د غزني په جاغورۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

په غزني ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت جاغورۍ ولسوالۍ له بېلا بېلو سیمو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د نوین مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.