• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا په نوې مکسیکو کې یو افغان کډوال د درېیو وژنو په تور محاکمه کیږي

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۴ GMT+۰

امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا د متحده ایالاتو په نوې مکسیکو کې یو افغان کډوال محمد سعید د دریو کسانو د وژنې په تور نن محاکمه کیږي. واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې وايي، په نوې مکسیکو کې د مسلمانانو اتحادیې ورته ویلي، چې وژل شوي کسان د دغې ټولنې غړي او مسلمانان وو.

نن به د نوې مکسیکو په البوکریک کې د محمد سعید لومړنۍ محاکمه وي.

نوموړی څو کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره یو ځای امریکا ته کډوال شوی دی.

محمد سعید چې په انګلیسي نه پوهېږي په دغو وژنو کې یې خپل لاس لرل رد کړي دي او دا چاره یې د پولیسو له خوا یوازې یو شک ګڼلی دی.

راپورونه وايي، چې لومړنۍ محاکمه د ۴۱ کلن افتاب حسین د مړینې په اړه ده، چې د۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۶ شپه د هغه کور ته نږدې د موټر له درولو وروسته ووژل شو.

د راپور له مخې، دویمه محاکمه به د انجنیر محمد افضل حسین وژنه وي، چې کور ته پر لاره وژل شوی او دریمه به د نعیم حسین وي، چې په موټر کې په ډزو وژل شوی دی.

د البوکرک پولیسو له خوا د ثبت شوي لومړني جرمي شکایت له مخې، پلټونکو معلومه کړې، چې د سعید په موټر کې موندل شوې مرمۍ د هغه وسلو له کچې سره سمون لري، چې ګومان کیږي د یادو کسانو په وژنه کې کارول شوې وې.

پولیسو د سعید د ټیلفون غږیز پیغامونه هم تر لاسه کړي، چې ښيي زوی یې له خپل پلار سره د نعیم حسین په تعقیب کې مرسته کړې وه.

په ورته وخت کې د محمد سعید زوی شاهین سعید په ۲۰۲۱ کال کې له یوه ځایي پلورنځي څخه د ټوپک اخیستو پر مهال د جعلي ادرس په ورکولو تورن شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان نوي حکومت د کورنیو، بهرنیو، دفاع، مالیې او یوشمېر نورو وزارتونو ته وزیران ونومول

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۰۴:۵۸ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېر ماښام د خپلې نوې کابینې جزییات په ډاګه کړل. د بهرنیو چارو وزارت لپاره اسحاق ډار، د کورنیو چارو لپاره محسن رضا نقوي، د دفاع وزارت ته خواجه محمد اصف او د مالیې وزارت لپاره یې محمد اورنگزیب ګومارلي دي.

د شهباز شریف د صدراعظمۍ په دویمه دوره کې د وزیرانو په نوملړ کې ۱۶ تنه یې د مسلم لیګ، یو تن د پاکستان د استحکام ګوند او یو تن هم د متحده قومي غورځنګ غړي دي.
د وزیرانو په نوي نوملړ کې د هیڅ یوې ښځې نوم نه لیدل کېږي. دا رنګه د خلکو یا پیپل ګوند غړي هماغسې یې چې پخوا ویلي و، په کابینه کې نه دي شامل شوي.

هغوی یوازې د ولسمشرۍ پر څوکۍ چې اصف علي زرداري ته ورکړل شوې بسنه کړې، چې هغه هم یوه نمایشي او تشریفاتي څوکۍ ده.
د مسلم لیګ یوه وتلې څېره اسحاق ډار، دا ځل د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی.

ښاغلی ډار تر دې وړاندې څلور ځلې د مالیې د وزیر په توګه، یو ځلې د سوداګرۍ د وزیر او یوه پلا هم د صنعت او پانګونې د وزیر په توګه د پاکستان په تېرو حکومتونو کې دندې ترسره کړې دي.
محسن رضا نقوي چې په نوې کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر په توګه ګومارل شوی، د مسلم لیګ د مشرانو په ډله کې راځي.

ښاغلی نقوي تر دې وړاندې د پنجاب د لنډمهاله وزیر اعلی او د پاکستان د کرېکټ بورډ د مشر په توګه پاتې شوی.

په اوسنۍ کابینه کې هغه د کورنیو چارو د وزیر تر څنګ د نشه‌يي توکو سره د مبارزې مشر هم دی.
د مسلم لیګ غړی خواجه محمد اصف په نوې کابینه کې د درېیم ځل لپاره د دفاع وزیر په توګه نومول شوی.

نوموړی د طالبانو د واکمنۍ په لومړي سر کې خوشبین او وروسته یې پر هغوی نیوکې کولې، هغه تر دې وړاندې د بهرنیو چارو، کانونو او پټرولیم او د کار د وزیر په توګه پاتې شوی دی.
محمد اورنګزیب د پاکستان د بانکولۍ په چارو کې تجربه لرونکی کس د مالیې د وزیر په توګه ګومارل شوی دی.
ښاغلی اورنگزیب تر دې وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ شورا مشر او د حبیب بانک د رییس په توګه چې د پاکستان تر ټولو ستر بانک دی کار کړی او د پاکستان د عوایدو برخه هم ښاغلي اورنګزیب ته سپارل شوې ده.
د قانون او عدالت وزارت هم مسلم لیګ ګوند غړي اعظم نذیر ترار ته ورکړل شوی.

هغه تر دې وړاندې د مشرانو په جرګه کې د اپوزیسیون مشر او د پاکستان د مدافع وکیلانو د شورا مرستیال و. د حکومت د بشري بنسټونو مشري هم هغه ته ورکړل شوې ده.
د سوداګرۍ وزارت څوکۍ د مسلم لیګ ګوند جام کمال خان ته ورکړل شوې ده. هغه تر دې وړاندې د بلوچستان ایالت وزیر اعلی، د پټرولیم وزیر او د مشرانو جرګې غړی و.
د پټرولیم وزارت ته هم د مسلم لیګ ګوند غړی مصدق مسعود ملک ټاکل شوی. هغه د پټرولیم، اوبو او برېښنا وزیر او د مشرانو جرګې غړی پاتې شوی دی.
په کورنیو او حقوقي برخو کې د شهباز شریف سلاکار عطاالله ترار، د اطلاعاتو او خپرونو وزیر په توګه نومول شوی دی. هغه له دې وړاندې په دوو دورو کې د لومړي وزیر سلاکار او د پنجاب د حکومت د ویاند په توګه دنده لرله.
د پاکستان په نوې کابینه کې احسن اقبال د تګلارو د جوړولو او د پرمختیا د وزارت لپاره نومول شوی، هغه پخوا هم د تګلارو د جوړولو او کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د علومو او ټکنالوجۍ وزارت خالد مقبول صدیقي ته ورکړل شوی، هغه د متحد قومي غورځنګ مشر او د مسلم لیګ ګوند له متحدینو څخه دی.

هغه له دې وړاندې د تولید او صنایعو د وزیر په توګه کار کړی او د فدرالي او مسلکي زده‌کړو چارې هم هغه ته سپارل شوې دي.
د پاکستان د استحکام ګوند مشرعبد‌العلیم خان د خصوصي کولو د وزیر په توګه معرفي شوی.

د پانګونې د عایداتو د څانګې چارې هم نوموړي ته سپارل شوي دي. هغه تر دې وړاندې د پاکستان د پارلمان غړی او څو ځلې د پنجاب په حکومت کې د وزیر په توګه پاتې شوی دی.
د تولید او صنایعو چارو وزارت واګې د مسلم لیګ ګوند غړي رانا تنویر حسین ته سپارل شوې. هغه تر دې وړاندې د دفاعي تولیداتو او علومو او ټکنالوجۍ او مسلکي زده‌کړو وزیر پاتې شوی دی.
د سرحدونو چارو وزارت هم د مسلم لیګ ګوند امیر مقم ته ورکړی شوی. ښاغلی مقم د فرهنګي ملي میراثونو واګې هم په غاړه لرلې.
د مسلم لیګ ګوند بل غړی سردار اویس احمد خان لغاری د اورګاډي د پتلۍ د وزیر په توګه ګومارل شوی دی.
د شهباز شریف پخوانی سلاکار احد خان چیمه د اقتصادي او تشکیلاتي چارو د وزیر په توګه ګومارل شوی.
ریاض حسین پیرزاده هم د کار او کورونو او قیصر احمد شیخ د سمندري چارو د وزیر په توګه منل شوی دی. دغه درې واړه وزیران د مسلم لیګ ګوند سره تړاو لري.
د یادولو ده، چې لا تر اوسه د پاکستان د نوې کابینې د غړو نوملړ بشپړ شوی نه دی.

هند په کور دننه د جوړ شوي توغندي لومړنۍ ازموینه ترسره کړه

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۹:۱۲ GMT+۰

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د دوشنبې په ورځ پر اېکس خواله رسنۍ یو پیغام کې ویلي، چې هند په بریالیتوب سره د څو خپلواک هدفونو د ویشتلو وړتیا لرونکی توغندی، چې په کور دننه جوړ شوی ازمایلی دی.‌

په دغه توغندي کې د MIRV ټېکنالوژي کارول شوې، چې له مخې یې یو توغندی په هم مهاله توګه څو موخې په نښه کولای شي.

هندي ساینس پوهانو دغه ټېکنالوژي د هندوستان د Agni-V د توغندیو د لړۍ سره یو ځای کړی، چې له مخې په یو توغندي کې ځای پر ځای شوې بیلابیلې سرګولولې، کولای شي چې په یو وخت کې څو هدفونه په نښه کړي.

د هند په اټومي وسلو کې دې ته ورته ټېکنالوژي کارول شوې ده.

د هندوستان Agni-V توغندي د ۵۰۰۰ کیلومتره واټن د وهلو وړتیا لري او د نورو هېوادونو سره د لویو وچو د په نښه کولو لپاره د اوږد واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو په برخه کې رقابت کوي.‌

امریکا، برېتانیا، فرانسه، چین او روسیه د هغو هېوادونو څخه دي، چې د مخه یې په MIRV ټېکنالوژۍ سمبال توغندي کاروي دي، په داسې حال کې چې پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې په لومړۍ ځل د دغې ټېکنالوژي ازموینه کړې ده.

د هند MIRV توغندی د دغه هېواد د پوځي څېړنو، د دفاعي څېړنو او پراختیا موسسې له خوا جوړ شوی دی.

طالبان وايي، ایراني سرحدي چارواکو سره د سرحدي ستونزو په له منځه وړلو موافقه کړې

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۱۹ GMT+۰

د طالبانو ۲۰۷ الفاروق قول اردو ویاندوايي، چې له ایراني سرحدي چارواکو سره تر یوې غوڼډې وروسته د سرحدي ستونزو د له منځه وړلو په اړه موافقه کړې ده.

غزت الله سعید د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي،‌ چې د ایراني سرحدي چارواکو سره یې د تهانه تپې سیاه ته نږدې د سړک جوړولو او په اسلام قلعه ګمرک کې د طالب جنګیالیو او د دوغارون ګمرک کې د ایراني ځواکونو ترمنځ پر لانجو یې خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي،‌ چې دواړو لورو په دغه غوڼډه کې د سرحدي ستونزو د هواري په اړه موافقې ته رسیدلې؛ خو د موافقې د جزییاتو په اړه یې کوم معلومات نه دی ورکړی.

طالبان ګاونډیو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې د دوی له موافقې پرته په سرحدي سیمو ساختماني چارې ترسره کړي او دغه چاره تر ډېره د طالبانو او ګاوډیو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د نښتو لامل کیږي.

په دې وروستیو کې څو ځلې د طالبانو د جنګیالیو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښتې رامنځ‌ ته شوي دي او ایراني چارواکو د طالبانو د نه مسلکي‌توب نه سر ټکولی دی.

د غزې جګړه؛ اسراييل د غزې په تړانګه کې د حماس د پوځي مرستیال د وژل کېدو راپورونه ارزوي

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۰

اسراييل د دوشنبې په ورځ په يوه هوايي بريد کې د حماس د پوځي مرستیال د وژل کېدو راپورونه په داسې حال کې ارزوي، چې د روژې مياشتې په مناسبت د غزې په جګړه کې د اوربند د ټينګښت لپاره خبرې اترې له خنډ سره مخامخ شوې دي.

که د هغه مړینه تایید شي، مروان عیسا به د حماس تر ټولو لوړ پوړی چارواکی وي، چې د اسراییل له خوا په روانه پنځه میاشتنۍ جګړه کې وژل کیږي چې فلسطین یې له خاورو سره خاورې کړې او د زرګونه کسانو ژوند یې اخیستی.

د اسراییل د پوځ راډیو ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د شنبې په شپه د غزې په مرکزي سیمه کې د النصیرات کمپ په داسې حال کې بمبار کړی، چې هلته یې د حماس د پوځي څانګې عزالدین القسام لېوا د مرستیال قوماندان عیسا د شتون په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو.

د راپورونو له مخې؛ په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي دي.

اسراييلي ورځپاڼې هارتز راپور ورکړى، چې اسراييل په دې لټه کې دی، چې دا ومومي چې په وژل شویو کې عیسا هم شامل دی او که نه.

نه د اسراییل پوځ او نه هم د حماس چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

د عیسا مړینه که تایید شي، د اوربند او د یرغمل شویو کسانو خوشې کېدو هڅې به لا پسې پیچلې کړي.

که څه هم اسراییل وايي، چې د مصر او قطر د منځګړیتوب له لارې د اوربند خبرې روانې دي.

د اسراییل استخباراتو موساد د اونۍ په پای کې ویلي وو، چې دواړه خواوې د اوربند په اړه یوې موافقې ته د رسېدو په لټه کې دي.

چین، روسیه او ایران د عمان په خلیج کې ګډ سمندري تمرینات کوي

۲۱ کب ۱۴۰۲ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۰

روسیې اعلان وکړ، چې د دوی یوه جنګي بېړۍ د ایران او چین سره په پنځه ورځني ګډ تمرین کې د ګډون لپاره د ایران اوبو ته ننوتې ده. ټاکل شوې دغه تمرين د نن دوشنبه د عمان په خليج او عربي سمندرګي کې ترسره شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د دفاع وزارت په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې د جنګي بېړیو سربېره به پوځي الوتکې هم په دغه تمرین کې چې د (سمندري امنیتي کمربند) په نوم برخه اخلي.

وزارت ویلي، چې د دې تمرین د ترسره کولو هدف "د سمندري اقتصادي فعالیتونو امنیت ارزونه" ده او زیاته یې کړه، چې د دې عملي برخه به د عمان خلیج په اوبو کې ترسره شي.

د روسيې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې؛ د اذربايجان، قزاقستان، پاکستان، جنوبي افريقا، عمان او هند د سمندري ځواکونو استازي به د څارونکو په توګه په دې تمرين کې ګډون وکړي.

دا تمرینات په داسې حال کې کیږي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د یمن حوثي یاغیانو چې د ایران یوه نیابتي ډله ده، په سور سمندرګي کې په نړۍوالو کښتیو په بریدونو سره په سیمه کې د تګ راتګ امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.

د باب المندب تنګی او د عدن خلیج د تهران او مسکو ترمنځ د پوځي همکارۍ په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته ډېره پراخه شوې او دا مسالې د لویدیځو هېوادونو د اندېښنې لامل شوې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري ویلي، چې ایران او مسکو غواړي د اوږدمهاله تړون په چوکاټ کې خپلې پوځي او تخنیکي همکارۍ پیاوړې کړي.

د برېتانيا د دفاع وزير گرانټ شاپس هم په لندن کې د ترلاسه شويو معلوماتو پر بنسټ اعلان کړی و، چې ایران روسيې ته له ځمکې څخه ځمکې ته ويشتونکي بالستيک توغندي ورکړي دي.

شاپس روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د ورکولو په برخه کې د ایران د حکومت اقدام ته په اشارې سره وویل: "موږ شاهدان یو چې کله هم په نړۍ کې شخړه رامنځته کیږی، ایران اکثراً هغې ته لمن وهی."

د ایران حکومت چې د مسکو یو له مهمو متحدینو څخه دی هم تورن دی، چې د شاهد ۱۳۱ او شهید ۱۳۶ ډرون الوتکې یې روسیې ته استولي چې په اوکراین کې د پوځي عملیاتو پر مهال ترې کار واخیستل شي.