جف بېزوس یو ځلې بیا د نړۍ شتمن کس شو

د امازون شرکت بنسټ اېښودونکی جف بېزوس شاوخوا دوه کاله وروسته یو ځلې بیا د نړۍ شتمن کس شو. د بلومبرګ د راپور له مخې، د ښاغلي بېزوس سوچه سرمایه ۲۰۰ مېلیارډ ډالره ده.

د امازون شرکت بنسټ اېښودونکی جف بېزوس شاوخوا دوه کاله وروسته یو ځلې بیا د نړۍ شتمن کس شو. د بلومبرګ د راپور له مخې، د ښاغلي بېزوس سوچه سرمایه ۲۰۰ مېلیارډ ډالره ده.
له هغه وروسته اېلان ماسک د ۱۹۸ مېلیارډ ډالرو پانګې په لرلو سره د نړۍ دویم شتمن کس یادېږي.
د بلومبرګ د مېلیارډونو شاخصونو له مخې د فرانسوي لوکسو توکو د شرکت مشر برنارډارنو د ۱۹۷ مېلیارډ ډالرو په لرلو سره درېیم ځای لري.
جیف بېزوس د خپلې شتمنۍ زیاته برخه د امازون له کمپنۍ څخه چې په ۱۹۹۴ کال کې یې جوړه کړه، لاسته راوړه.
هغه په وروستي ځل د ۲۰۲۱ کال په مني کې د بلومبرګ د شاخصونو په سر کې ځای لاره.


سیمه ییزې سرچینې وايي د بلوچستان په مستونګ کې له یوه پاکستاني پولیس څخه سر پرې شوی او مړی یې په یوه شاړه کې غورځول شوی. په یو بل خبر کې د خېبر پښتونخوا د باړې په بر قمبرخېل سیمه کې موټرسایکل سپرو وسله والو یو پولیس او د پولیو یو کارکوونکی په ډزو ویشتلي او ټپیان کړي دي.
دغه ژوبل شوي دواړه، پولیس افسر او د پولیو کارکوونکی د پېښور یوه روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي.
ويل کیږي دواړه ټپیان تر درملنې لاندې دي او د روغتیايي حالت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
رامنځته شوې پېښه د خيبر پښتونخوا صوبې لپاره نوي ټاکل شوي اعلي وزير علي امين ګنډاپور غندلې ده.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزير پوليسو ته سپارښتنه کړې چې په دغه پېښه کې ښکيل کسان ونیسي او ټینګار یې کړی چې د پولیو واکسین کمپاین لپاره د امنیت چارې دې غښتلې شي.
درې ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې پولیسو ویلي وو، چې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین یو څارونکی د ناپېژانده وسلهوالو له لوري لومړی یو نامعلوم ځای ته وړل شوی و او وروسته یې په چړو وژلی و.
یاده پېښه د لکي مروت په ازادخېلو سیمه کې شوې وه، چې د سیمې خلک یې هم راپارولي وو.
د وژل شوي کس د کورنۍ غړو ويلي وو چې نوموړی شل کلن و او د څه مودې راهیسې یې د پولیو واکسین ضد کمپاین کې د څارونکي په توګه دنده لرله.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پولیو واکسین په کارکوونکو داسې پیښې نوې نه دي، تر دې وړاندې هم په دغو ایالتونو کې د پولیو ضد واکسین کارکوونکي او د هغوی ساتوونکي د وسلهوالو کسانو له لوري په نښه شوي او مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د دغه هېواد په شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا او شمالي ګلګت بلتستان سیمه کې د سختو بارانونو او واورو له امله په تېرو پنځو ورځو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
تېره اونۍ سختو بارانونو او واورو سلګونو کورونه او پلونه نړولي او د پاکستان په یو شمېر سیمو په ځانګړې توګه د خیبرپښتونخوا په صوبه کې یې سړکونه او د رېل ګاډي لارې تړلې دي.
له بل پلوه په شمالي ګلګت بلتستان کې د قراقرم لویه لار، بلتستان سړک او نورې لویې لارې د دوشنبې په ورځ په پرله پسې توګه د درېیمې ورځې لپاره هم بندې وې، چې زرګونه سېلانیان، مسافر او سوداګر ورسره بند پاتې دي.
په بلوچستان کې د سختې واورې له امله کوټه او په نورو شمالي برخو کې ورځنی ژوند په ټپه درېدلی، د شنبې ورځې راهیسې د دغې صوبې مهمې لویې لارې او سړکونه تړل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې په تېرو پنځو ورځو کې په ټوله صوبه کې د روانو بارانونو له امله ۳۵ کسان مړه او ۴۳ نور ژوبل شوي او ورسره ۳۶۴ کورونه په جزوي توګه او ۴۶ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي.
دغه اداره وایي، چې د خیبرپښتونخوا د نوي ټاکل شوي وزیر اعلی علي امین خان ګنډاپور په امر د چارسدې، کوز دېر، لوړ دېر، ملاکنډ، مومند، بنو، خیبر، باجوړ، نوښار او پېښور ته خوراکي او نور مرستندویه توکي لېږل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ګلګت بلتستان په استور سیمه کې د ځمکې ښویېدنې له امله یو کس مړ او یو بل لادرکه شوی دی.
په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې هم مونسوني بارانونو ۱۷۰۰ کسان وژلي وو.

هندي کروندګر په پام کې لري چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د بسونو او ریل ګاډي له لارې پلازمینې نوي ډیلي ته په ننوتلو سره خپل لاریونونه پراخ کړي او د نوي ډیلي په سرحدي سیمو، چیرې چه لارې د دوی د تراکتورونو په واسطه تړل شوي، خپل حضور پراخ کړي.
په زرګونو هندي بزګرو تیره میاشت د "راځئ چې ډیلي ته لاړ شو" په نوم لاریون پیل کړی و خو د امنیتي ځواکونو لخوا د پلازمینې ۲۰۰ کیلومتره شمال ته د اوښکې بهونکي ګازو او د اوبو په زور ډهلي ته د دغو بزرګو د ننوتلو مخنیوی شوی و.
دغه کروندګر چې غواړي حاصلات یې په لوړه بیه وپلورل شي، حکومت سره له پرلپسې ناکامو خبرو اترو وروسته یې خپلو لاریونونو ته زور ورکړی دی
د کروندګرو مشر راماندیپ سینګ مان، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د بیلابیلو ایالتونو کروندګر، په سویل کې له کیرالا څخه تر مرکزي هند کې مدیا پردیش پورې، به د چهارشنبې په ورځ د ریل ګاډو او بسونو له لارې نوي ډیلي ته ورسیږي.
هغه وايي: "د پنجاب او هریانا کروندګر به د ټراکټور ټرالیانو سره د لاریونونو په اوسنیو ځایونو کې لاریونونو ته دوام ورکړي او د دوی له ډلې ځینې به هڅه وکړي چې یوازې د ټراکټورونو سره نوي ډیلي ته ننوځي."
په زرګونو کروندګر، په ځانګړې توګه د شمالي ایالتونو پنجاب او هریانا څخه، د شاوخوا ۳۰۰۰ ټراکټورونو سره، د ډیلي په درې سرحدي سیمو کې د پولیسو او امنیټي ځواکونو له خوا د لارو د بندیدو له امله بند پاتې دي.
د کروندګرو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې په داسې حال کې له څو ورځو راهیسې دوام کوي، چې پولیس د بې پیلوټه الوتکو پر مټ اوښکې بهونکې ګاز کاروي. کروندګر وايي، چې په نښتو کې لږ تر لږه یو لاریون کوونکی وژل شوی او له دواړو خواوو لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د لاریون کوونکو کروندګرو مشر مان ویلي، چې لاریون کوونکي بزګران به د مارچ په ۱۰ مه ماسپښین د څلورو ساعتونو لپاره په ټول هیواد کې د اورګاډي کرښې وتړي.
نوموړي ویلی، چې کروندګر هوډ لري چې تر هغه وخته پورې خپلو لاریونو ته دوام ورکړي تر څو چې د بیو د لوړولو لپاره د دوی غوښتنې نه وي منل شوي.

د انګلستان د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د هغو ۴۷ ځوانو هنرمندانو د وېزې غوښتنلیکونه رد کړې، چې ټاکل شوې وه د مارچ میاشتې په اوومه نېټه د لندن د ملکې الیزابیت په تالار کې یو کنسرت اجرا کړي.
دغه هنرمندان ټول د افغانستان د موسیقۍ د ارکستر برخه ده، چې د دغه هېواد د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ یوازینی میراث بلل کیږي.
دغې ډلې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته افغانستان پرېښوده. په دغه ډله کې د ۱۴ او ۲۰ کلونو تر منځ د نارینه او ښځینه هنرمندان او هنرمندانې شاملې دي.
د افغانستان د موسیقۍ ارکستر دغه غړي چې اوس په پرتګال کې اوسیږي، په پام کې وه چې روانه میاشت کې په انګلستان کې یو لړ کنسرتونه وړاندې کړي.
ټاکل شوې وه، چې په دغو کنسرتونو کې په لندن، برمینګهم، لیورپول او مانچسټر کې د غربي او افغاني کلاسیک موسیقۍ یو ترکیب وغږول شي.
د افغانستان د موسیقۍ ارکیستر مشر ډاکټر احمد سرمست په خواله رسنیو کې ویلي: "دا پرېکړه ډېره مایوس کوونکې ده. دغو نجونو له میاشتو راهیسې تمرین کاوه او دغه کنسرتونه به ډېر ښکلي وی."

فلسطیني سرچینو د دوشنبې په ورځ ویلي، چې اسرايیلي ځواکونو تېره شپه په اشغال شوې لویدیځې غاړې کې د فلسطیني ادارې پلازمینې رام الله ښار کې چاپه وهلې او د کډوالو په یوه کمپ کې یې یو ۱۶ کلن ځوان وژلی دی.
د اسرايیل پوځ ویلي، چې د عملیاتو پر مهال فلسطینیانو پر دوی د ډبرو او پټرولي بمونو ګوزارونه کړي او دوی یې په ډزو ځواب ورکړی دی.
په رام الله ښار کې عیني شاهدانو ویلي، چې اسراییلي ځواکونو په لسګونو نظامي ګاډي دغه ښار ته راوړي، کوم چې د فلسطیني ادارې مرکزي دفتر دی چې د ولسمشر محمود عباس په مشرۍ د لویدیځې غاړې په ځینو برخو محدود حاکمیت لري.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې اسراییلي ځواکونو ۱۶ کلن مصطفی ابو شلبک د عماري د کډوالو په کمپ د چاپې پر مهال په ډزو وژلی دی.
د فلسطین خبري اژانس وافا لیکلي، چې نښتې هغه مهال پیل شوې، چې اسراییلي ځواکونو پر کمپ برید وکړ او "پر فلسطیني یې ځوانانو ډزې وکړې" چې ابو شلبک یې پر غاړه او سینه پر مرمیو وویشت.
د اسراییل پوځ ویلي، چې ځواکونو یې په کمپ کې د ترهګرۍ ضد شپږ ساعته عملیات ترسره کړي، دوه مشکوک کسان یې نیولي، له نورو یې پوښتنې ګروېږنې کړي او د "حماس له خوا د خپرېدو شعارونه" یې نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د عملیاتو په ترڅ کې تاوتریخوالی رامنځته شو، ځینو شکمنو کسانو د اسرايیلي ځواکونو په لور ډبرې او پټرولي بمونه وغورځول، چې ځواب یې په ډزو ورکړل شو او یو کس ټپی شو."