• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زابل کې طالبانو له څلورو کسانو سره د ۳ زره کيلو ګرامو چرسو د نيولو خبر ورکړ

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۸ GMT+۰

د زابل د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مرستيال وایي، چې د دې ولایت په سيوري ولسوالۍ کې يې له څلورو کسانو سره ۳ زره کیلو ګرامه چرس نيولي. طالبان وايي، چې د نشه يي توکو له کښت، پلور، قاچاق او استعمال د مخنيو سره یې مبارزه جدي ده.

د افغانستان سوېلي ولایت زابل د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ په يوې خبرپانه کې د دوی د مرستیال نجم الهدا محمود له قوله ليکلي: «دغه چرس يې د سيوري ولسوالۍ د پيتلاخيلو په سیمه کې له ۴ کسانو سره نيولي، چې په يوه بای فور موټر کې ځای پر ځای شوي وو.»

د خبرپاڼې له مخې؛ نيول شوي کسان به له پښتنو وروسته د طالبانو قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د زابل د طالبانو مرستیال قوماندان وايي؛ د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د امر له مخې د نشه يي توکو مخه نيسي.

که څه هم د طالبانو مشر ډېر وخت مخکي د يوه فرمان له لارې د نشه یي توکو پر کر، پلور، قاچاق او استعمال بنديز لګولی؛ خو داسي ښکاري، چې په ډېرو سېمو کې طالب قوماندان او د هغوی پلویان دغه فرمان نه عملي کوي.

ځکه د افغانستان په سويلي ولايتونو کې لا هم د نشه يي توکو په خاص ډول کوکنارو د کښتونو کر لا هم دوام لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د ټولیز امنیت تړون لوی درستیز: د افغانستان شمال کې د داعش او پاکستاني طالبانو شمېر ډېرېږي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۹ GMT+۰

د ټولیز امنیت تړون لوی درستیز وايي، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش وسلوالو او پاکستاني طالبانو شمېر ډېرېږي. اندري سردیوکوف زیاتوي، له تاجکستان سره پر پوله د افغانستان سرحدي ولایتونو کې د دغو وسلوالو روزنځي هم مخ په ډېرېدو دي او دوی د منځنۍ اسیا امنیت ته اصلي خطر دي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي نن خبري غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې بهرني وسلوال د دغه هېواد شمال کې را ټول شوي دي.

د اندري سردیوکوف په خبره، د ناوړه اقتصادي حالت، د طالبانو او د هغوی د مخالفانو ترمنځ ټکر، همدارنګه د مذهبي او قومي لږکیو ځپلو له امله کډوالي ممکن دا حالت نور هم بدتر کړي.

ریابکوب وايي، د نشه يي توکو قاچاق او د وسلې بې قانونه وېش هم په سیمه کې د وسلوالو زیاتولو کې رول لري.

د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشرانو او بهرنیو او دفاع وزیرانو تېر نومبر کې هم په جلا جلا غونډو کې د افغانستان امنیتي حالت وارزاوه.

افغان لوبغاړی محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې د نړۍ غوره الراونډر شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۹ GMT+۰

د کرېکټ نړیوالې شورا د نړۍ د غوره لوبغاړو په تازه درجه بندۍ کې اعلان وکړ، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړی محمد نبي عیساخېل د ۳۱۴ نمرو په ترلاسه کولو د ۵۰ اوره لوبو د غوره الراونډرانو په ډلبندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

بنګلدېشی شکېب حسن له ۱۷۳۹ ورځو وروسته دویم مقام ته کښته شوی.

په دې درجه بندۍ کې د افغانستان له محمد نبي وروسته د بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شکیب حسن د ۳۱۰ نمرو په لرلو دویم، د زیمبابوې سکندر رضا د ۲۸۸ نمرو په لرلو دریم او د افغانستان راشد خان ارمان د ۲۵۵ نمرو په لرلو څلورم ځای خپل کړی دی.

شکیب حسن ۱۷۳۹ ورځې د دې جدول په سر کې و، چې اوس دويم شو.

محمد نبي په ۳۹ کلنۍ او په وروستيو میاشتو کې تر لوبو وروسته دغه مقام ته رسېدلی دی.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې نوموړی تر ټولو مشر لوبغاړی دی چې د جدول په سر کې ځای لري.

تر افغان لوبغاړي محمد نبي وړاندې د سريلانکا دلشان په ۳۸ کلو او اتو مياشتو کې تر ټولو زيات عمره لوبغاړی و چې په ۲۰۱۵ کال کې يې د نړۍ د کرېکټ د غوره الراونډرانو په سر کې ځای درلود.

شکیب حسن د ۲۰۱۹ کال د مۍ له ۷ نیټې تر نن ورځې د جدول په سر کې و، چې دا په دې برخه کې تر ټولو اوږد وخت دی.

البته دا لوبغاړی په تیرو وختونو کې څو ځله لومړی مقام خپل کړی اوټولټال یوولس نیم کاله د غوره لوبغاړو په نوملړ کې لومړی و.

د ایران روغتیا وزیر وايي افغانان او عراقیان تر نورو ډېر درملنې ته ور ځي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۳۸ GMT+۰

د ایران روغتیا وزیر وايي، تر نورو وګړو افغانان او عراقیان دغه هېواد ته د درملني لپاره ډېر ورځي او له دې درکه تهران ته د کال یو میلیارد ډالر عاید په لاس ورځي. افغانان پخوا تر ډېره پاکستان او هند ته درملنې ته تلل، خو د طالبانو واکمنېدو سره دواړو هېوادونو ته تګ ورته ستونزمن شوی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، بهرام عین اللهي نن د سیلګرۍ نندارتون کې وویل، ایران ته تلونکي شل سلنه سیلانیان روغتیايي ګرځندویان دي او هیله لري چې د روغتیا او سیلګرۍ وزارتونو په همغږۍ په دې برخه کې نور هم سیلانیان زیات شي.

هغه زیاتوي، تېر کال د سیلانیانو په نوم د یو میلیون او دوه لکه کسان دغه هېواد ته د روغتیايي سیلګرۍ لپاره ورغلي دی، چې تر نورو د عراق، افغانستان، پاکستان، عمان، بحرین، ارمنستان، تاجکستان، خلیخي هېوادونو ډېر ناروغان وو .

د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو سره چې هند ته له افغانستان عادي تګ بند شوی او پاکستان هم وخت په وخت خپلې لارې بندوي ور سره افغانانو ایران ته مخه کړې ده.

ایران د پاکستان او هند برعکس له طالبانو سره ورځ تر بلې په هره برخه کې اړیکي پراخوي او افغانانو ته ویزو اسانتیاوې ډېروي.

پر ناروغانو سربېره اوس هغه کسان هم تر ډېره ایران ته ځي چې خپلوان یې اروپا کې وي او د خپلمنځي لیدلو یا کېس اچولو لپاره دویم هېواد ته اړتیا لري.

ایرانی استازی: طالبان د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره دوه مهم شرطونه لري

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي ویلي، چې طالبان د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې غونډه کې ګډون لپاره ۲ مهم شرطونه لري. حسن کاظمي قمي د دغو شرطونو په اړه نور جزيات نه دي ور کړي، خو ټینګار یې کړی، چې له طالبانو سره تعامل په افغانستان کې د امنیت د تامین لپاره زميبه برابرولی شي.

هغه د چهار شبنې په ورځ د سلواغې په ۲۵ مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: « که د سیمه ییزې تماس ډلې لار په پام کې ونيول شي او له طالبانو سره د تعامل لار تعقیب شي له باثباته افغانستان سره به مخ شو.»

کاظمي قمي ټینګار وکړ، چې باید معلومه شي د دوحې غونډې هدف څومره جدي دی او دا ناسته له طالبانو سره د تعامل لپاره د یوې «عادلانه لارې» د پرانستلو یو ښه فرصت دی.

تر دې مخکې طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی و او د دوحې غونډه کې یې د دوی د "معنا وړ" ګډون غوښتنه کړې وه.

طالبانو ویلي که ملګري ملتونه د دوحې غونډې د جوړېدو په اړه نور جزیات ورکړي دغه ډله به د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ویلي، چې دا ډله د دوحې غونډه کې د ګډون د څرنګوالي په اړه له ملګرو ملتونو سره خبرې کوي.

طالبان وايي پنجشېر کې د اوسپنې کان اېستلو لومړني کارونه ژر پیلېږي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۱۳ GMT+۰

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي وايي، د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې د اوسپنې کان اېستلو لومړني کارونه ژر پیلېږي. د نوموړي دفتر یوه اعلامیه کې زیاتوي چې د ۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت دې درې کلنه پروژه کې به نږدې دوه زره کسانو ته کار پیدا شي.

د اعلامیې له مخې، د دغه کان د داوطلبۍ ګټونکي شرکت مشر عبدالوکیل خسرو د طالبانو له والي محمد اغا حکیم سره نن په دې هکله لیدنه کې ویلي د اوسپنې کان د کیندنې د لومړنیو چاورو پر پیل خبرې وکړې.

طالبان وايي، ددې پروژې پیلېدو سره به د ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت د پنجشېر په مرکز او ولسوالیو کې پرمختیایي پروګرامونه او ټولنیز خدمات هم پیل شي.

طالبانو د ۲۰۲۳ کال اګسټ کې د پنجشیر د زمرود کان اېستل پیل کړل او دا لومړی ځل دی چې د اوسپنې کان د اېستلو خبره کوي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو سره په پنجشېر او نورو ولایتونو کې لسګونه کانونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي او د استخراج چارې یې روانې دي.

چین له هغو هیوادونو دی چې د افغانستان د کانونو د کیندونو ډیری تړونونه یې له طالبانو سره لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د لایحې له مخې، کوچني کانونه کورنیو شرکتونو او لوی يې بهرنیو شرکتونو ته ور کول کيږي، خو ځینې کانپوهان بیا وایي چې تر ډېره دا کانونه بې قانونه او نامسلکي اېستل کېږي.