• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ترکمنستان دې د تورغنډۍ-هرات او اندخوی-شبرغان پر لویه لار پر رېل پټلۍ پانګونه وکړي

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۳۶ GMT+۰

طالبانو له ترکمنستان څخه غوښتي چې د تورغنډۍ - هرات او اندخوی - شبرغان پر لور تر مزار شریف پورې د رېل پټلۍ د لیکې د غځولو په برخه کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مُرَدوف سره په کتنه کې د دې مطلب په څرګندولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ (د کب ۷مه) نیټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو په عشق اباد کې د افغانستان د ډېپلوماتیک حضور د سطحې د لوړولو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار د عملي پیل، هرات ولایت ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا د زیاتوالي، د لاجوردو لارې د احیا، د افغانستان د رېل پټلۍ پر پراختیا او د ترکمنستان د پانګونې په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې؛ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د تورغنډۍ د رېل پټلۍ د سټېشن د ظرفیت لوړولو طرحه نهايي شوې ده او ډیر ژر به یې چارې پیل شي.
ښاغلي متقي د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریو د مالونو د لېږد په برخه کې د زیاتوالي په موخه افغان سوداګرو او ټرانسپورټي کارکوونکو ته د ویزو په برخه کې د اسناتیاو د رامنځته کېدو غوښتنه هم وکړه.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې متقي په دغه کتنه کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار د عملي پیل په اړه د افغانستان د چمتو والي ډاډ ورکړی دی.
اخوا رشید مُرَدوف بیا د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ او راتګ د اسناتیاو په رامنځته کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې افغان محصلینو ته د برښنا، رېل پټلۍ، ټرانسپورټ او ګازو په برخه کې بورسيې ورکړي.
د یادولو ده، چې دواړه لوري هوکړې ته ورېدل څو په نېږدې راتلونکي کې په عشق اباد کې د لاجوردو لار د مسیر پنځه ګونو هېوادونو د استازو ناسته ترسره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

یو طالب چارواکي پاکستاني ته تذکره جوړه کړې، هغه د برېښنا او افغانانو میلیونه افغانۍ تښتولي

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د ترلاسه شویو اسنادو پر بنسټ؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني د یونس په نوم یو پاکستاني ته الکترونیکي تذکره جوړه کړې او یاد پاکستاني وګړي د برېښنا شرکت لس میلونه افغانۍ او د زړو اوسپنو شرکتونو نهه لکه ډالره پورونه تښتولي دي.

دغه پاکستاني په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکه جوړ کړې وه.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د یونس پاکستانی پاسپورټ او د افغانستان تذکرې د کاپیانو ترڅنګ د طالبانو د رسمي ادارو مکتوبونه او عریضې ترلاسه کړي دي.

دا د پاکستاني وګړي یونس د افغانستان برېښنايي تذکره او پاکستانی پاسپورټ دی.
100%
دا د پاکستاني وګړي یونس د افغانستان برېښنايي تذکره او پاکستانی پاسپورټ دی.

سرچینې وايي؛ دغه پاکستانی وګړی یونس د افغانستان د برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني په شراکت دوه نیم کاله وړاندې د کابل نهمې حوزې اړوند په صعنتي پارک کې د خالد یونس اتحاد ذوب اهن تولیدي شرکت فابریکه جوړه کړې وه.

خو په جواز کې دغه فابریکه یوازې د پاکستاني وګړي یونس په نوم ده، دغه فابریکې په تېرو دوه نیم کلونو کې د طالبانو د کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ته د برېښنا کوم بیلونه نه دي تحویل کړی او دغه پورونه شاوخوا لس میلونه افغانیو ته رسېدلې دي.

100%

یونس یوازې دا نه چې د افغانستان د برېښنا شرکت لس میلونه افغانۍ پور یې تښتولی، بلکې د څلوېښتو تنو افغانانو چې د ده پر شرکت یې زړې اوسپنې خرڅې کړې وې، د هغوي نهه لکه ډالره هم وړي دي.

د اسنادو او عریضو پر بنسټ د زړو اوسپنو او د خامو موادو شرکتونو د خپلو پیسو د تر لاسه کولو لپاره دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته عریضه کړې او د کابل جنايي جرمنو پر وړاند مبارزې ریاست دغه پاکستانی یونس نیولی و؛ خو د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني په هڅو نیول شوی پاکستانی وګړی د کابل استخباراتو ریاست ته انتقال شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ریاست مقام له خوا د کابل استخباراتو ته لیږل شوی مکتوب
100%
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ریاست مقام له خوا د کابل استخباراتو ته لیږل شوی مکتوب

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دفتر رییس زین الله عابر مسلسل څو مکتوبونو په لیږلو سره د استخباراتو ریاست څخه غواړي، چې نیول شوی کس پاکستانی وګړی یونس خوشې نه کړي او دوسیه دې عدلي او قضايي ارګانونو ته ولیږي.

د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ؛ د طالبانو د استخباراتو لوي ریاست د کورنیو چارو وزارت مکتوبونو ته پام نه کوي.

100%

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رارسېدلو اسنادو په بنسټ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو ریاست ته مکتوب لیږلی؛ خو د طالبانو د استخباراتو ریاست هم د دغه مکتوب ځواب نه دی ورکړی، وروسته د طالبانو اسخباراتو لوي ریاست رییس عبدالحق وثیق د دفتر رییس عبدالله غزنوي په لاسلیک شوی مکتوب د کابل د استخباراتو ریاست ته لیږي؛ خو د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال عبدالحق عمري ته وویل، چې د استخباراتو لوي ریاست مکتوب هم له پامه غورځول شوی او د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور او د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني د شخصي اړیکو پر بنسټ د طالبانو د استخباراتو پر رییس عبدالحق وثیق فشار راوړ او وروسته پاکستانی وګړی یونس د کابل د استخباراتو له ریاست څخه خوشې شوی او پاکستان ته تښتېدلی دی.

انځورد طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمن رحماني
100%
انځورد طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمن رحماني

د طالبانو له منځه سرچینې وايي؛ د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني د کابل دارلمان سیمه کې په یو بلاک کې اوسیږي خو کورنۍ پاکستان کې ژوند کوي.

نوموړی د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور نږدې کس دی او د هغه له خوا په دغه دنده ګومارل شوی دی.

سرچینې وايي؛ د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني نه یوازې دغه پاکستاني سره په یاده فابریکه کې شراکت درلودل، بلکې د پنجاب کوجراواله کې په یو شمیر فابریکو کې هم شریک دی او کډ کاربارونه لري.

په وروستیو څو میاشتو کې د افغانانو شکایت دا دی، چې برېښنا نه شته خو بيلونه یې څو برابره زیات راځي.

اوس پوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې د عامو افغانان محکمه کیږي او د عامو خلکو پر وړاندې سزا ورکول کیږي؛ خو طالبانو د خپلې ډلې غړي نه دي محکمه کړي.

اوس به وګورو چې ایا د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونه به د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني او په دغه فساد کې نور ککړ طالب چارواکي محکمه کړي؟

ایرانۍ ورځپاڼه: له طالبانو او القاعدې مو د ښو تمه په زیان بدله شوه

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۵ GMT+۰

ایرانۍ ورځپاڼې په خپله یوه مقاله کې لیکلي، چې د ایران خلک اندېښمن دي، چې القاعده، داعش او طالبان به خپل فعالان په بېلابېلو بڼو ایران ته ور ولېږي.

ورځپاڼې زیاته کړې: «هغه زیانونه، چې موږ تر اوسه له طالبانو سره په تعامل کې کړي دي د طالبانو او القاعدې په وړاندې د خوشبینۍ له امله دي.»

دغې ورځپاڼې د سې شنبې ورځ د (کب اتمه) په خپله ګڼه کې اټکل کړی، چې القاعده، داعش او طالبان به ایران ته د خپلو فعالانو په لیږلو سره د ټرافیکو له بې پلانۍ او د سختې څارنې له نشتوالي ګټه پورته کړي او هغه ورځ به راشي، چې محمود هوتکي «دسیسه» به په ایران کې تکرار شي.

ایرانۍ دولتي ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونو ته په اشارې لیکلي، چې القاعده او داعش خراسان پر طالبانو ډېر اغېز لري او دا مهال په افغانستان کې «شاوخوا ۳۰ ترهګرې ډلې» فعالیت کوي.

د افغان کډوالو له استوګنې ترلاسه شوي ۱۰۰ میلیونه ناڅرګند تومان

دغې ایرانۍ ورځپاڼې د خپلې مقالې په یوه بله برخه کې، چې د (د افغان کډوالو له استوګنې ترلاسه شوي ۱۰۰ میلیونه ناڅرګند تومان) تر سرلیک لاندې خپره شوې، ليکلي، چې له هر افغان کډوال څخه د استوګنې په بدل کې د ۱۰۰ میلیونو تومانو اخیستل له ابهام څخه ډک دي.

د دې ورځپاڼې په وینا؛ له هر کس څخه د ۱۰۰ میلیونو تومانو اندازه، حت د تاسیساتو د ورکړې په څېر اسانتیاو سره، د پام وړ اندازه نه ده، چې ایران ورته اړتیا لري.

په مقاله کې راغلي، چې افغان کډوال خپلې پیسې له افغانستان څخه نه واردوي او په ایران کې خپل عاید په افغانستان کې خپلو کورنیو ته استوي.

نو له همدې امله به دوی له ستونزو سره مخ شي، چې کېدی شي په خپله ایران او افغان کډوال دواړه زیانمن کړي.

ورځپاڼې دا پوښتنه مطرح کړې، چې ایا د ایراني چارواکو او د طالبانو د ځان اعلان شوي حکومت تر منځ کوم څه شته؟ هغه د ایران له حکومته وغوښتل، چې دغه ابهام حل کړي.

طالبان: د اتو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور شول

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د طالبانو ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په بېلابېلو برخو کې ۲۵ پروژې منظور کړې دي. طالبان وايي د دغو پروژو په عملي کېدو سره به په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.

تر دې وړاندې هم طالبانو د ډیر شمېر پروژو د اعلان خبره کړې خو داسې کومه خپلواکه اداره نه ده موجوده چې د دغو پروژو د کار څرنګوالی او د لګښت څارنه وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزراء مسوولان وایي، چې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون داتو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل.
په دغو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ودانیزو چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د پاتې چارو بشپړېدل، د کابل ښار د یو شمېر سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
د طالبانو ریاست‌الوزراء د سې شنبې په ورځ (د کب اتمه) نیټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کمیسیون له ۳۱ پروژو څخه د دغو ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د پنځو پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې کړ.
د خبرپاڼې له مخې، د یادو پروژو په پلې کېدو به سلګونو کسانو ته کاري زمینې برابرې شي.

د یادولو وړ ده، چې په خبرپاڼه کې د دغو پروژو د پلې کولو د پیل د کره وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت: د هېواد په لسو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د افغانستان د سیندیزو حوزو په شاوخوا سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړ. دغه وزارت د سې شنبې په ورځ (د کب اتمه) ویلي، چې د هېواد شاوخوا لس ولایتونه د سېلابونو د راوتلو له ګواښ سره مخامخ دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د هېواد د لسو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د کب له نهمې تر ۱۱مې نېټې پورې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سېلابونو د راوتلو ډیر اټکل بیا په (هریرود، هلمند او کابل) سیندیزو حوزو کې شوی.

د خبرپاڼې له مخې، د سېلابونو او اوبو د کچې د لوړېدو له احتمالي پېښو سره فراه، هلمند، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، پنجشېر، لغمان او د کونړ سيندونو لارې مخامخ دي.

دغه وزارت په یادو ولایتونو کې د سیندونو پر غاړو له مېشتو خلکو او له هغو کسانو چې په دغو لارو تګ راتګ کوي غوښتي، چې د احتمالي ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره دې له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

که څه هم تر دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو د ځاني زیان تر څنګ ګڼ مالي زیانونه اړولي دي، خو په وروستیو کلونو کې په لوګر او پروان ولایتونو کې د سېلابونو له امله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه چې په تېرو څو لسيزو کې بېسارې او ویجاړونکي بلل شوي دي.

باوري سرچینې وايي، د خیبرپښتونخوا په باړه کې یو قومي مشر په جومات کې وژل شوی

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۲۳ GMT+۰

سرچينې وايي، تېره شپه د خيبرپښتونخوا په باړې سیمه کې یو قومي مشر په جومات کې د لمانځه پر مهال وژل شوی. دا لا نه ده معلومه چې دغه سپینږیری چا وژلی خو عیني شاهدانو ویلي چې مخ پټي کسان راغلل او په دغه مشر یې د ټوپک ډزې وکړې.

نن سې شنبه د (کب اتمه) په خیبر پښتونخوا کې ازاد خبریال لال وزیر وايي چې د مجید په نوم دغه قومي مشر تېره شپه خپل کور ته نږدې په جومات کې نامعلومو کسانو په ډزو وژلی.

100%


هغه له افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې سره د خبرو پر مهال وويل چې له دغې پیښې وروسته د یادې سیمې د خلکو غوسه راپارېدلې او ټول کلیوال د وسلوالو په لټون پسې وتلي دي.
که څه هم چې په سیمه کې ځايي امنیتي ځواکونه د امنیت د ساتلو هڅې کوي خو د خیبرپښتونخوا ولسونه وايي چې حکومت یې د امنیت په راستو کې پاتې راغلی او د داسې پېښو له تکرار سره٬ سره د نورو پېښو مخه نه ده نیول شوې.
تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.
د خیبرپښتونخوا له وزیرستانه نیولې بیا تر ډېره اسمعیل خان پورې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي، چې په کې په دې وروستیو کې په قومي مشرانو پسې بمي چاودنې او د هدفي وژنو پیښې ډیرې شوې دي.