طالبان: د هیواد په ۱۲ بندرونو کې د برېښنايي سکینرونو د لګولو پلان تصویب شو

د طالبانو اقتصادي کمیسیون وایي، د هیواد په ۱۲ ګمرکونو کې یې د ۲۴ لویو برېښنايي سکینرونو د لګولو طرحه تصویب کړې ده. دغه کمېسیون نن ویلي، د دغو سکینرونو د لګولو چارې به د اته میلیارد افغانیو په لګښت په دوو کلونو کې بشپړې شي.





