• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د اتو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور شول

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۹ GMT+۰

د طالبانو ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په بېلابېلو برخو کې ۲۵ پروژې منظور کړې دي. طالبان وايي د دغو پروژو په عملي کېدو سره به په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.

تر دې وړاندې هم طالبانو د ډیر شمېر پروژو د اعلان خبره کړې خو داسې کومه خپلواکه اداره نه ده موجوده چې د دغو پروژو د کار څرنګوالی او د لګښت څارنه وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزراء مسوولان وایي، چې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون داتو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل.
په دغو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ودانیزو چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د پاتې چارو بشپړېدل، د کابل ښار د یو شمېر سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
د طالبانو ریاست‌الوزراء د سې شنبې په ورځ (د کب اتمه) نیټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کمیسیون له ۳۱ پروژو څخه د دغو ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د پنځو پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې کړ.
د خبرپاڼې له مخې، د یادو پروژو په پلې کېدو به سلګونو کسانو ته کاري زمینې برابرې شي.

د یادولو وړ ده، چې په خبرپاڼه کې د دغو پروژو د پلې کولو د پیل د کره وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت: د هېواد په لسو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د افغانستان د سیندیزو حوزو په شاوخوا سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړ. دغه وزارت د سې شنبې په ورځ (د کب اتمه) ویلي، چې د هېواد شاوخوا لس ولایتونه د سېلابونو د راوتلو له ګواښ سره مخامخ دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د هېواد د لسو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د کب له نهمې تر ۱۱مې نېټې پورې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سېلابونو د راوتلو ډیر اټکل بیا په (هریرود، هلمند او کابل) سیندیزو حوزو کې شوی.

د خبرپاڼې له مخې، د سېلابونو او اوبو د کچې د لوړېدو له احتمالي پېښو سره فراه، هلمند، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، پنجشېر، لغمان او د کونړ سيندونو لارې مخامخ دي.

دغه وزارت په یادو ولایتونو کې د سیندونو پر غاړو له مېشتو خلکو او له هغو کسانو چې په دغو لارو تګ راتګ کوي غوښتي، چې د احتمالي ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره دې له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

که څه هم تر دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو د ځاني زیان تر څنګ ګڼ مالي زیانونه اړولي دي، خو په وروستیو کلونو کې په لوګر او پروان ولایتونو کې د سېلابونو له امله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه چې په تېرو څو لسيزو کې بېسارې او ویجاړونکي بلل شوي دي.

د افغانستان د مقاومت ملي جبهه: پر کابل هوايي‌ ډګر برید کې مو څلور طالبان وژلي

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۷ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت ملي جبهه وايي،‌ چې جنګیالیو یې د کابل په هوايي‌ ډګر کې د طالبانو پر هوايي ځواکونو راکټي بریدونو کې څلور طالب وسله وال وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د مقاومت جبهې پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د دوشنبې په ماښام په ۰۶:۴۰ دقیقو یې د طالبانو پر قرارګاه او هلیکوپټرو درې راکټه توغولي دي.

د طالبانو د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي پیغام کې پر کابل هوايي ډګر د برید په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي او ویلي یې دي، چې نن په کابل کې کومه امنیتي پیښه نه ده شوې.

تر دې وړاندې د کابل اوسیدونکو هم د کابل پر هوايي‌ ډګر د راکټي بریدونو خبر ورکړی و.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه د مشخصو پایلو له اعلان پرته پای ته ورسېده

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د افغانستان په اړه د ملګرو ملوتونو د امنیت شورا غونډه د مشخصو پایلو او پرېکړو له رسمي اعلان پرته پای ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو له مرکزي دفتر څخه د افغانستان انټرنیشنل خبريال د سرچينو په حواله وايي، چې له طالبانو سره د تعامل او د افغانستان په اړه د امنیت شورا د دايمي غړو ترمنځ اختلاف جدي دى او له همدې امله په دې اړه پریکړه کول د دغې شورا له پاره یو ستونزمن کار دی.

په همدې حال کې په په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، چې داسې نه ښکاري چې د دې شورا غړي به د افغانستان په اړه کومه جدي پرېکړه وکړي.

فايق وويل، چې د شورا دايمي غړي له طالبانو سره د خبرو اترو د څرنګوالي او د افغانستان په نورو مسايلو کې د نظر اختلاف لري او له دې امله د افغانستان په اړه پریکړه کول ستونزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت دوره يي شورا مشره: طالبان دې خپل د ښځو ضد سیاستونه ودروي

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۰ GMT+۰

د امنیت شورا د نننۍ غونډې دوره یي مشره ارولین رودریگز په نننۍ غونډه کې د طالبانو له خوا د جنسیتي تبعیض او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه سخت غبرګون وښود.

هغې له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې خپلې ټولې د ښځو ضد تګلارې او فرمانونه لغوه کړي.

نوموړې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو، حقونو او د اساسي ازادیو پر حق ټینګار وکړ.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غوڼډه د تړلو دروازو تر شا نن دوشنبه پیل شوه. په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ګډون نه دی کړی او د غونډې مشري په ملګرو ملتونو کې د ګایانا سفیره ارولین رودریگز په غاړه لري.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امنیت شورا په غونډه کې به ګډونوال د یوناما او ځانګړي استازي پر واکونو او کاري جوړښت خبرې وکړي.

د امنیت شورا د غړو لپاره تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د کاري دورې ټاکل دي.
سرچینې وايي، چې د امنیت شورا په غونډه کې به د امریکا، برېټانیا، سویس، فرانسې، سویلي کوریا او متحده عربي اماراتو ګډه اعلامیه ولوستل شي.

د شیعه علماوو شورا: طالبانو په نږدې درېیو کلونو کې زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی را کړی

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۱ GMT+۰

د شیعه علماوو شورا د دارالانشاء مشر وايي سره له دې، چې شیعه ګان تل له طالبانو سره همکارۍ ته چمتو دي؛ خو دغې ډلې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی. حسین عالمي بلخي زیاته کړه، چې د دغو غوښتنو پرېښودل د شیعه مذهب پرېښودل دي.

ښاغلي بلخي د دوشنبې په ورځ (د کب ۷ مه) نېټه د شیعه ګانو د پنځلسم امام د زوکړې د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل: «په خواشینۍ سره وایم، چې له نږدې درې کلونو راهیسې زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی راکړل شوی. »

د ښاغلي بلخي په وینا «د جعفري مذهب رسمي کول»، «په سیاسي برخو کې ګډون»، د شيعه ګانو د قضيو په څېړولو کې د جعفري مذهب سره مساوي چلند، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې شیعه محصلینو ته د شیعه فقهې او عقایدو تدریس هغه غوښتنې وې، چې د شیعه علماو د شورا له خوا مطرح شوي وې.

هغه ټینګار وکړ، چې دا د دې شورا اساسي غوښتنې دي او نه شي کولی تر دې تېر شي.

ښاغلي بلخي زیاته کړه: «که موږ له دې غوښتنو تېر شو، دا په دې معنا ده، چې موږ له شیعه مذهب څخه تېر شوي یو.»

د شیعه علماوو د شورا د دارالانشاء مشر له طالبانو د نیوکې په ډول وپوښتل: « اوس نو څه ستونزه ده، چې د جعفري فقهې پر اساس د شيعه ګانو خپل منځي شخړې حل او عمل پرې وشي؟ د بېلګې په توګه د شيعه ګانو د شخړو حلول له امنيتي ادارو څخه او کله له محکمې څخه شيعه علماو ته راجع کيږي. دا چې په نظام کې په رسمي ډول شتون ولري څه ستونزه ده؟»

په ورته وخت کې ښاغلي بلخي ټینګار وکړ، چې د شیعه علماو شورا د دغو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې او تاوتریخوالي پلوي نه دی.

د تېر حکومت له نسکورېدو او د طالبانو واک ته د رسېدو را وروسته د شيعه علماو شورا په پرله پسې توګه د دغو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.

دوی د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده سره د لېدو لپاره يو پلاوی کندهار ته هم استولی و؛ خو د طالبانو مشر دوی ته د لېدو وخت نه و ورکړی.

تر دې مخکې په افغانستان کې د شيعه ګانو يو انتقاد کوونکي مشر ایت الله واعظزاده بهسودي هم پر طالبانو د هزاره ګانو او شیعه ګانو حقونو ته د نه پاملرنې له امله سختې نيوکې کړې وې.