• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانۍ ورځپاڼه: له طالبانو او القاعدې مو د ښو تمه په زیان بدله شوه

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۵ GMT+۰

ایرانۍ ورځپاڼې په خپله یوه مقاله کې لیکلي، چې د ایران خلک اندېښمن دي، چې القاعده، داعش او طالبان به خپل فعالان په بېلابېلو بڼو ایران ته ور ولېږي.

ورځپاڼې زیاته کړې: «هغه زیانونه، چې موږ تر اوسه له طالبانو سره په تعامل کې کړي دي د طالبانو او القاعدې په وړاندې د خوشبینۍ له امله دي.»

دغې ورځپاڼې د سې شنبې ورځ د (کب اتمه) په خپله ګڼه کې اټکل کړی، چې القاعده، داعش او طالبان به ایران ته د خپلو فعالانو په لیږلو سره د ټرافیکو له بې پلانۍ او د سختې څارنې له نشتوالي ګټه پورته کړي او هغه ورځ به راشي، چې محمود هوتکي «دسیسه» به په ایران کې تکرار شي.

ایرانۍ دولتي ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپورونو ته په اشارې لیکلي، چې القاعده او داعش خراسان پر طالبانو ډېر اغېز لري او دا مهال په افغانستان کې «شاوخوا ۳۰ ترهګرې ډلې» فعالیت کوي.

د افغان کډوالو له استوګنې ترلاسه شوي ۱۰۰ میلیونه ناڅرګند تومان

دغې ایرانۍ ورځپاڼې د خپلې مقالې په یوه بله برخه کې، چې د (د افغان کډوالو له استوګنې ترلاسه شوي ۱۰۰ میلیونه ناڅرګند تومان) تر سرلیک لاندې خپره شوې، ليکلي، چې له هر افغان کډوال څخه د استوګنې په بدل کې د ۱۰۰ میلیونو تومانو اخیستل له ابهام څخه ډک دي.

د دې ورځپاڼې په وینا؛ له هر کس څخه د ۱۰۰ میلیونو تومانو اندازه، حت د تاسیساتو د ورکړې په څېر اسانتیاو سره، د پام وړ اندازه نه ده، چې ایران ورته اړتیا لري.

په مقاله کې راغلي، چې افغان کډوال خپلې پیسې له افغانستان څخه نه واردوي او په ایران کې خپل عاید په افغانستان کې خپلو کورنیو ته استوي.

نو له همدې امله به دوی له ستونزو سره مخ شي، چې کېدی شي په خپله ایران او افغان کډوال دواړه زیانمن کړي.

ورځپاڼې دا پوښتنه مطرح کړې، چې ایا د ایراني چارواکو او د طالبانو د ځان اعلان شوي حکومت تر منځ کوم څه شته؟ هغه د ایران له حکومته وغوښتل، چې دغه ابهام حل کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د اتو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور شول

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۴ GMT+۰

د طالبانو ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په بېلابېلو برخو کې ۲۵ پروژې منظور کړې دي. طالبان وايي د دغو پروژو په عملي کېدو سره به په یو شمېر ولایتونو کې سلګونو کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.

تر دې وړاندې هم طالبانو د ډیر شمېر پروژو د اعلان خبره کړې خو داسې کومه خپلواکه اداره نه ده موجوده چې د دغو پروژو د کار څرنګوالی او د لګښت څارنه وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزراء مسوولان وایي، چې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون داتو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل.
په دغو پروژو کې د غزني ولایت د ۱۰۰ بستریز روغتون د پاتې ودانیزو چارو بشپړول، د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د پاتې چارو بشپړېدل، د کابل ښار د یو شمېر سړکونو بیارغونه، د کمال خان بند د درېیمې برخې پاتې چارو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
د طالبانو ریاست‌الوزراء د سې شنبې په ورځ (د کب اتمه) نیټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کمیسیون له ۳۱ پروژو څخه د دغو ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د پنځو پروژو قراردادونه لغوه او د یوې پروژې قرارداد بیاځلې داوطلبۍ ته وړاندې کړ.
د خبرپاڼې له مخې، د یادو پروژو په پلې کېدو به سلګونو کسانو ته کاري زمینې برابرې شي.

د یادولو وړ ده، چې په خبرپاڼه کې د دغو پروژو د پلې کولو د پیل د کره وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت: د هېواد په لسو ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د افغانستان د سیندیزو حوزو په شاوخوا سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړ. دغه وزارت د سې شنبې په ورځ (د کب اتمه) ویلي، چې د هېواد شاوخوا لس ولایتونه د سېلابونو د راوتلو له ګواښ سره مخامخ دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د هېواد د لسو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د کب له نهمې تر ۱۱مې نېټې پورې د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سېلابونو د راوتلو ډیر اټکل بیا په (هریرود، هلمند او کابل) سیندیزو حوزو کې شوی.

د خبرپاڼې له مخې، د سېلابونو او اوبو د کچې د لوړېدو له احتمالي پېښو سره فراه، هلمند، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، پنجشېر، لغمان او د کونړ سيندونو لارې مخامخ دي.

دغه وزارت په یادو ولایتونو کې د سیندونو پر غاړو له مېشتو خلکو او له هغو کسانو چې په دغو لارو تګ راتګ کوي غوښتي، چې د احتمالي ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي لپاره دې له هر ډول تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

که څه هم تر دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورښتونو او سېلابونو د ځاني زیان تر څنګ ګڼ مالي زیانونه اړولي دي، خو په وروستیو کلونو کې په لوګر او پروان ولایتونو کې د سېلابونو له امله سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه چې په تېرو څو لسيزو کې بېسارې او ویجاړونکي بلل شوي دي.

د افغانستان د مقاومت ملي جبهه: پر کابل هوايي‌ ډګر برید کې مو څلور طالبان وژلي

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۷ GMT+۰

د افغانستان د مقاومت ملي جبهه وايي،‌ چې جنګیالیو یې د کابل په هوايي‌ ډګر کې د طالبانو پر هوايي ځواکونو راکټي بریدونو کې څلور طالب وسله وال وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د مقاومت جبهې پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د دوشنبې په ماښام په ۰۶:۴۰ دقیقو یې د طالبانو پر قرارګاه او هلیکوپټرو درې راکټه توغولي دي.

د طالبانو د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي پیغام کې پر کابل هوايي ډګر د برید په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي او ویلي یې دي، چې نن په کابل کې کومه امنیتي پیښه نه ده شوې.

تر دې وړاندې د کابل اوسیدونکو هم د کابل پر هوايي‌ ډګر د راکټي بریدونو خبر ورکړی و.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه د مشخصو پایلو له اعلان پرته پای ته ورسېده

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د افغانستان په اړه د ملګرو ملوتونو د امنیت شورا غونډه د مشخصو پایلو او پرېکړو له رسمي اعلان پرته پای ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو له مرکزي دفتر څخه د افغانستان انټرنیشنل خبريال د سرچينو په حواله وايي، چې له طالبانو سره د تعامل او د افغانستان په اړه د امنیت شورا د دايمي غړو ترمنځ اختلاف جدي دى او له همدې امله په دې اړه پریکړه کول د دغې شورا له پاره یو ستونزمن کار دی.

په همدې حال کې په په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، چې داسې نه ښکاري چې د دې شورا غړي به د افغانستان په اړه کومه جدي پرېکړه وکړي.

فايق وويل، چې د شورا دايمي غړي له طالبانو سره د خبرو اترو د څرنګوالي او د افغانستان په نورو مسايلو کې د نظر اختلاف لري او له دې امله د افغانستان په اړه پریکړه کول ستونزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت دوره يي شورا مشره: طالبان دې خپل د ښځو ضد سیاستونه ودروي

۷ کب ۱۴۰۲ - ۲۶ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۰ GMT+۰

د امنیت شورا د نننۍ غونډې دوره یي مشره ارولین رودریگز په نننۍ غونډه کې د طالبانو له خوا د جنسیتي تبعیض او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه سخت غبرګون وښود.

هغې له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې خپلې ټولې د ښځو ضد تګلارې او فرمانونه لغوه کړي.

نوموړې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو، حقونو او د اساسي ازادیو پر حق ټینګار وکړ.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غوڼډه د تړلو دروازو تر شا نن دوشنبه پیل شوه. په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ګډون نه دی کړی او د غونډې مشري په ملګرو ملتونو کې د ګایانا سفیره ارولین رودریگز په غاړه لري.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امنیت شورا په غونډه کې به ګډونوال د یوناما او ځانګړي استازي پر واکونو او کاري جوړښت خبرې وکړي.

د امنیت شورا د غړو لپاره تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د کاري دورې ټاکل دي.
سرچینې وايي، چې د امنیت شورا په غونډه کې به د امریکا، برېټانیا، سویس، فرانسې، سویلي کوریا او متحده عربي اماراتو ګډه اعلامیه ولوستل شي.