ایراني چارواکي: د ایران په سویل ختیځ سرحدونو کې له ۲زره څخه ډېر بې اسناده بهرنیان نیول شوي

د سیستان او بلوچستان د سرحدي ساتونکو د قوماندانۍ ټولنیز مرستیال په تېرو ۷۲ ساعتونو کې له افغانستان او پاکستان سره د ایران په ګډو پولو کې د ۲ زره ۲۸۵ بې اسناده افغانانو د نیولو اعلان کړی.





