د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دویمه ناسته سبا یکشنبه په دوحه کې پیلېږي

که څه هم د دغې ناستې په اړه لاتراوسه رسمي مالومات نه دي ورکړل شوي؛ خو ویل کېږي چې افغانستان ته د مرستې رسوونه، د سولې په چاره کې د ځانګړي استازي ټاکنه او د طالبانو سره د تعامل اړوند موضوعات به د دغې ناستې د سر، سر ټکي وي.





