افغانستان نن د اېرلنډ پر وړاندې د درېیمې یو ورځنۍ لوبې لپاره مخامخېږي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اېرلنډ پر وړاندې خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه کوي. دغه لوبه د افغانستان پر وخت ۴بجې په شارجه کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي. افغانستان د اېرلنډ پروړاندې خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ۳۵ منډو په توپیر ګټلې وه او دویمه بیا د باران له کبله لغوه شوه.