• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرکټ نړیوالې شورا د توپ وهونکو لپاره نوی قانون اعلان کړ

۲۶ کب ۱۴۰۲ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۴، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د کرېکټ نړیوالې شورا مدیره پلاوي پرون له خپلې کلنۍ غونډې وروسته د توپ وهونکو لپاره نوی قانون اعلان کړ. د دغه قانون له مخې، د یوې لوبډلې توپ وهونکي مکلف دي کله چې د یو اور له ختمبدو وروسته تر ۶۰ثانیو بل اور شروع کړي.

د سرغړونې په صورت کې به لوبغاړي ته خبرداری ورکړل شي او دوه پرلپسې اخطارونه به سیالۍ لوبډلۍ ته ۵پاینټونه ورکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا، چې تر دې وړاندې یې هم په ځینو سیالیو کې دغه قانون ازمایلی وایي، چې نوی قانون به د روان کال د جون له لومړۍ نېټې په ټولو شل اوریزو او ۵۰اوریزو سیالیو کې پلي شي.

ټآکلې ده چې په لوبغالي کې دریم ریفري دا کنټرول کړي.

د کرېکټ نړیواله شورا وایي، چې د دې قانون په پلي کېدو سره به د یو ورځنیو لوبو لړۍ شل دقیقې مخکې پای ته ورسیږي.

ای سي سي وایي دا قانون په ځینو برخو کې نه پلي کیږي:

د لوبغاړو د اوبو د څښاک په وقفه کې

په میدان کې د لوبغاړو د ټپي کیدو په وخت کې

کله چې د لوبې د کنټرول وخت د لوبغاړو له لاس څخه وتې وي

کله جې نوي توپ وهونکي لوبغالي ته داخلیږي

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ نړۍواله شورا په ۲۰۲۴ کې د خپل تاریخ تر ټولو ستر تورنمنټ جوړوي

۲۵ کب ۱۴۰۲ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۳۶ GMT+۰

د کرېکټ نړۍواله شورا په ۲۰۲۴ کال کې په خپل تاریخ کې د نارینوو د ۲۰ اوریز نړۍوال جام تر ټولو ستر ټورنمنټ جوړوي. ویست اندیز او امریکا د دغه ستر ټورنمنټ کوربتوب کوي.

دغه ستر نړۍوال جام به د جون له لومړۍ نیټې تر ۲۹مې نېټې پورې په امریکا کې ترسره کیږي.

ویل کیږي چې دغه سیالۍ به د ټورنمنټ په تاریخ کې تر ټولو ستره سیالۍ وي، چې۲۰ نړۍوال ټیمونه به په نهو ښارونو کې ۵۵ لوبې کوي.

دا لومړی ځل دی چې متحده ایالات د ۲۰ اوریز نړۍوال جام سیالیو کوربتوب کوي.

د یادېو سیالې ۱۶ به د نیویارک (ناوکاونټي نړۍوال لوبغالي)، د ډالاس (ګرانډ پرایري لوبغالي) او د لاوډر هیل په ( براوډکاونټي لوبغالي) کې ترسره کیږي.

ویسټ انډیز چې په ۲۰۱۰ کال کې د دې سیالیو کوربه‌توب کړې و، سږ کال به د انټیګوا اوباربوډا په (سر ویوین ریچاردز لوبغالي) او د بارباډوس (د کینسنګټن لوبغالي) په ګډون، د دغه هیواد په بیلابیلو لوبغالو کې سیالۍ جوړې کړي.

بل خوا، د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام نیمه پایلوبې او پایلوبې لپاره د ریزرف ورځ منظور کړې ده.

د ای سي سي د مقررې له مخې، که په ټاکل شوې ورځ لوبه ترسره نه شي، نو د سیالۍ لپاره به بله ریزرف ورځ شته وي.

په ګروپي پړاو کې د لوبې د بشپړولو لپاره باید په دویم اننګیز کې لږ تر لږه ۵ اورونه ترسره شي، په داسې حال کې چې د ناک اوټ مرحله کې د لوبې بشپړولو ته په دویم اننګیز کې د لس اورونو لوبول اړین دي.

د ای سي سي جلسې کې د ۲۰۲۶ کال د T20 نړۍوال جام هم منظور شوی دی.

د ای سي سي د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال T20نړۍوال جام کې به ټولټال ۲۰ لوبډلې برخه اخلي، چې له دې ډلې به یې ۱۲ لوبډلې په مستقیمه توګه غوره کیږي. د ۲۰۲۶ کال شل اوریز نړۍوال جام کوربتوب به سریلانکا او هند په ګډه کوي.

د غزې جګړه؛ د ۱۱۴ ګولونو وهونکی فلسطیني لوبغاړی محمد برکت د اسراییل په بمبار کې ووژل شو

۲۲ کب ۱۴۰۲ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۰

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، په غزه کې د روانې جګړې په ترڅ کې د فوټبال مشهور فلسطینی لوبغاړی محمد برکت په خان یونس کې د هغه پر کور د اسراییل په بمبارۍ کې وژل شوی دی. محمد برکت د فلسطین د ملي لوبډلې استازیتوب کړی او د ځايي کلب لپاره یې هم لوبې کړې دي.

محمد برکت د خپل مسلکي ژوند په بهیر کې په نړیوالو او سیمه ییزو لوبو کې ۱۱۴ ګولونه کړي او د خان یونس د ځوانانو د کلب کپتان هم و.

راپورونه وايي، چې د دوشنبې په ورځ سهار وختي اسراییلي ځواکونو د خان یونس پر ځینې سیمو بمبار وکړ، چې د محمد برکت په ګډون پکې یو شمېر نور لوبغاړي هم وژل شوي دي.

نوموړی په غزه کې د فوټبال لومړنی لوبغاړی و، چې له سلو زیات ګولونه یې کړي وو.

برکت په اشغال شوې لویدیځه سیمه او اردن کې د الوحدت په ګډون د څو کلبونو لپاره هم لوبېدلی او په فلسطین کې د زیات شهرت خاوند و.

د تایید شویو راپورونو له مخې په غزه کې تر دا مهاله د بېلابېلو سپورتي ډلو غړي په بېلابېلو بمباریو کې وژل شوي دي.

الجزیره په یوه راپور کې کاږي، چې په روانه جګړه کې د باسکیټبال ۲۷ کلن لوبغاړی باسم النبهین، د فوټبال بل ۲۸ کلن لوبغاړی راشد دابور او د نورو سپورتونو ګڼ لوبغاړي وژل شوي دي.

که څه هم د روژې په درناوي په غزه کې د اوربند لپاره د مصر په ګډون ګڼو هېوادونو هڅې وکړې، خو یاد مذاکرات بې نتیجې پای ته رسېدلي دي.

په روانه اونۍ کې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ویلي وو، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې په جګړه کې اسراییل ته زیان رسوي.

د افغانستان او اېرلنډ لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه د زيات اورښت له کبله لغوه شوه

۱۹ کب ۱۴۰۲ - ۹ مارچ ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د اېرلنډ کرېکټ لوبډلې سره یې دوهمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه د زیات باران او ورښت له کبله لغوه اعلان کړه. افغانستان په متحده عربي امارتو کې درې یو ورځنۍ لوبې لري، چې لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه.

افغانستان کرېکټ بورډ د شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې په شارجه لوبغالي کې د زياتو ورښت له کبله يې د اېرلنډ سره دوهمه یو ورځنۍ لوبه لغوه اعلان کړې.

کرېکټ بورډ وايي، چې د تنخيکي کمېټې د غړو، د لوبې او نورو اړوندو مسولينو سره یې تر ناستې وروسته دغه پرېکړه کړې.

افغانستان کرېکټ لوبډلې له اېرلنډ څخه لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د ۳۵ منډو په توپير ګټلې وه.

د دې يو ورځنيو سياليو درېمه لوبه به د راتلونکې سې شنبې په ورځ د (مارچ مياشتي په ۱۲ مه) نېته په متحده عربي اماراتو کې تر سره شي.

له دې لوبو وروسته دواړې لوبډلې د درېيو شل اوريزه لوبو لوبلړۍ هم لري.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلنډ ته د ۳۵ مڼډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۲۰:۱۶ GMT+۰

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په شارجه کې د اېرلنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې دغې لوبډلې ته د ۳۵ مڼډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبو دغه لړۍ چې نن پنجشنبه په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې وه،‌ ایرلڼډ پچه وګټله او افغان لوبډله یې توپ وهنې ته راوبلله. افغان لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو، او د ۵ لوبغاړو په سوزولو سره، سیالې لوبډلې ته د ۳۱۱ منډو هدف وټاکه. د اېرلنډ لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوزولو سره ۲۷۵ مڼډې وکړې او د ۳۵ مڼډو په توپیر سره دغه لوبه وبایلله.

رحمن الله ګربز د اېرلنډ پر وړاندې لوبه کې ښه ځلیدلی او په ۱۱۷ توپونو د ۸ څلوریزو او ۶ شپږیزو پر مټ یې ۱۲۱ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

د دغو لوبو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کې د بلال سمیع، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عظمت الله عمرزي، ګلبدین نایب، محمد نبي، نوید ځدراڼ، رحمت شاه، شاهدالله، ضیاالرحمن، اکرام علي خېل، رحمان الله ګربز، الله غضنفر، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي، ننګیالي خروټي، نور احمد لکڼوال او د قیس احمد نومونه شامل دي.
راشدخان د ملا د عملیات او مجیب الرحمان د لاس د ټپونو له امله په استراحت کې دي او په دغو لوبلړۍ کې نه لوبېږي.
په دغو لوبو کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او د اېرلنډ له‌خوا به پاول سټرلېنګ لوبډلمشر وي.
افغانستان تراوسه پورې له اېرلنډ سره ۳۱ یو ورځنۍ لوبې کړې دي، چې په دغو لوبو کې ۱۷ بریاوې، ۱۳ماتې او یوه هم بې پایلې اعلان شوې وه.
تر دې وړاندې افغان لوبډلې د اېرلنډ پر وړاندې خپله یوازینۍ ټېسټ لوبه د شپږو وېکټو په توپیر وبایلله.

افغان ملي لوبغاړي نور علي ځدراڼ نړیوال کرېکټ پرېښود

۱۷ کب ۱۴۰۲ - ۷ مارچ ۲۰۲۴، ۱۲:۳۴ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد د ملي لوبډلې لوبغاړي نورعلي ځدراڼ نن له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه. د کرېکټ بورډ د خبرپاڼه له مخې، نوموړي ته د افغانستان او ایرلنډ د لوبلړۍ له پیلېدو مخکې د مخه ښې مراسم جوړ شوي و.

نور علی ځدراڼ په ۲۰۰۹ م کال کې د افغانستان په استازۍ نړیوال کرېکټ ته وتلو سره لومړنۍ لوبه له سکاټلنډ سره وکړه.

په نړیوال کرېکټ کې د نوموړی وروستۍ لوبه هم له ایرلنډ سره وه چې افغانستان پکې ماته وخوړه.

افغان کرېکټ بورډ وايي، نور علي ځدراڼ تر اوسه د افغانستان په استازیتوب دوه ټېسټ، ۵۱ نړیوالې یو ورځنۍ او ۲۳ نړیوالې شل اوره سیالۍ کړې دي.

نوموړي په نړیوال کرېکټ کې د یوې سلیزې او ۱۱ نیمه سلیزو پر مټ نږدې ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې دي.