• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چینایي موټر جوړونکي د صادراتو د فشار له امله بهر کې فابریکې پرانیزي

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۸:۲۹ GMT+۰

چینایي موټر جوړونکي چې په نړۍوال کچه د ودې په لټه کې دي په بهرنیو هېوادونو کې د موټرو د جوړولو لا ډېرې فابریکې جوړوي؛ ځکه چې یو شمېر هېوادونو په چین کې د جوړو شویو برېښنايي‌ موټرو د وارداتو د مخنیوي لپاره ځینې تدابیر نیولي دي.

رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د چیري اټو په نوم د چینايي موټر جوړولو شرکت د ایټالیا له حکومت سره په هغه هېواد کې د موټرو د تولید په اړه خبرې پیل کړي دي.

که دغه خبرې بریالۍ شي، چیري اټو به لومړنی چینایي د موټرو جوړولو شرکت وي، چې اروپا کې به موټرې جوړوي.

د چین د موټرو صادراتو ډېرېدو د متحده ایالاتو او اروپا سره د دغه هېواد د ټکر لامل شوی دی.

خو اوس چینايي موټر جوړونکي پلان لري، چې په تایلینډ، برازیل، هنګري او ازبکستان کې د موټرو فابریکې جوړوې کړي.

د بي وای ډي په نوم چینايي‌ شرکت په ازبکستان کې د موټرو تولید د جنوری په میاشت کې پیل کړ.

دغه کمپنۍ په پامې کې لري، چې په کال کې درې لکه موټر جوړ کړي. همدغه شرکت په له یو ټایلنډي شرکت سره په ګډه په ټایلنډ کې د کال یو نیم لک موټرې جوړوي.

په پام کې ده، چې د بې وای ډي شرکت د ټایلڼډ څانګه خپل تولید د روان میلادي کال په وروستیو کې پیل کړي.

د چینايي موټرو د تولید دغه کمپنۍ به په برازیل کې هم خپل فعالیت د روان کال په وروستیو میاشتو کې پیل کړي او په پام کې لري چې په کال کې یو نیم لک موټر هلته هم تولید کړي.

په همدې حال کې بې وای ډي چنايي شرکت په هنګري هیواد کې د موټر د تولید پیل د روان کال په ډسمبر میاشت کې اعلان کړی، او ویلي یې دي چې د دوی د تولید له پیل سره به زرګونو خلکو ته نوې دندې پیدا شي.

دغه کمپنۍ ویلي، چې په چین کې هم د موټر د فابریکې د جوړولو لپاره د یو ځای په لټه کې دي، چې هر کال به یو نیم لک موټرې جوړوي چې یوازې د همدې هیواد د خلکو لپاره به پلورل کیږي.

پې وای ډي چینايي‌ کمپنۍ، یوازې په چین کې هر کال د څلور میلیونه موټرو د جوړولو ظرفیت لري. په ۲۰۲۳ کال کې په بهر کې د دغې کمپنۍ تر ټولو ستر مارکیټ ټایلنډ، برازیل، اسراییل او اسټرلیا وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

زېلنسکي: زموږ خلک درد او ستونزو ته یوازې نه دي، بلکې حکومت ورسره دی

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۵ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د اوکراین ولس ته په یوه دودیزه وینا کې وویل، دا ډېره مهمه ده چې زموږ خلک د روسیې له بریدونو وروسته دردونو او ستونزو کې یوازې نه دي بلکې ټول حکومت ورسره دی.

ښاغلي زېلنسکي دا وینا؛ وروسته له هغه وکړه چې د چهارشنبې په ورځ روسیې د اوکراین په سومي او دونیتسک سیمو بریدونه وکړل.

ولادیمیر زېلنسکي وویل: «د روسیې د بریدونو او د سیمې د قربانیانو په اړه راپورونه لرو، چې روسیي ډرون «شهید» په سومي کې د استوګنې یوه ودانۍ په نښه کړه، له هغه وروسته د روسیه هوایي برید دونیتسک سیمه کې په ځانګړې توګه میرنوهراد ښار کې یوه بله ودانې په نښه کړه چې هر یو برید مرګ ژوبله لرله.»

زېلنسکي د قربانیانو کورنیو ته چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، تسلیت وړاندې کړ او ویې ویل: «تاسو په دې غم او درد کې یوازې نه یاست بلکې د اوکراین حکومت درسره دی.»

سیمه ییزو چارواکو د چهارشنبه په ورځ ویلي وو، چې د اوکراین په شمال ختیځ سومي او ختیځ دونیتسک سیمو کې د شپې په اوږدو کې د روسیې بې پیلوټه الوتکو او بمي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي دي.

همدا راز؛ د سیمې والي وادیم فلاشکین د ټیلیګرام ټولنیز اپلیکیشن له لارې ویلي وو، چې روسي ځواکونو د دونیتسک په سیمه کې د میرنوهراد ښارګوټي کې بم غورځولی چې دوه تنه یې وژلي او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د دې هېواد په اشغال شویو سیمو کې د روسیې ټاکنې ناقانونه وبللې

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د روسیې د انتخاباتو ترسره کول ناقانونه او باطل دي او له نړۍالو شریکانو یې وغوښتل چې د ټاکنو نتیجې په رسمیت ونه پېژني.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې دوه کاله وړاندې یې پر اوکراین برید پیل کړ، ټاکل شوې ده چې د مارچ له ۱۵مې تر ۱۷مې، د یوې نوې شپږ کلنې دورې لپاره ټاکنې وګټي.

له دې سره به نوموړی د جوزف سټالین ځای ونیسي چې د روسیې لپاره د اوږدې دورې خدمت کوونکی مشر دی.

د کییف د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: «په میلیونونو خلک په جبري توګه چې په اشغال شويو سیمو کې ژوند کوي یا هم په زوره د روسیې فدراسیون خاورې ته لیږدول شوي؛ ترڅو تش په نوم ټاکنو کې برخه واخلي.»

دغه وزارت اشغال شویو سیمو کې پر پاتې اوکراینیانو غږ کړی، چې په رایه اچونه کې ګډون ونه کړي.

د اروپا پارلمان په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۰

د اروپا د پارلمان له خوا د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي‌، چې د اروپايي پارلمان غړي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت سخت اندېښمن دي.

په دغه اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د افغانستان قضايي سیسټم ړنګ کړی، قاضیانو ته یې امر کړی چې په بشپړه توګه شرعي قوانین پلي کړي او په حقیقت کې ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه لرې کړي.

د اروپايي پارلمان د غړو په وینا؛ د طالبانو دغه پرېکړې د جنسیتي توپیر په اساس دي.

د پارلمان دغو غړو په طالبانو غږ کړی، چې په ټولنیز ژوند کې او په ځانکړې توګه د زده کړو او کار ته د لاسرسۍ په برخه کې د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي ګډون ته اجازه ورکړي.

دغه پرېکړه لیک په ۵۱۳ موافقو، ۹ مخالفو او ۲۴ ممتنع رایو تصویب شوی دی.

اروپايي پارلمان د افغانستان له حاکمانو غوښتي، چې د اعدام سزا لغوه کړي او سمدستي د عامه اعدامونو او وحشیانه د تعذیب او تبعیض کړنلارې د ښځو، د نورو جنسیتونو، توکمیزو او مذهبي اقلیتونو په وړاندې پای ته ورسوي.

د اروپايي پارلمان غړي ټینګار کوي، چې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې هر ډول اړیکې یوازې د اروپايي کمېسیون له خوا د ټاکل شویو شرایطو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي وړاندیزونو په اساس مخ ته وړل کېدی شي.

اروپايي پارلمان د افغانستان د مدني ټولنې د هغې غوښتنې ملاتړ کوي، چې طالبان باید د خپلو جرمونو حساب ورکړي او دغه کار باید د نړۍوالې جنایي محکمې د څېړنو له لارې او د ملګرو ملتونو د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم په جوړولو له لارې ترسره شي.

په دغه پرېکړه لیک کې پر طالبانو د اروپایي ټولنې د محدودیتونو پر پراخولو هم ټینګار شوی.

د پاکستان ولسمشر له چینايي سیال سره د ګډې همکارۍ د پراختیا غوښتنه وکړه

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له چین سره په مختلفو برخو کې د داسې نږدې خپلمنځي همکارۍ د پراختیا غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي. د پاکستان پیپلز ګوند نن خپل اېکس کې وايي، ښاغلي زرداري د چین ولسمشر شي جن پینګ ته د لیک په استولو سره دا غوښتنه کړې ده.

نوموړي په مختلفو برخو کې د اسلام اباد او بېجینګ اړیکي د سیمې د سولې، ټیکاو او پرمختګ لپاره ګټور بللي دي.

اصف علي زرداري تېره شنبه د دویم ځل لپاره د پاکستان ولسمشر وټاکل شو.

شي جن پینګ نوموړي ته د ولسمشر کېدو د مبارکۍ لیک استولی و او زرداري په ځوابي لیک کې پر مننه سربېره ویلي، چې

ګډې همکارۍ ته ور سره تیار دی.

 اصف علي زرداري د پاکستان او چین د اقتصادي ګورېډور د بشپړولو لپاره د چینايي ولسمشر د ملاتړ د دوام هیله هم کړې ده.

ملګري ملتونه: د اسراییل پوځ زغره‌والو هغه خبریالان په نښه کړل، چې له ورایه پېژندل کېدل

۲۴ کب ۱۴۰۲ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۴، ۰۷:۵۲ GMT+۰

ملګرو ملتونو د څېړنو له مخې ویلي، چې د اسراییل د پوځ زغره‌وال ګاډي د تېر کال د اکټوبر په دیارلسمه هغه خبریالان په نښه کړل چې له ورایه «پېژندل کېدل، چې خبریالان دي.»

په هغه پېښه کې، د رویترز خبریال عصام عبدالله ووژل شو او شپږ تنه نور ټپیان شول.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې د خبریالانو د په نښه کولو ۴۰ دقیقې وړاندې د اسراییل او لبنان په پولو کې د نښتو هیځ یوه بېلګه نه وه ثبت شوې.

د دغه راپور پر بنسټ اسراییلي زغره‌وال ګاډی د ۱۲۰ متري توپ دوه مرمۍ د خبریالانو پر لور د لبنان او اسراییل پر پوله ووېشتلې.

ملګرو ملتونو د اسراییلي پوځ دغه کړنه له نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

د اسراییل د پوځ ویاند د دغه راپور په غبرګون کې ویلي، چې په هغه ورځ د لبنان حزب الله ډلې د هانتیا په سیمه کې پر اسراییلي ځواکونو برید وکړ او اسراییل پوځ هم اړ شو، چې د دغو بریدونو ځواب ورکړي.

هغه وویل، چې بیا وروسته د خبریالانو د ژوبلېدو خبرونه خپاره شول.

د اسراییلي پوځ ویاند ټینګار وکړ، چې دغه ځواکونه په جګړه کې هغو کسانو ته د زیان اوښتو له امله «خواشیني» دي او په قصدي توګه په ولسي خلکو او خبریالانو بریدونه نه کوي.