د طالبانو لهخوا د لګول شوي بندیز له امله طلوعنیوز د ماریا زاخارووا عکس سانسور کړ

د موبي ګروپ په اډانه کې د طلوعنیوز خبري شبکه چې په کابل کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خپرونې کوي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا عکس یې سانسور کړ. طالبان چې د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې چې کله په کابل واکمن شول، پر سیمهییزو رسنیو یې پراخ بندیزونه ولګول.





