افغان لوبعاړي شاهین ځواکمن ټایلنډي سیال ته د موی تای په سیالیو کې نه هېرېدونکې ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۲ کب ۴

د افغانستان د موی تای لوبو په لړ کې افغان لوبغاړي شاهین خېل ځواکمن په ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې خپل ټایلنډي سیال «اتشاریا» ته د درېیم پړاو په لومړۍ دقیقه کې د ښۍ پښې په ضربې سره ماتې ورکړه.

د موی تای دغه دوو لوبغاړو د «بي ‌اېف ‌سي» په لوبو کې د اتلولۍ د کمربند د لاس ته راوړلو له پاره سیالي وکړه.
افغان لوبغاړی شاهین د موی تای په لوبو کې یو د ملي اتلیوالیو کمربند او دوه د نړۍوالو اتلیوالیو کمربندونه لري.
دغه لوبې وړمه ورځ د ټایلنډ په «پوکت» ښار کې د بنګله د سوک وهنې په کلپ کې ترسره شوې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ