• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

باختر اژانس کاکړ ته: ډیورنډ نه هیڅ افغان حکومت منلې او نه به یې ومني

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د طالبانو واک کې باختر اژانس د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو ته په ځواب د «ډیورنډ کرښه؛ افغانستان او پاکستان رسمي پوله نه لري» په نوم تبصره کړې ده. تبصره کې راغلي د دې «کرغیړنې پولې له رامنځته کېدو تر ننه، هېڅ افغان حکومت دغه پوله نه ده منلې او نه به یې هم تاریخ کې څوک ومني.»

د باختر د تبصرې له مخې یو وخت به ډیورنډ کرښه له منځه ځي او لرو بر افغانان به سره یو ځای کېږي: «چې وخت یې راشي، نو اټک به خپله نغارې وهي، چې زه د کابل یم او کوټه به هم له کندهاره لاسونه ورتاو کړي، چې ورک لالیه چرته وې؟»

افغان چارواکي ډیورنډ کرښه د پولې په توګه په رسمیت نه پېژني او طالبان هم په دې برخه کې ورته نظر لري.

د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ له طلوع نیوز سره مرکه کې ویلي وو، ډیورنډ ګرښه د افغانستان او پاکستان رسمي پوله ده.

د هغه په خبره، ټوله نړۍ دا پوله په رسمیت پېژني، خو یو ۳۰ میلیونه افغانان یې په رسمیت نه پېژني.

باختر اژانس د نوموړي په ځواب کې لیکلي «چې په ټوله کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه دغه ډول څرګندونې د ستونزې او کشالې د لا اوږدوالي لامل ګرځي او د اصولو او قوانینو په چوکاټ باید دغې موضوع ته د پای ټکی کېښودل شي او د کابل حق بېرته ورته وسپارل شي.»

څه موده وړاندې دطالبانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر نور الله نوري هم ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو، چې افغانستان له پاکستان سره هېڅ کومه رسمي پوله نه لري.

خو پاکستاني چارواکي ډیورنډ د رسمي پولې په توګه یادوي او پر دې کرښه یې ازغن تار لګولو سره د خلکو تګ راتګ محدود او اوس پر چمن- بولدک او انګور اډه هم دواړو غاړو ته د تګ لپاره د ویزې پر پلي کولو ټینګار کوي.

د پاکستان د دې نوي محدودیت په مقابل کې په دواړو لارو کې د چمن او وزیرستان خلکو پرلت پیل کړی او له اسلام اباد غواړي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د پښتون ژغورنې غورځنګ هالند څانګې پاکستان کې د دغه غورځنګ د غړو نیول او «شکنجه» کول وغندل

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ هالند ځانګې د یوې غونډې په جوړولو سره په پاکستان کې د دغه غورځنګ د مشر او غړو نیول او «شکنجه» کول وغندل. د غونډې کډونوالو د بشري حقونو پر نړيوالو سازمانونو غږ وکړ، چې پر پاکستاني پوځ فشار راوړي ترڅو په دغه هېواد کې د پښتنو نیول ودروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د هالند څانګې تېره ورځ شنبې د سلواغې ۲۱ مه یوه غونډه جوړه کړې وه.

د غونډې کډونوالو په پاکستان کې له پښتنو غوښتنه وکړه چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ سره ودریږي.

دوی وویل زندانونه نشي کولی چې د غورځنګ د غړو مسیر ته بدلون ورکړي.

پاکستان په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د دې غورځنګ مخکښ غړی ګیلامن وزیر او څو نور غړي نیولي او ځینې یې وايي چې زندان کې سخت شکنجه شوي دي.

د غونډې جوړونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دوی په دغه غونډه کې د ارمان لوڼي د شهادت پنځم تلین هم ولمانځه.

د دې غونډې په ورستۍ برخه کې د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ د سکایپ د لارې له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه ترڅو د ارمان لوڼي فکر او د مبارزې لار تعقیب کړی.

ایرانی چارواکی: د ایران او افغانستان د ۷۴ کیلو متره پولې د تړلو کار پیل شو

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۰

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قوماندان کیومرث حیدري خبر ورکړی چې د ۷۴ کیلو مترو په اوږدوالي د افغانستان او ایران د پولو د تړلو پروژې لومړی پړاو عملي کیږي. فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې ښاغلي حیدري دغه پروژه د ایران یوه له مهمو ملي پروژو څخه بللې ده.

د ایراني پوځ دغه چارواکي ویلي چې د پولې د تړلو لومړی پړاو به په څلورو رغنیزو چارو کې ترسره شي چې دا مهال اغزن تار غځول شوی او وروسته به د سړک جوړولو چارې پیل شي.

ښاغلي حیدري وویل: «د تلپاتي امنیت یوه برخه د سرحدونو د بندېدو موضوع ده او دا پروژه به د سیمې وضیعت ته په پام سره ایران ته د ارزښت وړ ده.»

نوموړی زیاتوي: «په پولو کې د پوځ شتون د ناامنۍ په معنا نه دی. بلکې دا د استخباراتي معلوماتو او پوځي چمتووالي لپاره دی.»

د دغه ایراني چارواکي په وینا، د ایران ټولې پولې خوندي دي، خو «کله ناکله داسې کوچنۍ هڅې کېږي چې د هېواد امنیت ته ګواښ نه وي»

تر دې مخکې د ایران کورنیو چارو وزیر له افغانستان سره پر پوله د دیوال د جوړولو په اړه راپورونه رد کړي وو.

احمد وحیدي تېره اوونۍ وویل: «د دېوال جوړولو ته اړتیا نشته، بلکې د پولې د بندولو موضوع ده.» خو نوموړي له افغانستان سره د پولې د تړلو د پلان په اړه نور جزیات ور نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغې ډلې ځواکونو څو څو ځلې د افغانستان په لوېدیځ کې له ایراني پوله ساتو سره نښتې کړې دي.

د طالبانو کډوالو وزارت: نږدې زر کډوال په زور او خپله خوښه له ایران او پاکستانه راستانه شوي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۷ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي تازه راستانه شوي کډوال چې ۴۹ تنه ماشومان هم پکې شامل دي د هرات د اسلام کلا او د کندهار د سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ځینې هغه یې په جبري ډول هم افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (سلواغي ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ ۹۰۳ تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه له ایرانه راستانه شوي.

د کډوالو وزارت وايي، یاد کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي او ۴۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم پکې شامل دي.

دغه وزارت وايي، یاد بې سرپرسته ماشومان یې د کورنیو تر موندلو پورې په هرات ولایت کې د وارچایلډ موسسي ته سپارلي دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي چې، له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو په دوام د شنبې په ورځ ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر ۸۳ تنه وو د کندهار سپین بولدک له لارې په جبري ډول له پاکستانه راستانه کړل شوي.

د کډوالو اړوند چارواکي وايي له ایران او پاکستانه راستانه شوي کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د خوړو او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع اعلان وکړ، چې د سلواغې میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې یې شل زره افغانان له دغه هیواده ایستلي او طالبانو ته یې سپارلي دي. او دا لړۍ لا هم دوام لري.

پاکستاني رسنۍ:د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې د عملیاتو پرمهال د داعش یو قوماندان وژل شوی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۰

پاکستاني رسنیو د دغه هيواد د پوځ رسنیزې برخې له قوله لیکلي چې د داعش يو قوماندان یې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د خيبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې وژلی دی. سرچینو نن یکشنبه د (سلواغې ۲۲مه) ویلي د داعش دغه قوماندان سورت ګل نومېده او په سیف الله پېښوري مشهور و.

د پاکستان پوځ رسنیو ته ويلي چې دغه قوماندان یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په نښه کړی او وژلی دی.

خو پوځ دا نه دي ويلي چې د داعش دغه قوماندان یې د خيبرپښتوخوا په کومه سیمه کې او کله وژلی.

پاکستاني رسنیو د ځینو پټو سرچینو له قوله لیکلي چې د داعش دغه قوماندان په ​​افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې په ننګرهار کې د داعش لوړپوړی قوماندان و.

عارف علوي: ټاکنیز بحران د برېښنايي رایې ورکولو ماشینونو د نشتوالي له امله رامنځته شوی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر د ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې په اړه د جنجالونو په غبرګون کې وویل چې اوسنۍ ستونزې د برېښنايي رایو ورکولو او شمېرلو د ماشینونو د نشتوالي له امله دي. عارف علوي ټینګار کړی، چې له ټاکنو مخکې یې په غونډو کې له پنځوسو ځلو زیات د دغو ماشینونو د کارولو یادونه کړې وه.

پاکستانۍ جنګ ورځپاڼې د پاکستان د ولسمشر د وینا په اړه لیکلي چې که برېښنايي رایې ورکولو ماشینونه وکارول شي، «په پنځو دقیقو کې د نوماندانو رایې شمېرل کېدلې او اوسنی بحران به نه و.»

دا مهال د پاکستان په ټاکنو کې د رایو بیا شمېرنه په لاس ترسره کېږي.

د عمران خان په مشرۍ چې دا مهال په زندان کې دی د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خپلو پلویانو غوښتي چې د رایو د بیا شمېرنې او ټاکنو پایلو د اعلان د ځنډ له امله نن یکشنبه د سلواغې۲۲مه په ټول پاکستان کې لاریونونه وکړي.