ملا برادر: په یو شمیر بانکونو کې نغدي ستونزه حل شوې نه ده

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې په یوه یا هم دوو بانکونو کې د نغدو پیسو ستونزه لا تر اوسه په بشپړ ډول حل شې نه ده.

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې په یوه یا هم دوو بانکونو کې د نغدو پیسو ستونزه لا تر اوسه په بشپړ ډول حل شې نه ده.
نوموړي نن د مالي ثبات کمیټې او د مجوزو بانکونو د ونډوالو غونډه کې ددې مطلب په څرګندولو سره د کوم مشخص بانک نوم نه دی اخیستی، خو زیاته یې کړه، چې په ټولو بانکونو کې باید د نغدو پیسو د ورکولو ستونزه هواره شي.د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د مجوزو بانکونو سهمداران هېواد ته راوبلل او له هغوی یې وغوښتل، چې د خپلو بانکونو چارې په ښه ډول مدیریت او د هېواد د بانکي سکټور په پرمختګ کې ونډه واخلي.که څه هم د تیر حکومت پرمهال د افغانستان بانکي سيسټم په يوه حساس پړاو کې و، خو واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د بهرنیو مرستو له بندیدو او د نړۍ په بانکونو کې د افغانستان د ميلياردونو ډالرو کنګل وضعیت نور هم پېچلی کړ.سره له دې چې تراوسه هم ملګري ملتونه او مرستندويه ډلې افغانستان ته په کافي اندازه د نغدو پېسو د لیږلو په برخه کې هڅه کوي خو بیا هم د افغانستان په بانکونو کې د نغدو پیسو د ورکړې ستونزه په بشپړه توګه حل شوې نه ده.


د طالبانو واک کې باختر اژانس د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو ته په ځواب د «ډیورنډ کرښه؛ افغانستان او پاکستان رسمي پوله نه لري» په نوم تبصره کړې ده. تبصره کې راغلي د دې «کرغیړنې پولې له رامنځته کېدو تر ننه، هېڅ افغان حکومت دغه پوله نه ده منلې او نه به یې هم تاریخ کې څوک ومني.»
د باختر د تبصرې له مخې یو وخت به ډیورنډ کرښه له منځه ځي او لرو بر افغانان به سره یو ځای کېږي: «چې وخت یې راشي، نو اټک به خپله نغارې وهي، چې زه د کابل یم او کوټه به هم له کندهاره لاسونه ورتاو کړي، چې ورک لالیه چرته وې؟»
افغان چارواکي ډیورنډ کرښه د پولې په توګه په رسمیت نه پېژني او طالبان هم په دې برخه کې ورته نظر لري.
د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له طلوع نیوز سره مرکه کې ویلي وو، ډیورنډ ګرښه د افغانستان او پاکستان رسمي پوله ده.
د هغه په خبره، ټوله نړۍ دا پوله په رسمیت پېژني، خو یو ۳۰ میلیونه افغانان یې په رسمیت نه پېژني.
باختر اژانس د نوموړي په ځواب کې لیکلي «چې په ټوله کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه دغه ډول څرګندونې د ستونزې او کشالې د لا اوږدوالي لامل ګرځي او د اصولو او قوانینو په چوکاټ باید دغې موضوع ته د پای ټکی کېښودل شي او د کابل حق بېرته ورته وسپارل شي.»
څه موده وړاندې دطالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر نور الله نوري هم ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، چې افغانستان له پاکستان سره هېڅ کومه رسمي پوله نه لري.
خو پاکستاني چارواکي ډیورنډ د رسمي پولې په توګه یادوي او پر دې کرښه یې ازغن تار لګولو سره د خلکو تګ راتګ محدود او اوس پر چمن- بولدک او انګور اډه هم دواړو غاړو ته د تګ لپاره د ویزې پر پلي کولو ټینګار کوي.
د پاکستان د دې نوي محدودیت په مقابل کې په دواړو لارو کې د چمن او وزیرستان خلکو پرلت پیل کړی او له اسلام اباد غواړي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان کیومرث حیدري خبر ورکړی چې د ۷۴ کیلو مترو په اوږدوالي د افغانستان او ایران د پولو د تړلو پروژې لومړی پړاو عملي کیږي. فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې ښاغلي حیدري دغه پروژه د ایران یوه له مهمو ملي پروژو څخه بللې ده.
د ایراني پوځ دغه چارواکي ویلي چې د پولې د تړلو لومړی پړاو به په څلورو رغنیزو چارو کې ترسره شي چې دا مهال اغزن تار غځول شوی او وروسته به د سړک جوړولو چارې پیل شي.
ښاغلي حیدري وویل: «د تلپاتي امنیت یوه برخه د سرحدونو د بندېدو موضوع ده او دا پروژه به د سیمې وضیعت ته په پام سره ایران ته د ارزښت وړ ده.»
نوموړی زیاتوي: «په پولو کې د پوځ شتون د ناامنۍ په معنا نه دی. بلکې دا د استخباراتي معلوماتو او پوځي چمتووالي لپاره دی.»
د دغه ایراني چارواکي په وینا، د ایران ټولې پولې خوندي دي، خو «کله ناکله داسې کوچنۍ هڅې کېږي چې د هېواد امنیت ته ګواښ نه وي»
تر دې مخکې د ایران کورنیو چارو وزیر له افغانستان سره پر پوله د دیوال د جوړولو په اړه راپورونه رد کړي وو.
احمد وحیدي تېره اوونۍ وویل: «د دېوال جوړولو ته اړتیا نشته، بلکې د پولې د بندولو موضوع ده.» خو نوموړي له افغانستان سره د پولې د تړلو د پلان په اړه نور جزیات ور نه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغې ډلې ځواکونو څو څو ځلې د افغانستان په لوېدیځ کې له ایراني پوله ساتو سره نښتې کړې دي.

د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي تازه راستانه شوي کډوال چې ۴۹ تنه ماشومان هم پکې شامل دي د هرات د اسلام کلا او د کندهار د سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ځینې هغه یې په جبري ډول هم افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (سلواغي ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ ۹۰۳ تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه له ایرانه راستانه شوي.
د کډوالو وزارت وايي، یاد کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي او ۴۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم پکې شامل دي.
دغه وزارت وايي، یاد بې سرپرسته ماشومان یې د کورنیو تر موندلو پورې په هرات ولایت کې د وارچایلډ موسسي ته سپارلي دي.
همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي چې، له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو په دوام د شنبې په ورځ ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر ۸۳ تنه وو د کندهار سپین بولدک له لارې په جبري ډول له پاکستانه راستانه کړل شوي.
د کډوالو اړوند چارواکي وايي له ایران او پاکستانه راستانه شوي کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د خوړو او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپيژندلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع اعلان وکړ، چې د سلواغې میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې یې شل زره افغانان له دغه هیواده ایستلي او طالبانو ته یې سپارلي دي. او دا لړۍ لا هم دوام لري.

په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر مرستیالې ایني فورزایمر او په سریلانکا کې د افغانستان سفیر اشرف حیدري په یوه ګډه مقاله کې په افغانستان کې د امریکا سفارت بیا پرانیستل د طالبانو لپاره مشروعیت بللی. دغو دوو ډیپلوماټانو ویلي، چې دا کار به په ټوله نړۍ کې ترهګرې ډلې تشویق کړي.
د «هیل» ورځپاڼې په یوه ګډ تحلیل کې دغو دوو افغان او امریکايي ډیپلوماټانو د طالبانو له لوري د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه جدي سرغړونو ته اشاره کړې او له نړۍ یې غوښتي چې دغه ډله په رسمیت ونه پیژني.
اغلې فورزایمر او ښاغلی حیدري وايي چې افغانستان ته د امریکايي ډیپلوماټانو ورګرځېدل د طالبانو لپاره یو امتیاز دی چې په دې سره به د«جنسي توپیر» رژیم د عادي کېدو لامل شي.
دغو دوو ډیپلوماټانو ویلي چې د امریکا د سفارت بیا پرانیستل به په افغانستان کې د نورو هیوادونو د ماموریتونو د شتون لامل شي او د طالبانو د تایید د ټاپې په توګه به کار وکړي او په ټوله نړۍ کې به «ترهګرې» ډلې تشویق شي.
د دغو دوو ډيپلوماټانو په وينا، امريکا او ورته هېوادونه بايد «طالبانو ته د تسليمېدو پر ځاى له افغان ولس سره خپلې ژمنې پوره کړي.» دوی په افغانستان کې د امریکا ډیپلوماټیک حضور په افغانستان کې د بشري حقونو د مبارزانو سره «خیانت» ګڼي.
د امریکا پخواني ډیپلوماټ او په سریلانکا کې د افغانستان سفیر په قطر کې د ملګرو ملتونو د سر منشي کنفرانس ته په اشارې وویل، چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ مه په دوحه کې د څه باندې ۲۰ هېوادونو، د اروپايي ټولنې د استازو په ګډون د اسلامي همکاریو د سازمان په مرکزيت جوړ شي. د دغو دوو ډیپلوماټانو په وینا، تمه ده چې په دې راتلونکې غونډه کې د نړیوالو پام د افغانستان د خلکو د ملاتړ پر څرنګوالي راټول شي.
د افغانستان او امریکا دغه دوه ډیپلوماټان غواړي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راتلونکی ځانګړی استازی په نړیوال دریځ د افغانستان رسا غږ وي.
دغو ډیپلوماټانو له نړۍ غوښتي چې طالبان دې تر هغو په رسمیت نه پیژني تر څو چې دوی د بشري حقونو نړیوالې ژمنې په کلکه نه وي عملي کړې.
اغلې فورزایمر او ښاغلي حیدري همداراز غواړي چې له طالبانو سره د نړۍ اړیکې کمې کړي، د ځینو طالب چارواکو پر وړاندې سفري بندیزونه ولګوي، او د ملګرو ملتونو په ناستو کې د توپیري چلند ارزونه وکړي. دوی همداراز له افغانستان سره د بشري مرستو دوام د بودجې او د طالبانو له خوا د هغې لګول پر بشپړې څارنې مشروط ګڼي.
د افغانستان سفير او د امريکا پخواني ډيپلوماټ په داسې حال کې په کابل کې د امريکا سفارت د بيا پرانستلو په اړه اندېښنه ښودلې، چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د امريکا سفارت د فعالېدو په اړه راپورونه خپاره شول.
په دې وروستیو کې کاناډایۍ خبریالې کیټي ګانن چې ۱۸ کاله یې په افغانستان کې کار کړی، په افغانستان کې د امریکا سفارت د بیا پرانستلو غوښتنه کړې ده. د مېرمن ګانن استدلال دا و، چې په افغانستان کې د امریکا ډیپلوماټیک حضور به له طالبانو د ښه تفاهم لامل شي او د امریکا بهرنۍ تګلارې د پرمختګ لامل به شي.
د امریکا غږ انګلیسي برخې هم راپور ورکړی چې متحده ایالات په «احتیاط» سره د دې امکان په پام کې نیسي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د طالبانو له رسمیت پیژندلو پرته خپله کونسلګري بیا پرانیزي. دغې شبکې لیکلي، چې دا موضوع د امریکا بهرنیو چارو وزارت دیوه نوي ستراتیژیک سند د جوړېدو په بحث کې راپورته شوې.
خو په دوحه کې د امریکا سفارت په افغانستان کې د خپلې کونسلګرۍ د بیا پرانیستلو په اړه راپورونه رد کړل. د امریکا د سفارت یوه ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د افغانستان په اړه د امریکا دریځ نه دی بدل شوی او دا مهال په کابل کې د ډیپلوماتیکو فعالیتونو د بېرته پیلولو پلان نه لري.

فارین پالیسۍ خبر ورکړی، چې بشر نورزی، چې د نشه يي توکو لوی قاچاقبر دی، د هبت الله اخندزاده په ملاتړ له ګوانتانامو زندان څخه له خوشې کېدو وروسته له چین سره سوداګریزې اړیکې ټینګې کړې دي.
بشر نورزی چې د طالبانو له با نفوده څیرو څخه دی، په ګوانتانامو کې دوه لسیزو بند تېرولو وروسته، له یوه امریکايي انجینر مارک فریکس سره په ۱۴۰۱ کال کې تبادله او له بنده خوشې شو.
بشر نورزی د طالبانو د مشرانو په منځ کې هم خورا ډېر نفوذ لري. ویل کیږي چې نوموړی د طالبانو له بنسټګر ملا محمد عمر سره نږدې اړیکې درلودې او د دغې ډلې له جوړېدو راهیسې د دوی ډېری فعالیتونه تمویلوي.
فارن پالیسۍ د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې بشر نورزی اوس د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره هم نږدې اړیکې لري. دغې مجلې ښاغلی نورزی د "مخدره توکو پاچاه" یاد کړی،چې د «هیروینو امپراتورۍ یې په افغانستان کې د طالبانو د اوږدې جګړې په تمویل کې مرسته کړې ده.»
د افغانستان د کانونو د برخې کارپوه جاوید نوراني فارین پالیسۍ ته ویلي، که څه هم نورزي په کانونو کې تخصص نه درلود، خو له بنده له خلاصېدو وروسته سمدستي بېرته سوداګرۍ ته راغی او د طالبانو له مشر هبت الله اخندزاده سره یې له نږدې همکارۍ له امله د افغانستان په شمال کې د سرو زرو، تېل او ګازرو قراردادونه واخیستل.
ښاغلي نوراني د نورزي اوسنی واک د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مرستیال محمد قسیم فهیم سره پرتله کړی او ویې ویل: «هغه د یوه جنګسالار په څېر دی.»
د کانونو دغه کارپوه وايي، د افغان-چین د تېلواو ګازو شرکت چې د بشر نورزي او یوې چینايي کمپنۍ په ملګرتیا جوړ شوی، د کانونو قراردادونه یې ترلاسه کړي دي. په داوطلبۍ کې د شفافیت نشتوالی او تر ټولو مهم د طالبانو له مشرتابه سره د نورزي ملګرتیا د قراردادونو په ترلاسه کولو کې د دوی د بریا اصلي لامل بلل شوی.
یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي فارین پالیسۍ ته وویل چې بشر نورزی د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره، چې د تېلو د استخراج په قراردادونو قوي کنټرول لري، هم نږدې اړیکې لري.
د بشر نورزي شرکت منځنۍ اسیا ته نږدې د امو سیند ته څېرمه د هایدروکاربن ظرفیت د مطالعې او استخراج قرارداد ترلاسه کړی دی.
فارین پالیسي د خپلې سرچینې په حواله لیکلي،چې طالبان ځانونه د بشر نورزي پوروړي ګڼي.
د هبت الله له خوا له چینایانو سره د نورزي د سوداګرۍ ملاتړ
فارین پالیسۍ ورځپاڼه له چینایانو سره د نورزي سوداګرۍپه اړه د هبت الله اخندزاده د ملاتړ په هکله په داسې وخت کې راپور ورکړی، چې په دې وروستیو کې د چین ولسمشر شي جین پینګ په بیجینګ کې د طالبانو د استازي اعتبار لیک ومنلو.
د دې مجلې په راپور کې راغلي، چې اوس داسې ښکاري چې د افغانستان د کاني شتمنیو د استخراج لپاره د چین اوږدمهاله پلانونه مستقیماً د طالبانو د پیسو له اړتیا او ډیپلوماټیکې پېژندګلوۍ سره تړاو لري.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر اوسه پورې د چین له واکمن کمونست ګوند سره د طالبانو اړیکې ځکه مثبته پایله لرلې ده چې دغې ډلې د چین د کانونو له شرکتونو سره د تړونونو له لارې په سلګونه میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.
د دې مجلې په وینا، داسې ښکاري چې طالبان د یو میلیون اویغور مسلمانانو له وضعیته نه دي ناراحته شوي چې د چین د حکومت تر فشار لاندې په زندانونو کې پراته دي.
طالبانو خپله هم ښځې د زده کړو، کار او سفر له حقه بې برخې کړي او د تېرحکومت د امنیتي ځواکونو او مخالفینو وژلو ته یې دوام ورکړی دی.
د راپور لیکوال ویلي، چې چین له طالبانو سره د افغانستان کانونو ته له لاسرسۍ سربیره د اړیکو د پراخولو انګېزه لري. بیجینګ اروپایي بازارونو ته د لاسرسي او د «یوه لار یو کمربند» پروژې د پراخولو لپاره افغانستان ته اړتیا لري.
بیجینګ له طالبانو سره د ټکنالوژۍ او د څار وسایل هم شریک کړي دي. په راپور کې راغلي چې چين له دې کارسره دوه موخې تعقيبوي. طالبان کولای شي د چین له خوا ورکړل شوې ټکنالوژۍ سره خپل دښمنان وڅاري او له بل پلوه، چین کولې شي له دې لارې اویغوریان چې د طالبانو ملاتړ له ځان سره لري او د چین پر وړاندې د شرقي ترکستان ډلې غړي دي، وڅاري.
بشر نورزی چې د نشه يي توکو یو لوی قاچاقبر او د طالبانو یو ستر مالي ملاتړی دی، په ۲۰۰۵ کال کې په نیویارک کې ونیول شو او له ۲۰۰۹ کال راهیسې د دوه حکمونو په اساس په بند محکوم شوی و.