د طالبانو د کډوالو وزارت: له پاکستانه تر ۵۰۰ډېر کډوال په جبري توګه هېواد ته ستانه کړای شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شنبې ورځ د (سلواغې ۲۸مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې ‏۵۵۳ افغان کډوال د سلواغې په ۲۶مه او ۲۷مه د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته ستانه کړای شوي دي.