طالبانو د لوګر د کرومایټ کان د استخراج قرارداد یوه خصوصي شرکت ته ورکړی

د طالبانو د کانونو وزارت اعلان کړی، چې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په ببر سیمه کې یې د کرومایټو کان د استخراج چارې د "شیرزاد منرال شرکت" ته سپارلې دي.

د طالبانو د کانونو وزارت اعلان کړی، چې د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په ببر سیمه کې یې د کرومایټو کان د استخراج چارې د "شیرزاد منرال شرکت" ته سپارلې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه شرکت د ۱۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو کلونو لپاره د کرومایټو د استخراج قرارداد ترلاسه کړی دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ اعلان کړی، چې په دې داوطلبۍ کې ۱۹ شرکتونو برخه اخیستې وه او په پای کې ۸ شرکتونه د شرایطو وړ وپېژندل شول.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د شېرزاد منرال د کانونو د استخراج او پروسس شرکت، د یو ټن کرومایټ لپاره د ۱۶ زره افغانیو نرخ ورکړی و او دغه قرارداد یې ګتلی دی.
طالبان وايي؛ دغه شرکت به د پنځو کلونو په موده کې ۵۶ زره ټنه کرومایټ استخراج کړي او لږ تر لږه ۴۵ کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
کرومایټ ډبره د فولادو جوړولو او د اوسپنې د ویلې کولو صنعت کې خورا مهم ځای لري.

د سمنګان ولایت څخه سرچینې وايي، چې د طالبانو والي د پژواک ولايتي خبريال سیف الله کريمي د پوښتنو لپاره غوښتی او وروسته یې بندي کړی دی. د معلوماتو له مخې؛ کريمي د مالياتو د زياتېدو اړوند د خبر د توازن لپاره د طالبانو نظر غوښتی، چې هغوی له دې کاره منع کړی و.
د افغانستان د خبريالانو مرکز نن یکشنه په یوې خبرپاڼه کې په سمنګان کې د پژواک اژانس د ولايتي خبريال پر نيولو اندېښنه ښودلې او د هغه ژر تر ژر خوشې کېدو غوښتنه يې کړې ده.
د خبريالانو مرکز په اعلاميه کې ليکلي، چې د شنبې په ورځ د طالبانو د والي دفتر د پژواک سېمه یيز خبريال سیف الله کريمي د پښتنو لپاره غوښتی او تر اوسه د دوی په بند کې دی.
دغه مرکز د خپلو سرچينو له قوله لیکلي، چې خبريال کريمي د خبر د توازن لپاره د طالبانو نظر اخيسته، چې له دې ستونزې سره مخ شو.
د خبريالانو مرکز ليکلي: «هغه د هوټلونو د خاوندانو د ماليې د زياتوالي په اړه د لاريون په تړاو د دغه ولايت د مستوفي څخه د مرکې غوښتنه کړې وه هغه مرکه رد کړې او والي ته يې ويلي او والي خبريال غوښتی.»
د خبريالانو مرکز د خپلو سرچينو له مخې ليکلي، چې د سیف الله کريمي سره د والي په دفتر کې د تاوتريخوالي ډک چلند شوی او هغه په څپېړو هم وهل شوی دی.
سیف الله کریمي له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې د پژواک خبري اژانس د سیمه ییز خبریال په توګه دنده ترسره کوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په سمنګان کې د طالبانو له ولايتي ادارې غوښتي، چې قانون ته درناوی وکړي او خبريالانو ته اجازه ورکړی، چې د رسنيو له قانون سره سم کار وکړي.
واک ته د طالبانو په رسېدو دغې ډلې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه زيات کړي او په زیات شمېر د رسنيو کارکوونکي او مدني فعالان يې په بند کې شکنجه کړي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د چاودنو، وسله والو بریدونو او تښتونو له امله د دغه هېواد له اتباعو وغوښتل چې له دغه هېواده ووځي. دغه وزارت له جرمني اتباغو غوښتي، چې دغه خبرداری جدي ونیسي او د افغانستان له هوايي ډکرونو څخه له سفر کولو ډډه وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړه، چې په کابل کې د دغه هېواد سفارت او په مزار شریف کې د دې هېواد د نمایندګۍ دفتر د دغو خطرونو له امله تړل شوی دی.
دغې خبرپاڼې په افغانستان کې له جرمني اتباعو غوښتي، چې په عامه او ګڼه ګوڼه ځایونو کې له احتیاط څخه کار واخلي او په مظاهرو او لویو غونډو کې ګډون ونه کړي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم ښه نه دی او له بشري حقونو د سرغړونو راپورونه شته او طالب جنګیالي پر پخوانیو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ليکلي، چې په ټول هېواد کې د افغانانو او د بهرنيو هېوادونو د اتباعو پر وړاندې وژنې، غلاوې او د تښتونې پېښې شوې دي.
دغه وزارت دا اندېښنه هم څرګنده کړې، چې جرمني اتباع لا له وړاندې د افغانستان له حالاتو اغېزمن شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ جرمني اتباع بايد د ښوونځيو، جوماتونو، هوايي ډګرونو او د بسونو د تم ځايونو په ګډون د طالبانو په ودانيو کې له احتياطه کار واخلي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان د اقلیم، ساري ناروغیو او په دغه هېواد کې د همجنسبازانو ته د ګواښ په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده.
تر دې مخکې امریکا، بریتانیا او چین هم له خپلو اتباعو غوښتي وو چې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله دې هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

سرېلانکا له افغانستان څخه د نړۍوالو يوه ورځنيو سياليو دويمه لوبه هم د ۱۵۵ منډو په توپير وګټله او د درېیو لوبو لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه. افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ۴۲ منډو په توپير پر سرېلانکا بايللې وه.
د افغانستان او سرېلانکا تر منځ نن یکشنبه د لوبې پچه سرېلانکا وګټله او افغانستان ته يې د توپ اچونې بلنه ورکړه.
سرېلانکا په ۵۰ اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته ۳۰۹ منډې هدف وټاکه.
سرېلانکايي لوبغاړي اسالانکا تر ټولو ډېرې (۹۷) منډې جوړې کړې.
په افغان لوبډله کې بيا عظمت الله عمرزي درې سرېلانکايي توپ وهونکي وسوځول.
د لوبې په دویمه برخه کې افغان لوبډلې په يو بال کم ۳۴ اوره کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې جوړې کړې او ټاکلي هدف ته یې ځان ونه شو رسولی.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د نړۍوالو يوه ورځنيو درېيو سيالیو وروستۍ لوبه به د فېبرورۍ په ۱۴مه ترسره شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دې ډلې مشر حمدالله فطرت د طالبانو د ویاند د مرستیال په توګه ټاکلی دی. هبت الله اخوندزاده چې طالبان د خپل مشر په توګه یادوي، په عام محضر کې نه دی څرګند شوی؛ خو د هغه فرمانونه د هغه د ویاندویانو له خوا اعلانیږي.
د رسنیو ملاتړو نړۍوالو بنسټونو خبر ورکړی، چې د اسد په ۱۴۰۰ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې دننه د بیان ازادي او رسنۍ تر سخت فشار لاندې راغلې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې په دولتي ادارو کې د اطلاعاتو لاس راسی محدود شوی او طالبان اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته پام نه کوي.
د نړۍوالو سازمانونو رپوټونه ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۱۱۰ پېښې ثبت شوي، چې له ډلې یې «درې خبریالان په بلخ او یو خبریال په کابل کې» وژل شوي دي.
د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ سازمان د شمېرو له مخې؛ په تېر کال کې ۴۰ خبریالان د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي، چې یو شمېر یې موقتي بند خونو ته لېږدول شوي او یو شمېر یې له څو میاشتې په زندان کې تېرولو وروسته خوشې شوي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال د روسيې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لېدنه کې ويلي، چې دواړه هېوادونه پياوړي سياسي او اقتصادي اړيکې لري او د پراخېدو لپاره یې لا هڅې کوي. په لېدنه کې په افغانستان کې د روسي سوداګرو پر پانګونې هم ټينګار شوي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي دفتر نن یکشنبه پر اېکس پانه په يوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې ملا عبدالغني برادر د روسیې د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي روسلان عادلګیرییف سره په کابل کې په ليدنه کې ويلي، چې چاته به اجازه ورنه کړي څو د دې دواړو هېوادونو جوړو اړیکو ته زيان ورسوي.
ملا برادر زياته کړې: «افغانستان او روسیه ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او دواړه لوري باید په ګډه د یادو اړیکو پراخېدو لپاره هڅې وکړي او چا ته اجازه ور نه کړي، چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي.»
په ليدنه کې د روسيې فدراسيون سفير دیمیرتري ژیرنوف هم برخه درلوده.
په اعلامیه کې ويل شوي، چې په لیدنه کې پر دوو اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، د اقلیمي بدلون په برخه کې پر ګډې همکارۍ او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراخوالي هم خبري شوي.
د اعلاميې د معلوماتو له مخې؛ ملا برادر د اقليمي بدلون په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان د استازي پر حضور ټينګار کړی او افغانستان یې د اقليمي بدلون په برخه کې زيانمن هېواد بللی.
ښاغلي روسلان عدلګیرییف په لیدنه کې ژمنه کړې، چې روسي پانګوال به په افغانستان کې پانګونې اچونې ته وهڅوي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نور الدین عزیزي هم تېره ورځ په کابل کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د کډ اقتصادي کمېسیون د بیا پیل او د خپلمنځي اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.
