لومړۍ لوبه کې د محمد نبي او عظمت الله عمرزي تر منځ اوږدې ملګرتیا او زړه راښکوونکې توپ وهني ته په کتو تمه لري چې په نننۍ لوبه کې ښايي افغانستان برلاسۍ و اوسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

افغان لوبډله د سرېلانکا پر وړاندې د نړۍوالو یو ورځنیو سياليو لپاره سرېلانکا ته ورسېده

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ - ۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۱ GMT+۰

افغان کرېکټ لوبډله نن د چهارشنبې په ورځ د سرېلانکا سره د یو ورځينو درېيو سياليو لپاره د دې هېواد کېنډي ښار ته ورسېده. دغه لوبې د راتلونکې جمعې په ورځ د سرېلانکا په کوربتوب پيليږي.

په ورته وخت کې د افغانستان کرېکټ بورډ د همدې يو ورځينو لوبو لپاره د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ د افغان لوبغاړو ۱۵ کسېزه نوملړ هم اعلان کړ، چې د دې نومونو ترڅنګ ۴ احتياطي لوبغاړي پکې شته.

د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې دغه لوبغاړي ټاکلي دي.

«حشمت الله شهیدي "لوبډلمشر"، رحمن الله ګربز "ویکټ ساتونکی"، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، نور احمد، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي، نوید ځدراڼ، فرید ملک، ریاض حسن او قیس احمد شامل دي.»

کرېکټ بورډ په احتياطي لوبغاړو کې « شرف الدین اشرف، شاهد کمال، عبدالرحمن او بلال سمیع» ټاکلي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراييوي مشر نصيب خان ۲۰۲۴ د افغان کرېکټ لوبډلې لپاره بوخت کال بللی دی.

هغه زياتوي: « زموږ موخه ملي لوبډلې ته د ډېرو سیالیو تنظیمول دي، سږ کال د ټېسټ لوبو ترڅنګ د نړۍوالو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو له اړخه هم بوخت کال لرو.»

د افغانستان او سريلانکا ترمنځ درې يو ورځینۍ سيالي د رواني فېبرورۍ مياشتي پر ۹ نېټه د جمعې ورځ پيليږي.

د سیاليو دویمه لوبه به د فېبروري په ۱۱ او درېیمه لوبه په ۱۳ مه نېټه تر سره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سریلانکا په وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو نوملړ اعلان کړ

۱۶ سلواغه ۱۴۰۲ - ۵ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۰۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې تېره ورځ د سریلانکا په وړاندې د درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره پنځلس کسیز نوملړ اعلان کړ او څلور احتیاطي لوبغاړو ته هم پکې ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د یک شنبې په ماښام د (سلواغې ۱۵مه) د سریلانکا په وړاندې د درېیو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره پنځلس کسیز نوملړ اعلان کړ، په دغه نوملړ کې څلور احتیاطي لوبغاړي هم اخیستل شوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې، له سریلانکا سره د پنځوس اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د روانې فبرورۍ میاشتې په نهمه نېټه د کېنډي په پالیکلي کرېکټ لوبغالي کې تر سره شي.

په دغه پنځلس کسیز نوملړ کې حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عظمت الله عمرزی، اکرام عليخېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، نوراحمد، مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي، نوید ځدراڼ، فرید ملک، ریاض حسن او قیس احمد شامل دي. او د دوی تر څنګشرف الدین اشرف، شاهد کمال، عبدالرحمن او بلال سمیع هم د یاد نوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان د یاد نوملړ په اړه وايي: «زموږ موخه ملي لوبډلو ته د ډېرو سیالیو تنظیمول دي، سږ کال د ټېسټ لوبو ترڅنګ د نړیوالو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو له اړخه هم بوخت کال لرو، د کرېکټ اسیایي شورا په ناسته کې مو هم د شورا له غړو هېوادونو سره په نورو موضوع ګانو سربېره د لا ډېرو دوه اړخیزو سیالیو پر برابرولو خبرې اترې وکړې.»

یادې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې به د روانې فبروري میاشتې په نهمه،۱۱مه او ۱۳مه نېټه ترسره شي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹ او ۲۱مه نېټه هم درې شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره شي.

هند پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د ټېنس د داووس کپ سیالیو اتلولي خپله کړه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د هندوستان د ټېنس ټیم په ۶۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره پاکستان ته پر سفر تللي او د ټېنس په داووس کپ سیالیو کې یې د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد پر وړاندې اته پرله پسې بریاوې ترلاسه کړي دي.

د هندوستان د ټېنس ټیم د دغو بریاو په تر لاسه کولو سره په لومړي ګروپ کې د ټېنس نړۍوالو لوبو ته لاره پېدا کړه.

په دغه لوبو کې د هندوستان د ټیم لوبغاړو یاکو بامبري او ساکت مینني د پاکستان د ټیم لوبغاړي مزمل مرتضی او عاقل خان مات کړل او وروستۍ لوبه یې د خپل ټیم په ګټه پای ته ورسوله.

د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې؛ د هند او پاکستان تر منځ د سپورټ سیالۍ د امنیتي شرایطو په پام کې نیولو سره، او د ټېنس نړۍوال فدراسیون د لارښوونو له مخې په اسلام اباد کې ورزشي کمپلیکس ته یوازې ۵۰۰ نندارچیانو پرېښودل شوي وو.

افغان لوبډلې له سریلانکا سره د ټېسټ لوبې په دریمه ورځ ۱۹۹ مندې جوړي کړې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۱ GMT+۰

د افغانستان او سريلانکا ترمنځ د کرېکټ د ټېسټ لوبې په ۳ ورځ سريلانکا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۹ منډې جوړې کړې، چې تر افغان لوبډلې ۲۴۱ زياتې دي. په مقابل کې افغان لوبډلې د ابراهیم ځدراڼ په سلیزه او د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۹۹ منډې وکړې، خو بیا هم ۴۲ منډې ټاکلي هدف ته پاته دي.

افغان لوبډله به د سريلانکا په وړاندي سبا په څلورمه ورځ لومړی د سريلانکا هدف پوره کوي او بیا به سيالي لوبډلې ته نوی هدف ټاکي.

ابراهيم ځدران د نن په لوبه کې سليزی پوره کړه او سبا به لا هم خپلې لوبې ته دوام ورکړي.

د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې نويد ځدران، چې دا يې د افغانستان لپاره لومړنۍ ټېسټ لوبه وه د سريلانکا ۴ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرېکټ ټېسټ لوبه د سریلانکا په کوربه‌ توب د دغه هېواد په کولمبو ښار کې شروع دي.

سریلانکا د افغانستان د ۱۹۸ منډو په ځواب کې ۴۳۹ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۰

افغان ملي لوبډله د سریلانکا له لوبډلې اوس د ۲۴۱ منډو پوروړې ده، لومړی به افغان لوبډله یادې منډې پوره کوي او وروسته به سریلانکا لوبډلې ته هدف ټاکي.

د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ لوبدلو ترمنځ یواځنۍ ټیسټ سیالۍ درې ورځې وړاندې پیل شوه، د سیالۍ لومړۍ ورځ د افغان لوبډلې لپاره ښه نه وه او ټوله لوبډله د ۱۹۸ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د یک شنبې په ورځ د (سلواغي ۱۵مه) د سریلانکا لوبډلې د افغانستان د ۱۹۸ منډو په ځواب د سیالۍ د دریمې ورځې په پیل کې د ۴۳۹ منډو په جوړېدو ټول لوبغاړي وسوځیدل.

د افغانستان له لوري چټک توپ اچونکي نوید ځدراڼ څلور، قیس احمد او نجات مسعود دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

دمګړۍ افغان لوبډله ۲۴۱ منډې له سریلانکا لوبډلې څخه پوروړې ده. افغان لوبډله به د نن ورځې تر پایه لومړی د سریلانکا لوبډلې د ۲۴۱ منډو قرض پوره کوي او له هغې وروسته اضافه منډې به د سریلانکا لپاره هدف ټاکل کیږي.

له دغې ټیسټ سیالۍ وروسته به د سریلانکا په کوربه توب افغان لوبډله له سریلانکا سره درې نړیوالې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کوي.