د افغانستان د ازادۍ جبهې په کابل کې د ۳ طالبانو د وژلو ادعا کړې ده

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې وسله والو یې د یکشنبې په ماښام په کابل کې په یو برید کې درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپپان کړي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې وسله والو یې د یکشنبې په ماښام په کابل کې په یو برید کې درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپپان کړي دي.
دغې جبهې پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې نن یکشنبه یې د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې ګلسرخ څلورلارې ته څېرمه د طالبانو پر پوستې برید کړی چې په پایله کې یې ۳ طالب وسله وال وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.دغه جبهه زیاتوي؛ د دې پوستې طالبانو تېره اونۍ په څو مساپر وړونکو موټرو ډزې کړې وې او د تلاشۍ په پلمه یې مېرمنې او نجونې ځورولې وې.
طالبانو لا د دغې برید په اړه څه نه دي ویلي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د دغه برید پخلی نه کوي؛ خو په دې وروستیو کې د طالبانو د مخالفو جبهو له خوا پر طالبانو د بریدونو د پېښو خبرونه ورکول کیږي.
په قطر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونوله خوا د رابلل شوې غونډې په درشل کې د بښنې نړۍوال سازمان مشر د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.
دیپروسا موچینا ویلي: "د دوحې غونډه د ټولو افغانانو او په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د یوه متحد او ګډ اقدام د ترسره کولو یو مهم فرصت دی. د معافیت فرهنګ چې د طالبانو روانې بشري سرغړونې یې ممکنې کړي باید په سمدستي توګه پای ته ورسیږي."
دغه دوه ورځنۍ غونډه په نېږدې یو کال کې په قطر کې د افغانستان په اړه دویمه جوړېدونکې ناسته ده، سره له دې چې لومړنۍ ناستې ته طالبان نه وو وربلل شوي؛ خو د دې ناستې اجڼډا تر ډېره د طالبانو په مشرۍ د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره پر نړۍوالو اړیکو راټوله ده.
د بښنې نړۍوال سازمان مشر وايي: "طالبانو د افغانستان د حاکمانو په توګه، د نړۍوالو قوانینو په اړه د دغه هېواد مکلفیتونه له پامه غورځولي او په هېواد کې يې د بيان ازادي، د سوله ییزو غونډو حق او عدالت ته لاسرسی سخت محدود کړی دی."
هغه د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو زیاتېدونکي توپیري چلند غندلي او اندېښنه یې ښودلې، چې طالبان غواړي چې د مېرمنو او نجونو حضور په عام ژوند کې له منځه یوسي.
هغه زیاته کړې:"د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د طالبانو توپیریز محدودیتونه، چې ښکاره موخه یې په عام ژوند کې د ښځو د حضور ختمول دي، په وروستیو میاشتو کې ډېر شوي دي."
ښاغلي موچينا زیاته کړې: "نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت ته په کتو نه شي کولی، چې د معمول په توګه افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي."
نوموړی وايي: "په دوحه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي او ټول ځانګړي استازي چې په دې ناسته کې له سیمې او نورو هېوادونو څخه ګډون کوي باید ټینګار وکړي، چې طالبان سمدستي ټول هغه بندیزونه لرې کړي، چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي او ټول هغه کسان خوشې کړي چې دوی په خپل سر نیولي او بندي کړي یې دي."
د بښنې نړۍوال سازمان د نهو نورو سازمانونو په ګډون، د فېبرورۍ په اوومه نېټه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته یو لیک استولی و او له هغه څخه یې غوښتي وو، چې د دوحې په غونډه کې د ښځو د بشري حقونو د مدافعانو په ګډون د افغان مدني ټولنې فعال ګډون یقیني کړي. په ټولو بحثونو کې د ښځو د حقونو پر مرکزي موضوع تمرکز وکړئ.
د طالبانو ډلې د واک د تر لاسه کولو راهیسې د مېرمنو د حقونو په اړه د خپلو کړو ژمنو خلاف، په ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي.
طالبانو ښځې او نجونې د کار کولو له حقه محرومې کړي او له شپږم ټولګي پورته یې زده کړو ته نه پرېږدي، دغې چارې د نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو تر منځ لویې اندېښنې راپورته کړي دي.
په فراه کې د شېخ ابو نصر فراهي بندر د طالبانو د کمېسارۍ مسوولين وايي، چې له ایران سره يې اړيکې ښې دي او تر دې مهاله یو میليون او ۶۰۰ سوه زره ټنه بېلابېل مواد هېواد ته وارد شوي دي. د دې بندر اداري مرستیال وايي، چې له افغانستانه څخه هم ایران ته ۳۸۰ ټنه بېلابيل توکې صادر شوي دي.
د فراه د شیخ ابونصر فراهي بندر د طالبانو د کمېسارۍ اداري مرستیال محمد عالم افګار د یکشنبې په ورځ په يوه ويډيويي مرکه کې ويلي، چې د ایران هېواد سره يې پر پوله د سوداګرۍ او تګ راتګ په برخه کې اړېکې ښې دي.
نوموړي زياتوي، چې له ایران څخه يې په زيات شمېر د سون توکي، خوراکي او غيري خوراکي موادو په برخه کې د صادراتو او وارداتو کچه هم لوړه شوې.
د هغه په خبره: « پر بندر د تګ راتګ او ترانزيټ پر دروازو ۱ ميلیون ۶ سوه زره ټنه مواد له ایران څخه راغلي دي، له افغانستان څخه هم ۳۸۰ ټنه مواد صادر شوي دي.»
افګار دا ونه ويل، چې د صادراتو او وارداتو دغه شمېر په څومره وخت کې لوړ شوی دی.
د نوموړي په خبره، چې د ایران پولې ته نږدې شاوخوا ۴ نيم زره کسان په کار بوخت دي.
افګار وايي؛ د صادراتو پر مهال يې يو شمېر کسان هم د لرغونو اثارو د قاچاق په تور نيولي او په جدي توګه د قاچاق مخه نيسي.
نوموړي په دې اړه نور جزیيات نه دي ورکړي.
طالبان وايي؛ د ایران سره تر ټولو مصروفه او د ګڼې ګونې لومړۍ دروازه په هرات، دویمه په نيمروز ولایت هم لري، چې په زیات شمېر کسان تګ راتګ او کاروبار پرې کوي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د ایران او طالبانو اړيکې اوس مهال تر بل هر وخت مناسبي ښکاري، ځکه په ډېرو سياسي، فرهنګي او سوداګريزو ناستو کې دواړه يو بل ته بلنې ورکوي.
د ننګرهار د طالبانو د امنيه قوماندانۍ ویاند وايي، چې هغه دوه کسان یې نيولي، چې له خپل کور څخه یې ۶۹ زره ډالر او ۳ لکه افغانۍ غلا کړې وې او غوښتل يې چې له هېواده بهر لاړ شي.
د ننګرهار د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند بصير زابلي نن یکشنبه په يوې خبرپاڼه کې ليکي، چې هغه دوه ځوانان او غلا شوي پيسې يې تر نيولو وروسته خپلي کورنۍ ته سپارلي، چې غوښتل یې بهر ته ولاړ شي.
زابلی وايي نيول شوي کسان دواړه ځوانان دي، چې ۱۵ او ۱۶ کلونه عمرونه لري.
د هغه د معلوماتو له مخي، چې دغه ځوانان د تره زامن دي او د يوه پلان له مخې يې پيسې له کور څخه غلا کړي او له هېواده یې د تېښتې هڅه کوله.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د اقتصادي ستونزو او پر ځوانانو د بېلابيلو ټولنيزو بنديزونو د زياتېدو له کبله ډېری ځوانان بهر ته د تلو هڅې کوي.
لويه برخه افغان ځوانان پر خطرناکو او قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته ځانونه رسوي.
د افغانستان د اساسي قانون د متخصصې ډلې په نوم په جنیوا کې د افغان وکیلانو یوې ټولنې د افغانستان لپاره د یوه جامع اساسي قانون غوښتنه کړې ده. دغې ډلې ویلي چې افغانستان اساسي قانون ته اړتیا لري او باید د یوې رڼې، هر اړخیزې او ډیموکراتیکې پروسې له لارې ترتیب او تصویب شي.
دې ډلې نن په خپل اېکس اکاونټ کې په یوه بیان کې یادونه وکړه چې "بین المللي نظام ته د افغانستان د راستنیدو لپاره د لارې نقشه" د دوحې غونډې یوه له مهمو مسلو څخه ده.
د دغې ډلې په بیانیه کښې ټینګار شوی دی: «په ټول شموله بهیر کې د هراړخیز اساسي قانون طرحه او د افغانانو د ملي خبرو اترو څخه رامنځته کېدل د دغې لارنقشې له مهمو محورونو څخه دي.»
د افغانستان د اساسي قانون د حقونو ځانګړې ډلې زیاته کړه، چې اوس مهال د اساسي قانون په خلا کې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو اساسي حقونه څنډې ته شوي او تر پښو لاندې شوي دي.
طالب چارواکو تر اوسه د افغانستان د اساسي قانون په اړه متضادط څرګندونې کړي دي. په ۱۴۰۱ کې، د امریکا د NPR راډیو سره په مرکه کې، د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب وویل چې په افغانستان کې د اساسي قانون مسودې ته "اړتیا" ده.
هغه په دې مرکه کې چې په کندهار کې د خپل پلار په کور کې ترسره شوه، په دې اړه چې طالبان څه ډول حکومت غواړي وویل: "تر اوسه کومه پریکړه نه ده شوې."
په همدې کال کې د طالبانو د عدلیې وزارت مرستیال عبدالکریم حیدر په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې افغانستان اساسي قانون ته اړتیا نه لري او دا چې د هېواد د خلکو ستونزې به د حنفي فقهې پر بنسټ حل کېږي.
د افغانستان د اساسي قانون د حقونو ځانګړې ډلې ویلي چې باید نوی اساسي قانون جوړ شي او ټینګار یې کړی چې هر اساسي قانون باید ټول معتبر ملي او نړیوال ارزښتونه منعکس کړي.
دغې ډلې په خپله اعلامیه کې وړاندیز کړی چې د ژوند له بېلابېلو څانګو افغانان دې د اساسي قانون د تصویب په بهیر کې برخه واخلي.
د افغانستان لپاره د ایران استازی وايي، د ملګرو ملتونو په نوښت د دغه هېواد لپاره د دوحې ناسته کې پر دریو مسلو تمرکز کېږي. ښاغلی قمي وايي، د افغانستان لومړیتوبونه په نظر کې نیول او د افغانستان، ګاونډیانو، سیمې او نړیوال چاپېریال روا او متقابلو ګټو پر بنسټ پرېکړې کول پکې شامل دي.
د نوموړي په خبره، دریم هم د هر اړخیزو خو له تحمیلي یا تپلو مشورو پرته د نړیوالو بهیرونو لپاره ټولیز تصمیم نیول دي.
د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې دوه ورځنۍ ناسته نن ځايی وخت شپږ بجې د قطر پلازمېنه دوحه کې پیلېږي.
ملګرو ملتونو طالبانو ته هم د ګډون بلنه ور کړې وه، خو دا ډله وايي، چې د دوی شرطونه نه دي منل شوي، ځکه «بې ګټې» ګډون نه کوي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، ملګرو ملتونو ته یې ویلي و، چې طالبان باید د افغانستان د یوازینۍ مسوولې ډلې په توګه ګډون وکړي، خو شرطونه یې نه دي منل شوي.
طالبان په خپله اعلامیه کې وایي، دا غونډه د دوی او د نړیوالې ټولنې ترمنځ د اختلافونو او ستونزو د حل لپاره ښه فرصت و.