محمود خان اڅکزی د چمن پرلت ته: تاسو رايه را کړې او غوښتنې به مو پارلمان ته رسوم

AP ۱۴۰۲ کب ۲

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر نن د چمن پرلت ته وینا کې وویل، چې د دوی په رایه د پاکستان پارلمان ته کامیاب شوی او ستونزی به یې قومي اسمبلۍ ته رسوي.

محمود خان اڅکزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه:« د چمن پر لار د تګ راتګ پر مهال پاسپورت د مرګ په بيه هم نه منم.»

د ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې د چمن خلکو د پاکستان د حکومت د دې پرېکړې په اعتراض کې پرلت کړی چې د کندهار سپین بولدک ته به د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ نه کاروي.

تر هغه راهیسې د بلوچستان صوبايي او د پاکستان مرکزي حکومت د پرلتوالو غوښتنو ته کوم پام نه دی کړی.

محمود خان اڅکزي چې له لومړیو یې د دې پرلت پلاتړ کړی وايي: « د چمن پرلت ماته د ټول ولس ناکامي ده او له حکومت سره په هيڅ ډول د پاسپورټ خبره نه منو، زه به ستاسو غوښتنې تر قومي اسمبلۍ پوري ورسوم.»

نوموړی زیاتوي، چې نه د ولس په سر معامله کوي اونه یې باور خرابوي.

نوموړي د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړ، چې که د پرلت غوښتنې ونه منل شي او مجبور شي لومړنۍ کس به دی وي، چې له ولس سره به په تاوتريخوالي لاس پورې کړي.

اڅکزي د پاکستان پر پوځ نيوکه وکړه، چې په ټاکنو کې يې درغلي کړې او ډېرۍ چوکۍ يې د پيسو په مقابل کې پلورلې دي.

هغه د چمن پرلتوالو ته په خطاب کې وويل، چې پاکستان پر غلطه لار روان دی او د فاسدينو حکومت را روان دی، چې بايد ورته تیاری ونیسو.

اڅکزی د فبرورۍ پر اتمه د پاکستان په ټاکنو کې د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو چمن او کلا عبدالله څخه د قومي اسمبلۍ د غړۍ په توګه وټاکل شو.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ