د بدخشان اوسېدونکي وايي د نوي ښوونیز کال په را رسېدو دې طالبان د نجونو زده‌کړې ازادې کړي

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسیدونکي له طالبانو غواړي، چې د ښځو او نجونو په وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. دغه غوښتنه په بدخشان کې د کتابونو د یوه نندارتون د پرانیستې پر مهال شوې.