یوناما: ښځې د ملي او نړۍوالو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د زده کړو لپاره هڅې کوي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۲

یوناما د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د زده کړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وايي، چې ښځې د ملي او نړۍوالو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د زده کړو لپاره هڅې کوي.

یوناما د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې دغه اداره د زده کړو او د افغان ښځو ترڅنګ ولاړه ده.
دغه نړۍواله ورځ په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ساینس، ټیکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضیاتو په برخو کې د نجونو او ښځو د ګډون او پیاوړتیا په موخه نومول شوې ده.

یونسکو هم د ساینس او ټېکنالوژۍ په برخه کې د ښځو پر ونډې او پياوړتیا ټینګار کوي.
د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان (یونسکو) په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اوسمهال په نړۍ کې ۳۳،۳ سلنه څېړونکي ښځې دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ د ساینس، ټېېکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضي په څانګو کې د نړۍ د ټولو محصلینو ۳۵ سلنه برخه ښځې جوړوي.
یونسکو همدا راز ویلي، چې ډېرو هېوادونو کې د ساینس، ټېکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضي په برخو کې د جنسیتي برابرۍ د نه شتون له امله ښځې زده کړو ته لاسرسی نه لري.
یونسکو لیکلي، چې په وروستیو کلونو کې له پرمختګونو سره سره یوازې ۲۲ ښځې توانېدلي چې د ساینس په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اوچا هم په خپل اېکس کې په افغانستان کې د ساینس او ​​ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو او نجونو پر بشپړ او مساوي لاسرسي ټینګار کړی دی.
د یادولو ده چې دا ورځ په نړۍ کې په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې اوسمهال په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې له نیمه او لوړو زده کړو بې برخې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ